په ارزګان کې سلګونه کسانو د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د ارزګان ولایت سلګونه مدني فعالانو، دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو، ښځو او محصلینو په یوه لویه غونډه کې له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې روانه جګړه پای ته ورسول شي او اوربند دې رامنځ ته شي. د ارزګان ولسونو په دې لویه ولسي غونډه کې پر سوله او دایمي اوربند ټینګار کړی دی. دوی روانه جګړه د ټولو اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو خلاف بللې ده او ژر تر ژره یې ددغه خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. ارزګان یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو شلو کلونو کې جګړې سخت ځپلی دی او د پراخو مالي زیانونو تر څنګ یې په دغه ولایت کې درانه مالي تلفات اړولي دي. د ارزګان ولسونو تر دې وړاندې هم په ځلونو د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.











