چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بېجینګ: د سراسري جنوب هېوادونه دې خپلې اغېزې لا پراخې کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0
بېجینګ: د سراسري جنوب هېوادونه دې خپلې اغېزې لا پراخې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سراسري جنوب په اوسنيو نړيوالو اړيکو کې د يادونې وړ کلمه ده، چې د نويو سمسورو بازاري او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب کوي، د برېکس هېوادونه هم په کې شامل دي. نړۍ اوس له سلو کلونو راهیسې بې ساری بدلونونه رامنځته کوي او په دې حال کې د برېکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو ميکانيزم څنګه د سراسري جنوب هېوادونو پرمختګ لارښوونه وکړي؟ څنګه د نړيوال نظام د اصلاحاتو په بهير کې کليدي رول ولوبوي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د” برېکس +“ د مشرانو په ناسته کې يوه مهمه وينا وکړه او د سولې، پرمختګ او تمدن په مرکزي عنوان يې خپل دريځ بيان کړ.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر سولې د ټينګار کولو او د ګډ امنيت رامنځته کولو، د پرمختګ د هڅونې او د عادي سمسورتيا، د تمدنونو د ګډې پراختيا او قطبيزې هوساينې په هکله دری فقره یيزې نظريې وړاندې کړې، په همدې وخت کې يې د امنيت، پرمختګ او تمدنونو د درېيو نړيوالو وړانديزونو د عملي کولو په هکله معلومات کړي او د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ لپاره د چين يو لړ تدبيرونه يې اعلان کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روسیې د ساينس اکاډمۍ د چين او د عصري اسيا د څېړنیز انسټيټيوټ مشر کيريل بابايف خبريال ته وويل، چې د سراسري جنوب هېوادونو عمده هدف د ټولو انسانانو لپاره د عدالت او مساواتو پر بنسټ د باداري د نشتون د اصولو له مخې د نوې راتلونکې جوړول دي. چين اوس د برېکس له نورو غړو هېوادونو سره يو ځای د نړيوال نظام د عادلانه کېدو لپاره هڅونه کوي. د شي جين پينګ نظريې د برېکس  او د سراسري جنوب هېوادونو له ګډې هیلې سره سمون لري، چين به دغو هېوادونو ته د پرمختګ په بهير کې لا زياتې مرستې برابرې کړي او د چين په لارښوونه به برېکس هېوادونه د څو قطبيز کېدو مهم ځواک وګرځي.

چين په ټوله نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه تل د سراسري جنوب هېوادونو يو ټينګ غړی دی، د سراسري جنوب هېوادونو د ګډ پرمختګ هڅونه کوي او د انسانانو په وړاندې له ننګونو سره مقابله کوي، چې په دې بهير کې نوې نظريې او نوي ځواکونه راوړي. د امنيت نړيوال وړانديز له وړاندې کېدو راهيسې په درېيو کلونو کې د سيمه یيز ثبات د ساتلو په شمول څو ساحو کې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي، چې د نژدې ۲۰ ميليارډو ډالرو په اندازه پيسي د پرمختګ په چارو استفاده شوې دي، څه باندې ۱۱۰۰ پروژې عملې شوې، څه دپاسه ۸۰ هېوادونو د پرمختګ نړيوال وړانديز په عنوان د دوستانو په ګروپ کې ګډون کړی، سربېره پر دې د تمدنونو نړيوال وړانديز د نړۍ د رنګارنګ تمدنونو د ګډې ابادۍ هڅونه کړې ده.

رئيس شي جين پينګ د” برېکس +“ د مشرانو په ناسته کې د پرمختګ، امنيت او تمدنونو د درېيو نړيوالو وړانديزونو په هکله دری فقره یيز نظريې وړاندې کړې، چې قوي واقعي اهميت لري.

ګډ امنيت او خونديتوب د سراسري جنوب هېوادونو د امنيت ساتلو له غوښتنې سره سمون لري. چين په ياده ناسته کې د برېکس له غړو څخه غوښتنه کړې، چې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره کار وکړي، د امنيت د نړيوالې ادارې چارې پياوړې کړي او د اړوندو ستونزو د حلولو لپاره په نښتي او اصلي ډول لاره هواره کړي. برېکس هېوادونه به د اوکراين کړکېچ، د غزې په تړانګې کې د اوربند، په لبنان کې د جګړې د پراخېدو د مخنيوي په شمول د بېلا بېلو نښتو د ارامولو او د سوله یيزې نړۍ د ابادۍ لپاره خپل اوازونه قوي کړي.

عموماً سمسورتيا رامنځته کول د سراسري جنوب هېوادونو ګډ هدف دی. څه موده مخکې د چين، روسيې او برازيل په شمول پنځلسو هېوادونو په ګډه د نوي شکل د صنعتي کېدو لپاره د نړيوالو همکاريو وړانديز خپور کړ او د برېکس هېوادونو تر منځ دغه همکارۍ د نوموړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره د اوچتولو رول لري. چين د” برېکس +“ د مشرانو په ناسته کې پر دې غږ کړی، چې د اقتصاد د نړيوالې ادارې د سيستم په اصلاحاتو کې ګډون وکړي، د تجارت او اقتصاد په نړيوالې اجنډا کې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، په ټوله نړۍ کې د ګمرکاتو ادارو د ځيرک خدمتونو په اړه د نړيوالې همکارۍ انلاين ډګر او د برېکس هېوادونو د ګمرکاتو د ادارې نمونه مرکزونه جوړ کړي، په دې وجه به پرمختيايي هېوادونه د پرمختګ او سمسورتيا په لاره کې سره يو ځای کړي.

د سراسري جنوب هېوادونه څو اړخيزې سمسورتيا او هوساينې لټوي. په دې وروستيو کلونو کې د برېکس هېوادونو تر منځ فرهنګي تګ راتګ ډېر زيات شوی، چې د فلمونو، هنر، سپورټ او پوهنې په شمول ساحو کې نړيوال کنفرانسونه او فعاليتونه همېشه تر سره شوي، چې د مختلفو تمدنونو تر منځ پلونه جوړ شوي دي. چين په ياده ناسته کې وړاندیز کړی، چې بايد د تفاهم خبرې اترې زياتې شي، يو د بل څخه ملاتړ وکړي چې د خپل ملي حالت له مخې عصري لارې وټاکي، دغه راز چين د نوموړو هېوادونو د تينک تانک (Think Tank) د همکارۍ اتحاد د جوړولو اعلان کړی، چې د نړيوالو تمدنونو د ګډ پرمختګ لپاره به نوي ځواک برابر کړي.

Previous Post

تېره میاشت هېواد کې ۱۴۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

Next Post

بېجينګ: له پرمختيايي هېوادونو سره به همکارۍ ته دوام ورکړو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ: د لوی برېکس د همکاريو د باکيفيته او نوي پرمختګ لپاره به هڅې وکړو

بېجينګ: له پرمختيايي هېوادونو سره به همکارۍ ته دوام ورکړو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی

م.م له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی

جولای 26, 2022
حمدالله محب: د حامد کرزي هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي

حمدالله محب: د حامد کرزي هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي

جون 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ