ایراني او پاکستاني چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر د ایران له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي دي او په دې لیدنه کې یې د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي. عمران خان ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دده په وینا ایران او پاکستان ته په کار ده چې دلته د ثبات راوستو په برخه کې همغږۍ ډېرې کړي. عمران خان دغه راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو یو ځانګړی ګروپ رامنځ ته شي څو په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.











