سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

بنتلي

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
بنتلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

بنتلي د موټر جوړونې برېتانوی شرکت دی. دغه شرکت تر ډېره لوکس او د خلکو د پام وړ موټرونه تولیدوي. یاد شرکت له ۱۹۹۸ کال راهیسې د فولکس واګن له لوري اداره کيږي. موټرونه یې ګران بیه او لوکس دي او تر ډېره یې د لوړې طبقې خلک کاروي.

بنتلي کمپنۍ لرغونې او تاریخي کمپنۍ ده او له ډېرې مودې راهیسې فعالیت کوي. د دغه شرکت لومړني کارونه په ۱۹۱۹ کال کې پیل شوي دي. هغه وخت یې چارې والتر اوون بنتلي پیل کړې، هغه د همدې شرکت بنسټګر هم دی. په هغه وخت کې یې شپږ ځله د موټر ځغلونې په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی. دغه بریاوې یې په ۱۹۲۴، ۱۹۲۷، ۱۹۲۸، ۱۹۲۹ او ۱۹۳۰مو کلونو کې ګټلې دي.

په ۱۹۳۱ کال کې رولز رویس کمپنۍ دغه شرکت واخیست. وروسته یې بنتلي کمپنۍ اصلي فابریکه وپلورله او ورورسته یې تولیدات د دوو کلونو لپاره ودرېدل. له ۱۹۳۳ کال راهیسې یوازې د سپورت سایلنت رولزرویس په نامه موټرونه په بنتلي کمپنۍ کې تولیدېدل.

دمګړۍ د بنتلي کمپنۍ مرکزي دفتر او کارځای د برېتانیا په کرو ښار کې دی. د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د بنتلي د موټر تر ټولو ډېر مینه‌وال په چین کې وو. دغه کمپنۍ تر ډېره د چینایانو لپاره موټر تولیدلول او تر ټولو ډېر مشتریان یې هم په همدې هېواد کې وو.

تر لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې والتر اوون بنتلي، د خپل ورور هوراس میلنر بنتلي په مرسته د یوه فرانسوي شرکت د موټرونو د پلور کاروبار کاوه. دغه کمپنۍ ډي اېف پي نومېده. دوی سره له دې چې خپل کاروبار درلود، تل یې هڅه کوله چې په خپلواکه توګه د موټرونو د تولید کارځای ولري او د بنتلي په نامه د موټرونو د تولید لړۍ پیل کړي.

والتر په ۱۹۱۳ کال کې د ډي اېف پي کمپنۍ ته ولاړ، هلته یې د آلمونیم په نامه سپک فلز استفاده کړ. وروسته له دې یې په دې اړه فکر وکړ چې د درنو اوسپنو او فلزاتو پر ځای سپک خو کلک فلزونه په موټرونو کې وکارول شي. دوی همداسې وکړل، وروسته یې چې بنتلي کمپنۍ جوړه کړه، تر ډېره به یې هڅه کوله چې له سپکو فلزاتو جوړ شوي وسایل په خپلو موټرونو کې وکاروي. د بنتلي له همداسې پرزو یو جوړ شوی موټر وروسته په لومړۍ نړیواله جګړه کې وکارول شو او په لومړي ځل په نړیواله جګړه کې د سپکو فلزاتو لپاره د نوموړي طرحه په الوتکو او نورو جنګي وسایلو کې وکارول شوه.

د بنتلي د موټرونو شرکت د همدې هڅو په پایله کې د ۱۹۱۹ کال په جنورۍ کې د والتر اوون بنتلي له لوري جوړ شو. بنتلي په هماغه لومړي سر کې پرېکړه وکړه چې ځانګړی او استثنايي موټر جوړ کړي. د همدې کال اکټوبر میاشت کې یې خپل شرکت د بنتلي موتورز په نامه رسماً ثبت کړ. د همدې کال په اوږدو کې یې خپل موټر د لندن په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړ. دا د دوی لومړی طراحي او جوړ شوی موټر و، دوی هڅه کړې وه او تر هغه څه ډېر ځانګړنې يې دغه موټر ته ورکړې وې، چې دوی یې انتظار درلود. دوی لا خپل موټر پلور ته وړاندې نه کړ، چې د ۱۹۲۱ کال په سپټمبر کې یې خپل موټر مکمل کړ او هغه یې بازار ته وړاندې کړ.

بنتلي کمپنۍ د ملکیت له اړخه درې دورې تېرې کړې دي. لومړۍ دوره یې له ۱۹۱۹ کال پيل کېږي او په ۱۹۳۱ کال کې پای ته رسیږي. په دې دوره کې د بنتلي مدیریت په مستقله توګه عمل کاوه، هغه وخت د والتر بنتلي په واک کې و. دوی ډېر ویاړونه، جایزې او بریالیتوبونه په همدې مرحله یا دوره کې خپل کړي دي.

د لومړۍ دورې په وروستۍ مرحله کې شرکت له لوړو ژورو سره مخ شو. په دې وخت کې ولف بارناتو سره له دې چې د بنتلي بویز ډلې غړی هم و، په دې وخت کې په ځينو کارونو لاس پورې کړ. د هغه هڅه دا وه چې د بنتلي اصلي سبک او تګلاره وساتي؛ خو وروسته په شرکت کې ځینې ستونزې پیدا شوې، مالي اړخ یې کمزوری شو او دا چاره د دې سبب شوه چې شرکت ته د خلکو تقاضا کمه شي. بله ستونزه دا وه چې د دغه شرکت محصولات ګران بیه وو او نور نو دې کسانو د دې توان نه درلود چې دغه شرکت اداره کړی شي. له همدې امله بنتلي په پای کې دا پرېکړه وکړه چې په ۱۹۳۱ کال کې بنتلي پر رولز رویس باندې وپلوري.

د بنتلي بویز کمپنۍ کې څوک کسه شتمن او پیاوړي بریتانویان شریکان وو. دوی کوښښ کاوه چې د بنتلي نوم وساتي او له همدې نامه په استفادې په سیالیو کې ونډه واخلي.

رولز رویس لمتید په پټه او په مستعار نامه هڅه وکړه چې بنتلي کمپنۍ واخلي، دوی د برېتیش سنترل اکویېټبل ټرسټ په نامه بنتلي شرکت واخیست او د هغه د ادارې چارې یې پيل کړې. والتر بنتلي هم تر هغه د دغه شرکت په اصلي هویت نه و پوه، څو یې چې په مکمله توګه دغه هوکړه نه وه تړلې. په ۱۹۳۵ کال کې د بنتلي شرکت ټول واک د رولز رویس کمپنۍ په لاس کې شو. په پای کې والتر بنتلي د تړلې هوکړې له مخې بنتلي شرکت پرېښود او په ۱۹۳۵ کال کې له لاګوندا کمپنۍ سره یو ځای شو. د بنتلي کارځای هم په کریکلوو کې په ټپه ودرېد، وروسته دا کارځای د رولزرویس په مدیریت وپلورل شو، د بنتلي تولیدات هم وروسته رولز رویس کمپنۍ ته انتقال شول او د انګلستان په دربي ښار کې یې خپلو کارونو ته ادامه ورکړه.

په ۱۹۳۳ کال کې بنتلي د رولزرویس بنتلي په سوداګریز نامه بازار ته موټرونه وړاندې کړل. پخواني مشتریان ناهیلي شول، خو په دې بریالي شول چې نوي مشتریان ځان ته جذب کړي. له دویمې جګړې وروسته د بنتلي او رولزرویس تولیدات په چشر ښار کې یوه کارځای ته ولېږدول شول، دوی په دویمه نړیواله جګړه کې د موټرونو تولید ته ادامه ورکوله او له همدې ځایه به نورو ځایونو ته لېږدول کېدل.

په دې دوره کې چې کوم موټرونه جوړ شوي، تر ډېره یو بل ته ورته وو. په حقیقت کې بنتلي او رولز یو ډول موټرونه تولیدول، خو یوازې هڅه یې کوله چې ځينې ظاهري ځانګړتیاوې یې بدلې کړي. کله کله به داسې هم کېدل چې یو محصول په دوو بېلو نومونو او برنډونو تولیدېده. وروسته کمپنۍ پرېکړه وکړه چې بنتلي یوازې په یوه نامه تولید کړي، له همدې امله یې بنتلي بېل تولیدات پيل کړل، خو بیه یې تر رولزرویس ټيټه وه.

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰مو لسیزو کې د دغه شرکت حالت خراب و، شرکت یو څه ستونزې پیدا کړې، لوړو ژورو ته یو ځل بیا ورسېد او په دې وخت کې رولزرویس شرکت له ځینو ستونزو سره مخ شو، غوښتل یې خپلو کمپنیو ته پراختیا ورکړي، کارځایونه یې جوړ کړل او بالاخره له دې امله له داسې ستونزو سره مخ شو چې د دغه شرکت ماتې یې نېږدې کوله. نو رولز رویس شرکت نور د دې وړتیا نه لرله چې ځان وساتي او هماغه وو چې په ۱۹۸۰ کال کې ویکرز پی ال سي شرکت واخیست. وروسته نو د بنتلي کمپنۍ او برنډ هم د ویکرز شرکت تر چتر لاندې فعالیت پیل کړ. په دې موده کې د سپورت بنتلي کارځای بېرته له سره فعال شو او ویکرز د کمپنۍ له لارې د بنتلي موټر د تولیداتو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.

ویکرز کمپني یو بل اقدام هم کړ، د لوزرویس سوداګریز نوم یې له بنتلي لرې کړ، د بنتلي شرکتونو ټولګه د ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۸مو کلونو کې د ویکرز کمپنۍ تر مدیریت لاندې خپلو تولیداتو ته ادامه ورکړه. په ۱۹۸۴ کال کې د دغه کمپنۍ تر مدیریت لاندې د بنتلي لومړنی موټر بازار ته وړاندې شو.

وروسته په ۱۹۹۸ کال کې بنتلي شرکت فولک واګن کمپنۍ واخیست. هغه وخت یې د ۴۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت واخیست. کله چې فولکس واګن د بنتلي کمپنۍ مدیریت پیل کړ، د فولکس واګن او بي ام تر منځ ځينې قضیې رامنځ ته شوې. په دې وخت کې نو دغه انګلیسي شرکت ته نور فرصتونه هم برابر شول. الماني فولکس واګن مالک یې هڅه کوله چې دغه کمپنۍ وده وکړي او دغه برنډ بېرته د خپلو پلویانو ترمنځ ځای پیدا کړي.

بنتلي موټورز کمپنۍ اوس هم فعاله کمپنۍ ده، د ۳۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې کارکوونکي لري، کلنی عاید یې تر ۱،۴ ملیاردو یورو پورې رسېږي. له ۱۹۹۸ کال راهیسې دغه شرکت د فولکس واګن په مشرۍ فعالیت کوي. له هغې مهاله تر دې دمه یې لاندې موټرونه جوړ کړی دي چې په بازار کې اوس هم مینه‌وال لري: بنتلي ارینج، بنتلي هونادیئرز، بنتلي استیت لموزین، بنتلي کانتیننتال جی‌تی، بنتلي کانتیننتال فلایینگ اسپار، بنتلي آزور، بنتلي ارینج فاینال، بنتلي آزور تي او بنتلي کانتیننتال جی‌تی سوپرسپورت.

مخکې له دې چې بنتلي شرکت د موټرونو په برخه کې شهرت پيدا کړي، هغه په یوه بل څه کې شهرت پيدا کړ، دوی په لومړۍ نړیواله جګړه کې د الوتکو لپاره ځينې ځانګړې پرزې جوړولې، ماشینونه یې جوړول او له همدې ځایه یې د شهرت لړۍ پیل شوه. له دې وسایلو په لومړۍ نړیواله جګړه کې کار واخیستل شو. دوی هڅه کوله چې الوتکې تولید کړي، ځکه په لومړي سر کې یې غوښتل موټرونه جوړ کړي، خو ویې لیدل چې د موټرونو په بازار کې هغه وخت ځای پیدا کولی شي چې نوې طرحې جوړې کړي. نو په لومړي سر کې یې د الوتکو جوړولو ته مټې بډ وهلې، له همدې امله یې د موټرونو په لوګو کې تاسې د الوتکې وزر لیدلی شی. د بنتلي کمپنۍ مشر اوس وولفگنگ شریبر دی. هغه ډېره هڅه کوي چې دغه کمپنۍ پیاوړې کړي، د هر موټر معرفي پخپله کوي او هڅه یې دا ده چې له مشتریانو سره مخامخ خبرې وکړي او په دې توګه د دوی نظرونه واوري.

هغه د خپل یو تولید شوي موټر د معرفي په مراسمو کې وايي: «موږ ډېره هڅه کوو چې د موټر نړۍ ډېره باوري او ډېره پرمخ تللې کړو. موږ تر ډېره دا کار ثابت کړی دی.»

 فولکس واګن او بنتلي په خپلو وړتیاو توانېدلې دي چې د مشتریانو پام ځان ته راواړوي. د دې کمپنیو مسوولین وايي: موږ هڅه کوو چې دا لړۍ همداسې دوام وکړي، موږ هڅه کوو چې لا د مشتریانو رضایت خپل کړو او د دوی توجه د نړۍ تر ټولو ښکلو موټرونو ته واړوو. زموږ ځانګړتیاوې ډېرې دي، موټرونه مو ګران دي؛ خو ښکلي دي، ډیکورشن یې عالي دی، د نړۍ تر ټولو مشهور انجنیران له موږ سره کار کوي او دوی په باور دغه موټر ازمويي او وروسته یې ستاسې په واک کې درکوي.

Previous Post

د ژوند اصلي ارزښتونه مو معلوم کړئ!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
افغان حکومت: د دوحې هوکړې افغانانو ته نه، بلکې امریکایانو ته ګټه وکړه

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

باور؛ د شرافت او راستۍ زېږنده

باور؛ د شرافت او راستۍ زېږنده

جولای 5, 2020
نریندرا مودي په دوه ورځني سفر روسیې ته ځي

نریندرا مودي په دوه ورځني سفر روسیې ته ځي

جولای 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved