چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

تر ۷۶ ورځو وروسته، په ووهان ښار کې قرنطین لرې شو

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 8, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
تر ۷۶ ورځو وروسته، په ووهان ښار کې قرنطین لرې شو
2.8k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ووهان ښاري حکومتي ادارې د پرېکړې او حکم سره سم د هيواد له نورو برخو سره ددغه ښار د تګ راتګ ټولې ترانسپورټي لارې او وسيلې نن يعنې د بېجينګ پر وخت د اپريل د ۸ مې نېټې له صفر بجې څخه بېرته تر ډيره عادي حالت ته راوګرځېدلې او ټول عام وګړي کولی شي چې د خپل شين رنګ د روغتيايي ډاډمنتيا کوډ په ښودلو سره په منظم ډول په مختلفو ترانسپورټي وسيلو کې هر ځای ته چې وغواړي تللی شي. تر دې مخکې د هوبۍ ولايت د نورو سيمو لارې د مارچ په ۲۵مه نېټه د هيواد بېلابېلو برخو ته پرانيستل شوې وې.

د ۲۰۲۰کال د جنوري له ۲۳مې نېټې څخه د اپريل تر ۸مې نېټې پورې ووهان ښار د ۷۶ ورځو لپاره کلابند او تر قرنطين لاندې و.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا يو لوی زيری دی او له دې څخه څرګندېږي چې په ووهان ښار، هوبۍ ولايت او ان په ټول چين کې چې د کوويد–۱۹ (COVID-19) ويروس له امله ډېر ځپل شوی، د ويروس مخنيوی تر ډيره شوی او کنترول شوی دی او حالت يې بېرته د عادي کېدو په لوري روان دی، لېرې نه ده ډير ژر به عادي توليدات او ژوند خپل نورمال مسير ته راوګرځي.

د چين د روغتيا ملي کمېټې د خبر له مخې، د اپريل په ۴مه نېټه د چين د سترې برخې په ۳۱ ولايتونو او کورواکو سيمو کې د ۳۰ تنو په کوويد–۱۹ اخته کېدنې د تشخيص خبر ورکړی و په دې جمله کې ۲۵ تنه له بهر څخه چين ته راغلي و. تر همدې ورځې پورې په ووهان ښار کې ټولټال ۴۶۷۹۴ تنه ناروغانو درملنه بشپړه شوې جوړ شوي عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي، د دغه ښار په مختلفو روغتونو کې تر اوسه لا هم ۶۴۴ ناروغان پر دغه ويروس اخته او تر درملنې لاندې دي د ۲۶۴ تنو حالت سخت ښودل شوی دی. ويل کېږي چې د ووهان ښار او د هوبۍ ولايت قرنطين او کلابند کولو په چين کې د ويروس د سخت او چټک خپرېدا په مخنيوي کې خورا ستر او مهم رول درلودلی دی. د ”ساينس“ په نوم د نړۍ يوې مشهورې مجلې د مارچ په ۳۱مه نېټه د چين، امريکا او برېتانيا په شمول د ۲۲ هېوادونو ساينسپوهانو يو ګډ څېړنيز راپور خپور کړی. ددغه راپور پايله د ووهان ښار قرنطين او په چين کې د دولتي بيړني حالت عملي کېدل پر کوويد–۱۹ د اخته کېدو او ناروغانو شمېر په کمښت کې او په پای کې يې په مټ د ويروس د خپرېدا اندازې کمولو کې د پام وړ ستره او اغېزمنه ونډه ثابته ښودل شوې ده. ددغه راپور له مخې، د تېرې فبرورۍ مياشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د يادو جدي اقداماتو له امله په چين کې لږ تر لږه پر دې ويروس د يو لک انسانانو د اخته کېدنې مخنيوی شوی دی او په خوندي پاتې کېدو کې يې پام وړ تاثير درلودلی دی او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د دغه ويروس د سخت خپرېدا وخت په منځنۍ توګه ۲.۹۱ ورځې کم او تم کړل شوی دی. دغو اقداماتو څه باندې ۱۳۰چيني ښارونو له حالت سره مرسته کړې ده چې عمومي مساحت او نفوس يې د چين څه دپاسه نيمه برخه جوړوي.

ووهان ښار د چين يو ډېر لوی ښار دی چې نفوس يې له ۱۱مليونو وګړو څخه اوړي او د چين په منځنۍ برخه کې د يو مهم صنعتي ښار او ترانسپورټي محور په توګه بلل کېږي. د چين تر ټولو لوی سيند يعنې ”يانګ ځه“ سيند له همدې ښار څخه تېرېږي او ووهان ښار له شا وخوا ولايتونونو او ښارونو سره نښلوي. په ووهان کې د چين يو ډېر لوی او نامتو عالي تخنيکي صنعتي پارک هم موجود دی چې عمومي توليدي ارزښت يې له ۱۰۰۰ ميلياردو يوانو څخه اوړي. د اپريل تر ۲مې نېټې پورې په دغه صنعتي پارک کې څه باندې ۱۰ زرو تصديو خپل عادي کارونه دوباره پيل کړي دي. ځايي حکومتي ادارې د توليدي پانګو د سپما، د کرايې او مالياتو د کمولو، د څېړنيزو پانګو د برابرولو او د استخدامي فرصتونو زياتوالي د هڅونې په شمول زياتو برخو کې دغو تصديو ته مرستې برابرې کړې دي څو اوسنۍ او بيړنۍ ستونزې يې ليرې او حل شي. د دې تر څنګ ددغه ښار په دننه کې عمومي ترانسپورټي چارې د مارچ له ۲۸مې نېټې څخه ګام په ګام د عادي کېدو په حال کې دي چې د اپريل تر لومړۍ نېټې پورې د عمومي بسونو او مېترو کابو ۱۸۰ لينونه بېرته عادي او فعال شوي دي. عام خلک په عمومي بسونو يا مېترو کې د سپرېدلو پر وخت کې د خپل موبايل تلېفون په وسيله د يو بار کوډ په سکېن کولو سره کارکوونکو ته خپل شين رنګی د روغتيايي ډاډمنتيا کوډ ښيي، د شين رنګي روغتيايي ډاډمنتيا کوډ معنی دا ده چې اړوند شخص پر ويروس له اخته کسانو يا شکمنو پېښو سره هېڅ تماس نه لري.

که څه هم د ووهان ښار او هوبۍ ولايت کلابندي او قرنطين لېرې شوی، خو دا په دې معنی نه دي چې ویروس په ووهان يا هوبۍ ولايت کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او د ويروس پر وړاندې د مبارزې او د حالت د کنټرولولو په اړه د چين د مرکزي او ځايي حکومتي ادارو اقدامات نور پای ته رسېدلي دي. د چين د روغتيا ملي کمېټې د اړوندو شمېرو له مخې، په ووهان ښار کې د اپريل په لومړۍ او دوهمه نېټه په جلا جلا توګه پر ياد ويروس ۳۵ او ۵۱ تنو اخته کېدنې پېښې بيا ثبت شوي دي په دې ټولو کې د اخته کېدنې داسې هېڅ څرګندې نښې نه ليدل کېدې. نو ځکه د ووهان ښاري حکومتي ادارې د اپريل په ۳مه نېټه يعنې د کلابندۍ له لېرې کولو ۵ ورځې وړاندې په خپله وېبپاڼه کې د عامو خلکو استوګنيزو سيمو د عمومي دروازو د تړلو او د جدي څارنې په اړه خبرتيا خپره کړه. په دغه خبرتيا ويل شوي وو چې، په دې وروستيو څو ورځو کې ليدل کيږي چې د ښار په داخل کې د خلکو تګ راتګ زيات شوی، خو متأسفانه د عامو خلکو بيداري ورسره لږه او کمه شوې ده او مخ په زياتېدونکي کسان د هېواد له نورو برخو بېرته راستنېږي. دغه راز پر ويروس داسې نوي اخته کسان تشخيص شوي چې په بدن کې يې څرګندې د اخته کېدو هېڅ نښه نه ليدل کيږي او يا هم تر رغېدو وروسته يې يو ځل بيا د طبي معاينې نتيجه مثبته ښودل شوې ده. نو احتيات لازمي دي او په داسې حال کې د ويروس د دوباره خپرېدا خطر لا هم پر ځای دی او د حکومت پر غاړه دنده لا هم درنه ده. اوس د ووهان ښار د عامو خلکو د استوګنې په هرې ودانۍ کې چې ناروغان پکې شته يا نه، ټول مکلف دي چې د تېرې فبرورۍ مياشتې د پيل په شان دوباره جدي مقررات عملي کړي او تګ راتګ يې بايد تر څارنې لاندې اوسي. هغه اوسېدونکي چې هره ورځ کارونو ته ځي، بايد د استوګنيزو ودانيو دروازو کې د وتلو او ننوتلو په وخت کې خپل پېژند کارډ او د استوګنيزې سيمې سره تړلی اړوند سند کارکوونکو ته وښيي او د بدني تودوخې معاينه ومني. نور کسان له اجازې پرته له اړتيا له کورونو نه نشي وتلای.

هوبۍ ولايت د چين هغو لږ شمېر څو ولايتونو له ډلې يو دی چې ددې سترې عمومي روغتيايي پېښې په لومړۍ کرښه کې پروت و او د لومړۍ کچې غبرګون نښې نښانې لا هم تر اوسه په کې دي. ووهان ښار د دغه ويروس د خپرېدو پخوانی مرکز دی. که څه هم اوس يې حالت تر ډېره کنټرول شوی دی او د نويو اخته کسانو شمېر پکې تدريجي توګه د کمېدو په حال کې دی، خو کوويد—۱۹ لا تر اوسه د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د سخت او چټک خپرېدا په حال کې دی.

له بده مرغه لا تر اوسه د دغه ويروس په اړه دومره معلومات او پوهې په لاس کې نه شته، نو هر وخت موږ بايد ويښ او بيداره اوسو. که څه هم د عامو خلکو عادي کارونه، ژوند او توليد ورځ تر بلې د عادي کېدو په لوري ځي، خو د ویروس پر وړاندې بايد زموږ ټولو ويښتيا پر ځای وي. ددغه ويروس د خپرېدا له امله د خلکو په بدل شوي ژوند کې تاثيرات او شتون يې ممکن د تل لپاره په نړۍ کې پاتې وي.

Previous Post

ان بي سي نیوز: امریکا له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو ایستلو ګواښ کړی

Next Post

افغان حکومت د کډوالو په تړاو خپله طرحه ایران ته سپارلې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
افغان حکومت د کډوالو په تړاو خپله طرحه ایران ته سپارلې ده

افغان حکومت د کډوالو په تړاو خپله طرحه ایران ته سپارلې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

استرالیايي نظامیان: زموږ د تمې پر خلاف افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی

استرالیايي نظامیان: زموږ د تمې پر خلاف افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی

جون 1, 2021

Online Gambling Australia Ten Dollor Min

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved