چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د ابن خلدون مقدمه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 19, 2020
in کتاب
0
د ابن خلدون مقدمه کتاب چاپ شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د «ابن خلدون مقدمه» کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي. په دې وروستيو کې ياد اثر پښتو ته ژباړل شوی، چاپ شوی او ژباړې يې په مارکېټ کې ګرم بازار موندلی دی. د دغه کتاب پښتو ژباړه تکړه او د لسګونو اثارو درلودونکي محمدزبیر شفیقي کړې ده، چې ټولټال نږدې په ۷۸۵ مخونو کې راټوله شوې ده.

دا اثر د ابن خلدون د تاریخ (کتاب العبر) مقدمه ده، چې په هغه کې پر مهمو موضوعاتو او مسايلو بحث شوی دی. کتاب العبر د نړۍ له مهمو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، چې په اوو ټوکونو کې لیکل شوی دی. د ابن خلدون مقدمه وروسته خورا مهمه او مشهوره شوه، ان د یوه مستقل اثر ځای یې ونيو.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د عبدالرحمن ابن خلدون د دغه مهم تاریخي او علمي اثر ژباړن، زبير شفيقي وايي، ياد اثر يې د ۱۴ مياشتو په اوږدو کې پښتو ته را ژباړلی، چې د ژباړې پر مهال په‌کې له خورا عجيبو موضوعاتو سره مخ شوی دی.

د دغه اثر مطالعه په اوسني عصر کې بېل کيف او اغېز لري. پکار خو دا وه چې دا اثر وړاندې پښتو ته را ژباړل شوی وای، ځکه چې په اروپا کې په تحصیلي نصاب او اکاډميکو مرکزونو کې دقيقه سرچينه شمېرل کېږي.

زبير شفيقي زياتوي، د ابن خلدون مقدمه د علومو يوه ټولګه ده، دا علمي او تاریخي اثر د عبدالرحمن ابن خلدون یوه څېړنیزه، تحلیلي او تنقیدي هڅه ده چې د خپل وخت حکومتونه، علوم او فنون یې په‌کې تر نظر تېر کړي دي.

ښاغلی شفيقي وايي، د ابن خلدون په دغه اثر کې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، ټولنیزو اړیکو، تر نجوم او ستوریو پېژندلو پورې، د نړۍ د مذاهبو، تر لویو امپراتوریو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاریخ لوړې ژورې، علوم او اړیکې په داسې بڼه لیکل شوې چې لوستونکي د لیکوال پر نبوغ اعتراف او فکر ته هڅوي.

د ابن خلدون مقدمې اثر یوه ستره ښېګنه دا بلل کېږي، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري، بلکې لا هم په لوېدیځ کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه ده.

د اکسوس کتابپلورنځي مسوول صفي الله ناصري وايي، زموږ تخنيکي ټيم ډېر وړاندې د دې کتاب د ژباړې په اړه سلا وکړه او بالاخره څو ورځې د مخه ياد کتاب په ۷۸۵ مخونو کې چاپ شو. دی وايي، که څه هم دا کتاب په نورو ژبو کې په دوو ټوکونو کې چاپ شوی، خو پښتو ژباړه يې په يوه ټوک کې په دوو برخو او ۴۰ فصلونو کې راټوله شوې ده.

ښاغلی ناصري زياتوي، کتاب په لوړ کیفیت چاپ شوی، وړاندې له چاپ څخه يې مينوالو دلچسپي ښودلې وه او په تېرو څو ورځو کې پر کابل سربېره د هېواد ډېرو ولايتونو ته رسېدلی دی.

د دې کتاب ژباړه له اردو، فارسي او انګليسي شوې، خو په ډېرو برخو کې له اصلي متن سره سر ورکړل شوی، نو ځکه خو یې ژبه ډېره روانه او ښکلې ده.

د ابن خلدون مقدمه د شرق د تاریخ او د شرقي فرهنګ په اړه بډای اثر دی. موږ دې ته متوجه کوي چې اسلامي هېوادونه په تېره شرق څومره غني فرهنګ او تمدن درلود او څنګه اوس له زوال سره مخ شوی دی. د تاریخ لوستل تل درس راکوي، نو د ابن خلدون مقدمه مهم تاریخي درس دی.

عبدالرحمن ابن خلدون د مهمو شاهانو په دربار کې ناسته ولاړه لرله، هر څه یې وکتل او ټولو تاریخي اسنادو ته یې لاس‌رسی درلود. په لومړي سر کې یې پر تېرو مشهورو تاریخ لیکوالو نقد وکړ، د دوی اثارو ته یې ګوته ونیوه او وروسته یې د مسایلو حقایق بیان کړل. د ابن خلدون مقدمه د حقایقو پر همدې پيدا کولو بحث کوي. ابن خلدون پکې خپل نظریات، د پېښو تیاره اړخونه او اړوند مسایل بیان کړي دي. د شرق مهمې تاریخي پېښې، د مسلمانانو حکومتونه، له غیر مسلمانو هېوادونو سره جګړې، تمدن، پرمختګونه، علوم، فنون، هنرونه، روایتونه او په ځینو مواردو کې یې د مسایلو پراخ تحلیل وړاندې کړی دی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

شي جين پېنګ: د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم

Next Post

پر وي چټ بندیز د آیفون خرڅلاو ٪۳۰ کمولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
پر وي چټ بندیز د آیفون خرڅلاو ٪۳۰ کمولی شي

پر وي چټ بندیز د آیفون خرڅلاو ٪۳۰ کمولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

دایکنډي کې د پاتو ولسوالۍ مقام ته نوې ودانۍ جوړیږي

دایکنډي کې د پاتو ولسوالۍ مقام ته نوې ودانۍ جوړیږي

جولای 20, 2025
ننګرهار کې د ډوبې شوې کښتۍ د ۸ تنو جسدونه موندل شوي

ننګرهار کې د ډوبې شوې کښتۍ د ۸ تنو جسدونه موندل شوي

جون 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved