چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بهرني پانګوال په چين کې نوي فرصتونه مومي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د مارچ په ۱۷مې نېټې د روان کال د لومړيو دوو مياشتو اقتصادي شمېرې خپرې کړې دي.

د امريکې د تاپيسټري (Tapestry) شرکت د اسيا او ارام سمندر سيمې د چارو مسؤل يان باوزېک (Yann Bozec) رسنيو ته ويلي، چې د چين اقتصاد د جذابيت او پایښت بڼې ښکاره کړي او د بهرنيو شرکتونو د پرمختګ لپاره یې نوي فرصتونه برابر کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

یان باوزېک ويلي، شرکت به یې تر ۲۰۲۵م مالي کال پورې په چين کې د نويو پلورنځيو شمېر ۱۰۰ته ورسوي او دا ټول پلورنځي يې په ۳ کالونو کې جوړ کړي دي.

وال سټريټ جورنال او ځينو نورو بهرنيو رسنيو په چین کې د مصرف او صنعتي تولید په برخو کې د حیرانوونکي پرمختګ د پياوړيو نښو راپورونه ورکړي دي.

دغه نښې په کومو برخو کې دي؟

۱. ثابت پرمختګ

د روان ميلادي کال په لومړيو دوو میاشتو کې، د چین د اقتصاد اصلي شاخصونو د تېر کال په پرتله چټکتیا ښودلې ده. د بېلګې په توګه، د لويې پيمانې د صنعتي تولید ارزښت يې ۵ اعشاريه ۹ سلنه زیاتوالی موندلی، چې د زياتوالي سرعت يې د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه ډېروالی ښيي او په غير منقولو سرمايو کې د پانګونې زياتوالی یې د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه ۹ سلنه چټک شوی دی. په ټوله کې، د تېر کال له څلورمې ربعې څخه راپدېخوا د چين اقتصادي خوځښت دوام لري او ثابت پرمختګ کوي. 

۲. د ثابت پرمختګ پر بنسټ د چين د اقتصاد نوې بڼې

د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې، د چین د لوړې ټکنالوژۍ لرونکو چارو تولیدي ارزښت زياتوالی د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه ۲ سلنه چټکتیا ښودلې او د لوړې ټيکنالوژۍ چارو کې يې د پانګونې د زياتوالي سرعت د پانګونې د عمومي حالت په پرتله چټکوالی ښودلی دی.

دا د دې څرګندويي کوي، چې د چين د نوي کيفيت تولیدي ځواکونه د ثابت پرمختګ په حال کې دي او همدارنګه، په تېرې فبرورۍ کې يې د تولیدي صنعت د مدیريت شاخص او د غیر صنعتي توليد سوداګريزو فعالیتونو شاخصونه د جنورۍ په پرتله لوړ شوي او د مصرفوونکو باوري شاخص یې په پر له پسې درېيو میاشتو کې لوړ شوی او کوربه سوداګريزو شرکتونو خپل اټکلونه او هيلې پر له پسې لوړې کړې دي.

۳. د چين اقتصاد روان کال په ثبات، نوښت او ښه والي پيل کېږي.

د چين حکومت د اقتصادي پرمختګ يو لړ تګلارې برابرې کړي او په تېره بیا له تېر کال راهیسې يې ډېرې تنظيم کړې دي.

چين په تولیدي برخو کې د صنعت د چټکې ودې او د تقاضا لپاره یې د بازار د فعال کېدو هڅونه کړې او د پام وړ پایلې يې ترلاسه کړې دي.

د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين اقتصادي شمېرې د بهرنيو منفي اغېزو د زياتوالي او د تېر کال د همدې مودې د لوړو شمېرو په شتون کې ترلاسه شوي، چې کارپوهان دا يوه ډېره سخته دنده بولي.

د چين دغو برياوو نه يوازې د لومړۍ ربعې لپاره ښه بنسټ برابر کړی، بلکې د ټول کال لپاره يې د ښه پيل پيغام ورکړی دی.

بهرنيو رسنيو په وروستۍ موده کې د چین د اقتصاد مثبته ارزونه کړې ده.

د بریتانیا «فایننشل ټایمز» ويلي، بهرني پانګوال اوس په چین کې نوي فرصتونه لټوي او په دې نظر دي، چې دغه هېواد به نړۍ ته په ځانګړو برخو کې نوښتونه او فرصتونه برابر کړي.

۴. د چين بازار د نړۍ لپاره یوهارزښتمنه سرچېنه ده

د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې د چین د ټولنیز مصرف عمومي اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښودلی او د زياتوالي سرعت یې د تېر  کال په پرتله صفر اعشاريه ۵ سلنه چټکتيا ښيي.

د پسرلني اختر په درشل کې، د «نجا۲» کارتوني فلم د ټکټونو ارزښت پنځم نړيوال مقام نيولی او د چين په خدمتي چارو کې يې پياوړی خوځنده ځواک ښودلی دی.

د چين د ملي ولسي کانګرېس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په سږنيو دوو غونډو کې د مصارفو پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړل شوی دی.

چين د مارچ په ۱۶مې نېټې د مصارفو د پياوړتيا ځانګړی عملي سند خپور کړی او د کلتور، سپورټ او سيلانۍ په شمول ځينو برخو کې يې د مصرفي چارو ترتيتبات برابر کړي دي.

۵. نوښت د پرمختګ انجن دی

په چين کې د ساينس او ټېکنالوژيو د نوښتونو او د توليدي چارو د نوښت په يو ځای کېدو سره د پرمختګ نوی انجن ګړندۍ وده کوي او په ځانګړې توګه د ډيپسيک (DeepSeek) په شمول د مصنوي ځيرکتيا ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره يې اقتصاد چټک غوړېدلی او بهرنيو شرکتونو ته يې زيات فرصتونه برابر کړي دي.

د جرمني د کارچر (kärcher) شرکت د چيني بازار مرستيال مشر که ژې لين رسنيو ته ويلي، چې د چين د مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژۍ چټک پرمختګ کوي او دا مانا ورکوي چې په راتلونکې کې به د پاکۍ چارې اتوماتيکې او خيرکې شي.

نوموړي ويلي، شرکت به يې د مصنوعي ځيرکتيا په چارو کې څېړنې زياتې او د نوې ټېکنالوژۍ بازاري وړتياوې به پوره کړي.

۶. د چین بازار بهرني شرکتونه هڅوي، چې په دغه هېواد کې اوږمهاله پانګونه وکړي

چين تېره میاشت د ۲۰۲۵م کال د بهرنيو پانګونو د ثبات عملیاتي پلان خپور کړی او د دوو ملي مجلسونو د سږنيو غونډو د لوړې سويې د ورخلاصون معلومات يې پکې ورکړي دي.

په چين کې د بهرنۍ پانګونې لپاره فرصتونه زيات شوي، لارې چارې پکې ډېرې او د کاروبار اسانتياوې برابرې شوې دي.

په چين کې د روان کال له پيل راهيسې د مهمو بهرنيو پانګوالو د سرمايه ګذارۍ پروژې پيل شوې او د پلان له مخې به په چين کې څه باندې ۳۳ميليارډه ډالره پانګونه وکړي.

Previous Post

بېجينګ:د چين نظامي تمرینونه د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه د بهرنيو ځواکونو ملاتړ ته کلک ځواب دی

Next Post

جاپان له افغانستان سره ۲.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
جاپان له افغانستان سره ۲.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان له افغانستان سره ۲.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوکراین کې ۶ میلیونه وګړو ته برېښنا برابره شوې ده

اوکراین کې ۶ میلیونه وګړو ته برېښنا برابره شوې ده

دسمبر 18, 2022
د های نان ازاد سوداګریز بندر فعال شو

د های نان ازاد سوداګریز بندر فعال شو

دسمبر 20, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved