د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۱مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د چين او افريقا د همکارۍ فورم پایلو د عملي کېدو لپاره د همغږي کوونکو غونډه د چين د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې تر سره شوې ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او اعلان يې کړی، چې هېواد به يې د ۵۳ افريقايي هېوادونو پر ټولو توليداتو تعرفې صفر کړي، څو چين ته د افريقا د لږ پرمختللو هېوادونو د صادراتو لپاره لا زياتې انسانتياوې برابرې شي.
ده دغه راز ویلي چې چين به له افريقا سره د شراکت د لسو عملي پلانونو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي او په دې سره به د چين او افريقا د عصري کېدو لپاره او په نوې زمانه کې د چين او افريقا د هر فصل د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره مسیر وټاکل شي.











