خیریه موسسې وایي پر افغان حکومت ځينو محدودیتونو یې چارې ټکنۍ کړې دي. یوه کاناډايي موسسه وایي دوی له افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره هڅه کوي خو پر افغان لوري د محدودیتونو له امله یې دغه چاره له خنډ او ستونزو سره مخ ده. دوی وایي کاناډايي حکومت ددغه مرستو په لېږد کې همکاري نه ورسره کوي او تر څنګ یې ددې خبرداری هم ورکړی چې که په افغانستان کې کاناډايي موسسې مرسته کوي نو د قوانینو له مخې به جزايي کېږي او د ترهګرو ملګري به بلل کېږي. خیریه بنسټونو له کاناډا غوښتي چې د ۲۰۰۸ز کال دغه قانون تغیر کړي او اجازه ورکړي چې کاناډايي خیریه موسسې په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.











