د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اګست په ۲۶ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ ویلي تمه لري روان کال او یا له لږ وروسته چين ته رسمي سفر وکري وویل چې د چين او امریکا په اړیکو کې د دولتي مشرانو ډيپلوماسي بې بديله لارښوونکی رول لري.
ده زیاته کړه، چې چين تل د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او ګټې – ګټې همکارۍ پر اساس له امريکا سره اړيکې ساتي او د دې ترڅنګ له خپل ملي حاکميت، خونديتوب او پرمختيايي ګټو دفاع کوي.
نوموړي وويل: موږ غواړو له امريکا سره پر ګډ لوري ګامونه پورته کړو او خپلمنځي اړيکو ته ثابت، سالم او دواملرونکی پرمختګ ورکړو.
هغه دغه راز وویل چې د چین او امریکا په اړیکو کې دولتي مشران بې بدیله رول لري او د دواړو هېوادونو مشران نږدې اړيکې او خبرې ساتي.












