سعودي عربستان څو ورځې مخکې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو ته بلنه ورکړه چې د یوه ګډ سمندري دفاعي ائتلاف د جوړولو پر وړاندیز بحث وکړي.
د دې ائتلاف موخه دا ده چې په ګډه د سره سمندر، د باب المندب تنګي اوعدن په خلیج کې له سمندري ګواښونو سره مقابله وکړي.
د سعودي عربستان، کويټ او بحرين په شمول ۱۴هېوادونو له غونډې وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له دې وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړ.
سعودي عربستان اټکل کوي چې په راتلونکې کې به نور هېوادونه هم په دې ګډه اعلاميه کې شامل شي.
شنونکي په دې باور دي چې د سعودي عربستان له خوا د څو هېوادونو د ګډ سمندري دفاعي ائتلاف د جوړولو هڅه د انرژۍ د لېږد او نړیوال سمندري ترانسپورټ د امنیت د ساتنې له واقعي اړتیاوو څخه سرچینه اخلي. همدارنګه، دا د سیمې د هېوادونو هغه لېوالتیا هم څرګندوي چې غواړي خپلواکه امنیتي همکاري پیاوړې کړي او د سیمهییز امنیت لپاره نوي میکانیزمونه رامنځته کړي.
خو دا چې دغه ائتلاف به په عملي ډول د سیمې سمندري امنیت ښه کړي که نه، او یا به د یمن د حوثي وسلهوالې ډلې سخت غبرګون را وپاروي که نه، لا هم د وخت په تېرېدو څرګندیږي.
له اوږدمهاله نظره، د سره سمندر د سمندري لېږد رالېږد د کړکېچ اصلي حل به په پای کې د یمن د ستونزې پر سیاسي حل او د سیمې د امنیتي وضعیت پر ټولیز ارامېدو پورې تړلی وي.
په ګډه د سره سمندر له بحران سره مقابله کول
د سعودي عربستان د خبري اژانس له مخې، دغه غونډه د سعودي عربستان د ملي دفاع وزارت په کوربه توب جوړه شوې وه چې د ۴۳هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو پکې یا په حضوري او یا هم په انلاين ډول ګډون درلود. په دغه غونډه کې د سمندر د امنیت پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه بحثونه شوي چې په هغو کې د سوداګريزو کښتيو، د انرژيو انتقالوونکو کښتيو او پر سمندري بنسټیزو تاسيساتو بريدونه، او همدارنګه د کښتۍ چلونې د امنيت، د نړيوالې اکمالاتي سلسلې او نړیوال اقتصاد پر وړاندې موجود خطرونه شامل وو. په دغه غونډه کې د څو هېوادونو د ګډ سمندري دفاعي ائتلاف د سازماني جوړښت، د قوماندې او کنټرول سیستم، د عملیاتو د میکانیزم او راتلونکو پلانونو په اړه هم بحثونه شوي دي.
دغه غونډه په داسي وخت کې وشوه چې د سعودي عربستان او يمن د حوثيانو تر منځ شخړې د سختېدو او سره سمندر کې حالات د ترينګلي کېدو په حال کې دي. حوثيانو د جولای په ۲۰مه نېټه د سعودي عربستان پر کيښتيو د بندیز اعلان کړی او تر هغه وروسته څو ځلې يې په سره سمندر کې د سعودي عربستان پر کيښتيو او همدارنګه د دغه هېواد په داخل کې د انرژيو پر تجهيزاتو د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل. د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو ائتلافي ځواکونو هم د حوثي وسله والو پر هدفونو بريدونه کړي دي.
د سيمې د امنيت ساتلو لپاره د نوي سيستم ابتدائي بڼه
له دغې غونډې نه وروسته د ۱۴هېوادونو لخوا د خپرې شوې ګډې اعلاميې له مخې، د څو هېوادونو اتحاد به د سمندر د امنيت ساتلو، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې، د عملياتو پلانولو، ګډو تمرينونو، د تجربو شریکولو، د استعدادونو د روزنې، د توان د لوړتيا او په ګډه سمندري دفاع په شمول مختلفو برخو کې همکارۍ وکړي. په اعلاميه کې راغلي چې هغو هېوادونو ته به بلنه ورکړل شي چې د دغه اتحاد هدف او اصول مني او د همکاريو چوکاټونه به پراخ کړي.
د يادونې وړ ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خليج په سيمه کې د عربي هېوادونو د همکاريو کمېټې په غړيو کې عربي متحده امارات او عمان په دې ګډې اعلاميې کې ګډون نه دی کړی. تحليل کېږي چې په دې ګډه اعلاميه کې د عربي متحده اماراتو د نشتوالي لامل شايد د دغه هېواد او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو خړپړتيا وي، دواړو هېوادونو په وروستيو کلونو کې د سيمې د مشرۍ پر سر يو له بل سره په سيالۍ لګيا دي. عمان له ډېرې مودې راهسې په سيمه یيزو چارو کې بي طرفه موقف غوره کوي او اوسمهال د امريکا او ايران تر منځ د جګړې ختمولو لپاره د منځګړيتوب په چارو بوخت دی، نو نه غواړي چې په يوه ايراني ضد ائتلاف کې شامل شي او خپل ډیپلوماتیک مقام ته زيان ورسوي.
سياسي حل ضروري دی
له دې نه مخکې چې سعودي عربستان د سمندري دفاع ګډ ائتلاف جوړولو اعلان وکړي، د حوثيانو مشر عبدالمالک حوثي د جولای په ۳۰مه نېټه اخطار ورکړی و چې که سعودي عربستان د شخړې د هراړخيزې زياتېدو په لوري ګام واخلي، حوثيان به ورته په هماغه کچه ځواب ورکړي.
د يمن د سمندر د امنيتي چارو کارپوه محمد سلام الاصبهي ويلي چې د دغه اتحاد جوړول شايد د حوثيانو د سمندري فعاليتونو د لارې او هدفونو د بدلون سبب شي. حوثيان ممکن د کوچنۍ پيمانې بريدونه وکړي، تر څو د ائتلاف د غړيو له خوا د جګړې لپاره د نيول شويو تياريانو سويه، د غبرګون سرعت او جنګي توان وازمايي، که دغه ائتلاف د سمندري امنیت لپاره په سمه توګه ترتيات نيولي وي او قوي غبرګون وښيي، حوثيان ممکن د جګړې بله پچيلې لار غوره کړي، مثلا له بې سرنشينه انتحاري کښتیو څخه کار واخلي او د لوړ ارزښت لرونکي هدفونه په نښه کړي.












