سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

بنز

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 31, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
بنز
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

مرسدس د یوې اسپانوۍ نجلۍ نوم دی، نو هسپانوي نوم ورته ویلی شو، مانا یې وقار او ښکلا ده. دا تلپاتې نښان په ۱۹۰۳ کال کې طراحي شوی دی، خو په نو ۱۹۰۹ کې دوه ځله او په ۱۹۱۶ او ۱۹۲۱ کې یو یو ځل بدل شو څو چې په ۱۹۲۶ کال کې د یوه ستوري بڼه ځان ته غوره کړه، چې ګرد چاپېره یې زېړه دایره چاپېره شوې وه. تر نن پورې د بنز نښنا همداسې پاتې دی.

د دغه شرکت د جوړېدو تاریخ ۱۹۲۶ کال ته ورګرځي، هغه وخت چې بنز اندسی، دایملر موتورن او ګیزلشافت شرکتونه سره یو ځای شول.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

وروسته ټولو یو ځای شوو شرکتونو کوښښ وکړ چې تر یوه نامه لاندې فعالیت پیل کړي، خو د ټولو په نظر او خوښه نوم نه پیدا کېده، ځکه هره یوه شرکت ځان بر او تاریخي ګاڼه، تر دي چې د شرکت نوم مرسدس جلینک شو، دوی خپل لومړني موټر تر همدې نامه لاندې بازار ته وړاندې کړل. تر دې چې بېرته د ۱۹۲۶ کال په جون میاشت کې د مرسدس بنز په نامه موټرونه بازار ته وړاندې شول او تر ننه پورې یې نوم همدا دی.

د دې کمپنۍ بنسټګر کارل بنز دی. کارل بنز د ۱۸۴۴ کال په نومبر کې د آلمان په کاسروه ښار کې نړۍ ته راغلی دی. کله چې د دوو کالو و، پلار يې ومړ، سره له دې چې اقتصادي حالت یې ښه نه و، خو مور یې هغه ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړه. کارل بنز د فردیناند رتین بافر تر نظر لاندې خپل ښوونځی خلاص کړ. وروسته د کاسروه پوهنتون ته ولاړ او د مسلکي زده کړو لپاره یې مټې بډ وهلې. په همدې وخت کې چې په پوهنتون کې یې زده کړې کولې، د فني زده کړو او مسلکي کار په برخه کې یې یوه دوه کلنه دوره پای ته ورسوله. هغه په دې توګه خپله تجربه پیدا کړه او د خپل مسلک عملي برخه یې هم زده کړه او نظري خو یې په پوهنتون کې لوستله.

ده له پوهنتون وروسته رسمي دندې واخیستې، لومړنۍ دنده یې په مانهایم ښار کې په یوه کارځای کې واخیسته، هلته یې د طراح دنده تر سره کوله. په ۱۸۶۸ کې یې خپله دنده له لاسه ورکړه او په یوه بل جرمني شرکت کې یې کار پیل کړ. دغه شرکت به تر ډېره د پلونو جوړولو، سړک جوړولو او د سړکونو او پلونو د ډيزاین کارونه پر مخ وړل.

وروسته د بن کیسر په نامه یوې کمپنۍ ته ولاړ، هغه په وین ښار کې ستره کمپنۍ وه. بېرته مانهایم ته ولاړ او هلته یې د یوه منیکانیک نامآګوست په مرسته یو شرکت جوړ کړ، وروسته مالومه شوه چې آګوست ښه ملګر نه دی او له هغه جلا شو. په پای کې د خپلې کوژدنې په مرسته برتا رینګر په دې بریالی شو چې پر ستونزو لاسبری شي او پر پښو ودرېږي. د بنز د بریا یو علت دا و چې برتا خپل ټول زیورات وپلورل او بنز وکړی شول چې د آګوست برخه په شرکت کې واخلي، په دې توګه له دوی بیل شو او اوس نو بنز خپل شرکت درلود، برتا او بنز واده وکړ چې له هغې واده پنځه اولادونه لري.

بنز په لومړي سر کې په خپل کار کې دومره بریالی نه و، خو دوی کوښښ کاوه او له خپل کار په شا کېدونکي نه وو، د دوی محصولات په وار وار د هغه وخت حکومت رد کړل، خو دوی ژمنه کړې وه چې موټر به جوړوي او د ماشینونو د تخنیک په برخه کې به بریا تر لاسه کوي. دوی ځان ته ځينې معیارونه وضعه کړل چې غوښتل یې د هماغو معیارونو پر بنسټ قوي موټورنه جوړ کړي.

دوی د خپلو ځانګړو موټرونو او ماشینونو د تولید لپاره کوښښ وکړ، دوی غوښتل داسې ماشینونه طراحي کړي چې وکړی شي خپل سرعت تنظیم کړي او لوړ سرعت واخلي. دوی د همدې ماشین لپاره موټرسایکلونه جوړول.  په ۱۸۸۲ کال کي ېې یو ملګر پیدا کړ، هغه امیل بوهلر نومېده، د بوهلر ورور د یوه بانک د مالي څانګې مشر و، دوی د همدې بانک په مرسته او پور په مانهایم ښار کې د ماشینونو یو شرکت جوړ کړ. کارل بنز په دې شرکت کې د ۵۰ سلنې سهامو مالک و، نو د همدې لپاره د مدیره هیئت غړی  و، خو هغه د نظر د څرګندولو دومره حق نه درلود، وروسته یې همکارانو کوښښ وکړ چې په شرکت کې خپل نفوذ ډ‌ېر کړي.

فریدریک د بایسکلونو کاروبار درلود، خو بنز بیا د موټرسایلکونو له تولید سره ډېره مینه لرله، د همدې کال په اکټوبر کې فریدریک بنز او دوو کسانو نورو د بنز انډ کو په نامه یو شرکت جوړ کړ، د دې شرکت کارکوونکي هغه وخت ۲۵ کسه وو. دغې کمپنۍ نو دومره وده وکړه چې هغه وخت یې د موټرسایلکونو بازار انحصار کړ، بنز بریالی شو چې خپل ډېر وخت د موټرسایکلونو تولید ته ورکړي او له همدې یې فکر د تیز رفتاره موټرونو د ماشین جوړولو ته واوښت.

دې ده لومړنی هدف په موټرونو کې پرمختللی ماشین و، ده غوښتل په ماشین کې داسې نوښتونه راولي چې موټر قوي او سرعت یې ډېر کړي. په ۱۸۸۶ کال کې بنز له خپل لومړني موټر مخکتنه وکړه. دا یې نو لومړنی څلور سلنډره ماشین و چې په موټر کې یې نصب کړی و.

لومړنی موډل یې بنز کمپنۍ په ۱۹۰۶ کال کې د آلمان موزیم ته ډالۍ کړ، دویم موډل یې څو څو ځله طراحي شو. درېیم موډل یې د لرګي ټایرونه لرل او برتا د لومړي ځل لپاره د همدې موټر په مرسته اوږد سفر هم وکړ.

د ۱۸۹۴ او ۱۹۰۱ کلونو تر منځ بنز ویلو ماډل موټر په بنز انډ کو کمپنۍ کې مېلمه شو. دغو موټرونو ښه قیمت درلود او ټول ۱۲۰ دانې تولید شول. ورو ورو دا کمپنۍ پراخېدله، کارګران یې ډېرېدل او کارونه یې پراخېدل. دغه کمپنۍ په ۱۸۹۹ کال کې په یوه سهامي شرکت بدله شوه او جولیوس ګان یې د مدیره هیئت غړی شو، ده همدارنګه د بازارموندنې د برخې کار هم پر مخ وړ. یو وخت راغی چې کارګران یې ۵۰ تنه وو، خو په ۱۹۰۳ کال کې یو دم دا شمېره ۳۴۰ کسانو ته ورسېده.

د هغه دغه پرېکړه له یوه مدیر سره تر شخړې وروسته وکړه. عامل مدیر غوښتل چې د مانهایم موټر په طراحۍ کې له فرانسوي طراحانو استفاده وکړي څو وکړی شي له نورو کمپنیو سره رقابت وکړي، چې د شرکت د ډېری غړو له غبرګون سره مخ شوه. ریچارد په ۱۹۰۴ کال کې بېرته د مسافر وړونکو موټرونو د جوړونې د برخې مدیریت واخیست چې په دې توګه یې دا برخه ډېره پر مخ بوتله او د همدې کال تر پایه پورې یې ۳۴۸۰ مسافر وړونکي موټر تولید کړي وو، چې په هغه وخت کې تر ټولو ستره شمېره وه.

په ۱۹۰۶ کال کې کارل بنز په لیدنبورګ کې یو شرکت جوړ کړ. د دغې شرکت سهم لرونکي دی او زامن یې وو، دوی هغه وخت ډېر کوښښ کاوه چې بخار ماشینونه موټرونو ته جوړ کړي، خو داسې نه وه. هغه وخت په ډېرې چټکۍ دا موسم بدل شو او د بخار د ماشینونو مينوال کم شول، نو دوی اړ شول چې خپل پلان بدل کړي. په ۱۹۲۳ کال کې بنز ۳۵۰ جوړ شو، چې په دې وخت کې د بنز ټوله کورنۍ لیدنبورګ ته ولاړه. په ۱۹۱۲ کې بنز همدا شرکت پرېښود او زامن یې په یوازې ځان د شرکت ادارې ته پاتې شول. شرکت په چټکۍ پر مخ ولاړ او په بېلو بازارونو کې یې بېلې څانګې پرانیستې.

مارسدس بنز کمپنۍ اوس د نړۍ په کچه د موټرونو تر ټولو ستره کمپنۍ ده. دا کمپنۍ د قیمتي او با کیفیته موټرونو په تولید کې خپل نوم لري. بنز کمپنۍ اوس یوازې نه ده، لسګونه کمپنۍ یې تر اداره لاندې کار کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ستر پلورنځایونه او د موټرونو نندارتونونه لري.

مک لارن هم هغه شرکت و چې وروسته بنز کمپنۍ واخیست. دا کمپنۍ په اصل کې انګلیسي کمپنۍ وه، د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ بنز کمپنۍ له دې کمپنۍ سره کار ته لېواله وه، ځکه دوی د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ موټرونه جوړول او دا هغه کار و چې بنز کمپنۍ غوښت. په ۲۰۱۱ کال کې یې ام پي فور ۱۲ سي جوړ کړ او په ۲۰۱۲ کال کې یې بازار ته وړاندې کړل.

میباخ هم یو له هغو شرکتونو دی چې د بنز تر ادارې لاندې کار کوي او دمګړۍ د سوپر لوکسو موټرونو د تولید کارځای دی. د بنز کمپنۍ ډېری لوکس پر نوې ټکنالوژۍ سمبال او مډرن موټرونه همدلته جوړېږي.

بنز کمپنۍ اوس زرګونه کارکوونکي لري، چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه له دوی سره کار کوي. بنز په دې وروستیو کې پر وروستۍ ټکنالوژۍ سمبال موټرونه جوړوي، چې د ۲۰۱۷ کال لپاره یې ښکلې طرحه جوړه کړې ده. دا طرحه پر نوې ټکنالوژۍ د سمبال ځيرک بس موټر طرحه ده، چې ویل کېږي عملي کار یې هم پیل شوی دی. دا موټر به ډېرې اسانتیاوې ولري او لومړنیو اعلانونو یې خلک حیران کړي دي.

اوسنی مدیر یې دایته زیچه نومېږي، هغه اوس د بنز کمپنۍ عمومي مدیر دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې کمپنۍ اداره پرغاړه لري.

مرسدس بنز خپله د نړۍ د موټر جوړونې تر ټولو مډرنه کارخونه، د آلمان د سټوتګارټ ښار په «زیندلفینګن» سیمه کې د ۷۳۰ میلیونو ډالرو په پانګونې او په عین وخت کې د S کلاس له نوي موډل سره یوځای افتتاح کړه. له هغې اوسپنې سره چې د کارخونې د ۲۲۰ متره مربع سالون په جوړونه کې کارول شوې، کیدای شوای د ایفل برج پرې جوړ شي.

د دې کارخونې د چاپیریال ساتنې سټنډرډونه حتی د بادن ووتنمبرګ ایالت لومړی وزیر وینفرید کرچمان هم چې د پرانیستې په مراسمو کې یي ګډون کړی و، حیران کړ. د چت نږدې ۴۰ سلنه برخه په خټو ګلکاري شوې ده او پاتې برخه یې د فوټو ولتایک شبکې په نصبولو سره د کارخونې د اړتیا ۳۰ سلنه برښنا برابروي.

مرسدس بنز په مجموع کې ۲ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه یورو پانګونه کړې، څو تر ۲۰۳۹ کاله پورې د خپلو موټرو د کاربن د تولید کچه صفر ته ورسوي. دغه دیجیټلي کارخونه په اوس وخت کې د ورته کارخونو په نسبت ۲۵ سلنه کمه برښنا مصرفوي.

په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د موټر جوړونې د یوې کارخونې د تولید لیکه په بشپړ ډول ډیجیټالي شوې ده او د«جي ۵» له انټرنېټي شبکې سره کار کوي، چې په ځانګړې توګه د اریکسیون او «O2» شرکتونو په وسیله د مرسدس بنز لپاره طرحه شوې ده. ټول کسان، دستګاوې او وسایل د انټرنېټ په وسیله له یو بل سره وصل دي او اطلاعات تبادله کیږي.

 

Previous Post

د رېډمي واچ ځانګړنې

Next Post

د قلم ۱۸۰ بمبې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
د قلم ۱۸۰ بمبې

د قلم ۱۸۰ بمبې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کارو بار خپرونه / وال مارټ کمپنۍ

کارو بار خپرونه / وال مارټ کمپنۍ

نوومبر 30, 2020
په دې زماني مقطع کې چین ته د اروپايي مشرانو د سفرونو شالید

په دې زماني مقطع کې چین ته د اروپايي مشرانو د سفرونو شالید

فبروري 1, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved