د بامیانو ولایت په مرکز کې د ۳۸۱ زره ډالرو په لګښت یوې لېسې ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یادې ودانۍ د پرانیستلو پرمهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول وویل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې۱۴ ټولګي، ۲ د کمپوټر او لابراتوار خونې، یوه اداري خونه، یوه د ساتونکي خونه، د لمریزې برېښنا سیستم او همدا راز د والیبال میدان هم پکې جوړ شوی دی. د دې ودانۍ په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښوي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له دې وروسته به یې ماشومان په منظم او پاک چاپېریال کې زده کړې کوي.












