ایران ویلي، چې له درېو میاشتو څخه به په لږ وخت کې د هرات – خواف د اوسپنیزې پټلۍ د سرحدي تمځايونو کار بشپړ شي. د ایران د ترانسپورټ او ښار جوړونې وزارت مرستیال خیرالله خادمي ویلي، چې د افغانستان – ایران د پولې په صفري برخه کې سرحدي سټیشنونه جوړیږي. نوموړي ویلي د هرات – خواف اوسپنیزه کرښه د ګډې پولې په صفري برخه کې جوړیږي او له درېو میاشتو څخه به په لږ وخت کې بشپړه شي. خادمي زیاته کړې، چې د دغې اوسپنیزې کرښې یوه برخه د ایران او پاتې برخه به د افغانستان لخوا جوړه شي. دغه کرښه د ۳۵ کیلومترو پر اوږدوالي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره جوړېږي. د ایراني چارواکو په وینا دغه نوې اوسپنیزه کرښه نه یوازې د بار وړلو لګښتونه کموي، بلکې د سوداګریزو توکو له چټک لیږد رالیږد سره هم مرسته کوي.












