سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

دايکنډي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 12, 2020
in راشه ورشه
0
دايکنډي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دايکنډي ولايت د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه يو دى، چې  ٩ کاله وړاندې د اروزګان ولايت يوه ولسوالي وه. دا ولايت د کابل لوېديځ ته په ٤٦٠ کيلومترۍ کې پروت دى، په سوېل– لوېديځ کې له اروزګان، په ختيځ کې له باميانو، په شمال کې له غور، په سوېل کې له غزني او په شمال– لوېديځ کې له هلمند ولايت سره ګډه پوله لري او دغه ولایت د سمندر له سطحې څخه ٢٤٠٠ متره لوړوالى لري.

دا ولايت چې له ٢٢ زرو کيلومترو څخه زيات پراخوالى او ٧٢٩ زره اټکلي نفوس لري، د لوړو غونډيو، غرونو، شنو جلګو، يخې او ګرمې هوا په درلودو سره د هېواد يو وروسته پاتې ولايت ګڼل کېږي، چې د واورو د سخت ورښت له امله يې نښلوونکې لارې په کال کې شپږ مياشتې د خلکو پر مخ تړلې وي.

You might also like

پروان

وردګ

غور

نيلي ښار د دې ولايت مرکز دى، چې نږدې ١٥٦ کلي او ٩٥ زره نفوس لري او پراخوالى يې ٧٨٠ کيلومتره مربع دى.

ولسوالۍ

دايکنډي د اداري سيسټم له اړخه پر ٩ اداري واحدونو وېشل شوى، چې ولسوالۍ يې له خدير، شهرستان، ميرامور، اشترلي، سنګ تخت وبندر، کيتي، کجران او ګيزاب څخه عبارت دي.

د دې ولايت استوګن له هزاره، پښتنو او بلوڅو څخه تشکيل شوي، چې له ٢٨٠٠ څخه زيات  کلي په کې اباد دي، خو د هزاره قوم شمېره په کې زياته ده.

د اوبو بندونه

په دغه ولايت کې هېڅ کوم د اوبو بند نشته، خو د هلمند، لذير او تج په نامه درې سيندونه ورڅخه تېرېږي، چې د اوبو د بندونو لپاره ښه ظرفيت لري.

دا چې دايکنډي ولایت په يوه غرنيزه سيمه کې پروت دى، نو له همدې امله تر اوسه په کې د اوبيزو بندونو جوړولو لپاره کوم اقدام نه دى شوى.

کلتور

په دغه ولايت کې ډېرې سيمه ييزې لوبې لکه نيزه بازي، اس ځغلونه، ملي اتڼ، پخته چيني، د نرانو او ښځو په برخه کې سيمه ييزې نڅاوې او د پيشپو په نامه لوبې دود دي.

پيشپو يوه دوديزه لوبه ده، چې د ښځو او نجونو لخوا تر ډېره په ډله ييز ډول تر سره کېږي او ملي اتڼ ته ورته ده. دا  لوبه يې يو ډول پخوانۍ محلي نڅا ده، چې د  هزاره جات په مرکزي سيمو کې دود وه. دا لوبه د محلي شعرونو له ويلو سره په ودونو کې اجرا کېږي.

د دايکنډي خلک خپلې ملي او مذهبي ورځې نمانځي او د اخترونو يا نوي کال په ورځو کې د يو بل کورونو ته ورځي.

د بادام ګل جشن هم د دغه ولايت له فرهنګي مراسمو څخه دى، چې هر کال د سلګونو کسانو لخوا چې بڼوال، فرهنګيان او سيمه ييز چارواکي په کې وي، نمانځل کېږي.

تاريخي ابدات

په دايکنډي ولايت کې تاريخي ابدات نشته، خو د نيلي– شهرستان  او ميرامور په اوږدو کې څو پياوړې کلاګانې شته، چې سلګونه کاله لرغونتوب لري، دا کلاګانې د کاروان سرايونو په نامه يادېږي او ښه بڼه لري.

ځينې اثار يې د خاورو له منځه هم پيدا شوي. د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو کې د اسلامي دورې په لسګونه قلمه مسکوکات د سنګ تخت ولسوالۍ له شيخ علي سيمې څخه هغه مهال تر لاسه شول، چې عام خلک د سړک پر جوړولو بوخت وو.

په دغو اثارو کې ٢٠٠ سکې، د نقرې درې ګوتې، د سرو زرو دوې ګوتې، د زمردو او مرجانو درې ټوټې شاملې وې چې ټول وزن يې ٦٦٠ ګرامه کېده او په يوه کوزه کې ځاى پر ځاى شوې وې.

په يوه سيکه باندې د( لا اله الاالله) کلمه هم ليکل شوې ده.

موزيم

په دغه ولایت کې نه موزيم شته او نه هم د ساتلو لپاره تاريخي اثار، که کله په کې کوم نيم تاريخي اثر له خاورو تر لاسه شي، نو کابل ته يې ملي موزيم ته استوي.

مشاهير

دايکنډي  ولايت د ډېرو مشاهيرو کور دى، چې له دې ډلې د ابراهيم ګاوسوار، محمد عظيم خان اشکار اباد، ملا خداداد، محمد حسين صادقي، مير يوسف بيګ،  نعيم خان، محمد کاظم افکاري، پهلوان نجف بيک  او پياوړي شاعر شاه ناطق سيد حليم شاه کجران نوم اخيستلى شو.

له دې ډلې هر يوه د خلکو په خدمت کې وخت  تېر کړى او د دوى په منځ کې يې نېک نومونه خپل کړي دي.

د شهرستان ولسوالۍ نظامي، د ميرامور محمد جان جوادي او د اشترلي ولسوالۍ حاجي محمد رحماني د دغه ولايت مشهور معاصر شاعران دي، چې د غزل، رباعي او حماسي شعرونو په برخه کې يې شاعري کړې ده.

رسنۍ

په دغه ولايت کې د رسنيو او مدني ټولنو شتون خورا پيکه دى. د ملي راډيو– ټلویزيون تر څنګ دوې سيمه ييزې راډيوګانې په کې ځنډنۍ خپرونې لري، چې د خپرنيز پوښښ ساحه يې يوازې تر نيلي بازار او شاوخوا سيمو پورې محدوده ده.

په چاپي خپرونو کې يې تر اوسه يوازې د نداى دايکنډي مهالنۍ دوې ګڼې، د اسمان دايکنډي مهالنۍ يوه ګڼه او د نسخه خطي په نامه اونيزې دوې ګڼې خپرې شوې دي. مطبعه، کتابپلورنځى، خبري رسنۍ او د ډله ييزو اړيکو وسيلې او مدني بنسټونه په کې کمرنګه دي.

په وروستيو کلونو کې لسګونو مدني او ټولنيزو بنسټونو په دې ولايت کې فعاليت پيل کړى، خو تر اوسه يې هم خپل ځاى نه دى موندلى.

پوهنه

په دې ولايت کې د يوه خصوصي پوهنتون تر څنګ، څلور شپنۍ لېسې، پنځه د کرنې او حسابدارۍ انسټېټيوټونه او د ١٩٠ لېسو په ګدوڼ، ٣٣٩ منځني او لومړني ښوونځي فعاليت لري.

د زده کوونکو شمېر يې ١٧١ زره تنه دى او څلور زره نور يې په پوهنتونونو او انسټېټيوټونو کې زده کړې کوي، چې ٤٤ سلنه يې نجونې دي.

د پوهنې په برخه کې يې له څلورو سوو زيات ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي خدمت کوي.

صنعت

په دغه ولايت کې د خامک دوزۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدنې، ټغر اوبدنې او خورجينونو جوړولو په څېر لاسي صنايع فعال دي، چې ډېره برخه يې د ښځو لخوا چمتو کېږي.

د دايکڼدي اوسېدونکي د پسونو د وړيو په رسېدو ټغر او غالۍ جوړوي او بيا يې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.

په دې وروستیو کې له کابل څخه هم د غالۍ اوبدنې ځينې مواد (نخ) دغه ولايت ته رسېدلي، چې د غالۍ اوبدنې سيمه ييز  ډول يې اغېزمن کړى او اوسېدونکو يې  د عصري قالينو جوړولو ته مخه کړې ده.

کرنه

د دايکنډي د خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، چې د دې ولايت له ٩٠ سلنې زيات وګړي يې بوخت کړي دي.

غنم، وربشې، جوار،  بادام او زردالو يې له عمده محصولاتو څخه شمېرل کېږي. د دې ولايت بادام له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي او په سلګونو بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي.

تېر کال يې د بادامو محصولات ٧٥٠٠ ټنو ته رسېدل، خو د کرنې د برخې چارواکي يې وړاندوينه کوي، چې د کمو اورښتونو او اوبو د کمښت له امله به په دې اندازه کې د پام وړ کمښت راشي.

د بادامو باغونه عموماً د دغه  ولايت په مرکز، شهرستان او ميرامور ولسواليو کې دي، چې د کفمل، کاغدي، ستاربايي او سنګک په نامه يادېږي او د حاصل ټولولو وخت يې منى دى.

سره له دې چې په دې ولايت کې غنم هم کرل کېږي، خو خلکو ته بسنه نه کوي او خپل خوراکي توکي لکه وريجې، غوړ، لوبيا، نخود او مۍ د کابل او غزني له بازارونو څخه تر لاسه کوي.

لوبې

په دايکنډي ولايت کې له ٢زرو څخه زيات ورزشکاران شته، چې د فوټبال، واليبال، شطرنج، منډې، د بدن ښکلا  او رزمي ورزشونو په برخه کې فعاليت کوي. رزمي ورزشونه يې  له کانګفو، موتاى، نيوفول، کانتک او تکواندو څخه عبارت دي.

هغه ښځې او نجونې چې د فوټبال، منډې او شطرنج په برخه کې يې وزرش ته مخه کړې، ٨٠ تنه کېږي.

سره له دې چې ١٠ خصوصي ورزشي کلپونه په دې ولايت کې فعاليت لري، خو په عمومي ډول د واليبال او فوټبال لپاره د جمنازيمونو لپاره امکانات نشته، چې ورزشکارانو ته يې ستونزې زیږولې دي.

حشمت الله نوري

Previous Post

د کابل ناامنۍ؛ چارواکي طالبانو ته کمپاین کوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
طالبانو او حکومت د غلو او جنایتکارانو پر وړاندې د جدي مبارزې خبر ورکړی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي

د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي

جولای 17, 2026
امریکا: یوازې د افغانانو په استازیتوب د جوړ شوي حکومت ملاتړ کوو

امریکا: یوازې د افغانانو په استازیتوب د جوړ شوي حکومت ملاتړ کوو

جون 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved