د جاپان حکومت په دې وروستیو کې “ملي استخباراتي اداره” تاسیس کړې او په همدې اړه یې “ملي استخباراتي کنفرانس” ترسره کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۳۱مې نېټې یوې مطبوعاتي غونډې ته د جاپان د “ملي استخباراتي ادارې” تاسیس په کورنيو او بهرنيو امنیتي پالیسیو کې د دغه هېواد یو بل منفي عمل ياد کړی دی.
ماو نينګ ويلي، په تاریخ کې د جاپان استخباراتي ادارو د دغه هېواد د بشپړ پوځیتوب او د یرغلیزو جګړو لپاره لاره هواره کړې او د ګاونډیو اسیایي هېوادونو او هم د جاپانیانو پر وړاندې یې بې شمېره جرمونه ترسره کړي دي.
جاپان په دې وروستیو کې د تش په نوم “ملي امنیت” او “بهرنيو ګواښونو” په پلمه د خپل پوځیتوب د بیا پيل پروسې ګړندۍ کړي، سیمه ییزه سوله او ثبات یې ګواښلي او د نړیوالې ټولنې پراخې اندېښنې يې راپورته کړې دي.
ماو نينګ ويلي، د جاپان مشران باید تاریخي درسونه زده کړي او عبرت ترې واخلي او بیا په احتیاط عمل وکړي.












