له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل د ترهګرو نږدېوالي او متحد کېدو ته لار برابروي. بلومبرګ نشریه په یوه مطلب کې لیکي، په پاکستان، افغانستان او هند کې ټولې مېشتې ترهګرې ډلې دې ته په تمه دي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او دوی خپل فعالیتونه په پراخه کچه پیل کړي. د سرچینې په خبره د امریکایي ځواکونو وتل به ددې سبب شي چې طالبان، لشکر طیبه، داعش، جیش محمد او نورې ټولې ترهګرې ډلې سره یو ځای شي او په جنوبي اسیا کې سترې ناندرۍ رامنځ ته کړي. په مطلب کې راځي چې ددغه ډلو یو ځای کېدل ان کېدلی د اټومي هېوادونو، هند او پاکستان ترمنځ د جګړې سبب هم شي. بلومبرګ نشریه وایي د افغانستان له مسئلې سره سطحي چلند کول نړۍ د یوې بلې جګړې لمنې ته غورځول دي.












