چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د «استقامت، مبارزې او بریا» کتاب په اړه څو خبرې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د «استقامت، مبارزې او بریا» کتاب په اړه څو خبرې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پند لرونکې جملې، پخواني متلونه، کلیوالي داستانونه او افسانې هغه شتمني ده چې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي او موږ پرته له دې چې یو د بل رنګ، ملیت، مذهب او قومي پولې په پام کې ونیسو، یو له بل سره مو وصلوي. یا دا چې دغه داستانونه مختلفې موضوعګانې لري او هره یوه یې زموږ لپاره یوه سر لاره او بېلګه ده.

د دغو پخوانیو او پند لرونکو کیسو ټولیز مفهوم څه دی؟ زموږ د ډېرو لپاره دا کیسې د نورو له تجربو څخه د ګټې اخیستلو او په خپل ژوند کې د دغو تجربو د کارولو په مانا دي. سکاټلنډي لیکوال «سامویل اسمایلز» د بریالیتوب په اړه خپل لومړنی کتاب په ۱۸۵۹ ز کال کې خپور کړ. دغه کتاب چې ځانګړی نوم یې «له ځان سره مرسته کول» وو، د «ناپېلیون هېل» او «اوریسون سوت ماردن» لپاره یې د دې زمینه برابره کړه، څو په دې برخه کې لیکنې وکړي او له همدې لارې د خلکو ذهنیت د بریا لور ته وهڅوي. ناپېلیون هېل د بریالیتوب د خوځښت بنسټګر او د همدې برخې یو نوموتی لیکوال دی. هغه د بریالیتوب د جامع او هر اړخیزې فلسفې په تړاو ګڼ کتابونه لیکلي دي. نوموړي وروسته له هغې دا کار پیل کړ چې له ځان سره د مرستې کولو په اړه یې د مشهورو او غوره بېلګو، لکه اندرو کارنګي، توماس اډیسن، هنري فورډ… د ژوند په اړه مطالعې تر سره کړې. دا هغه کسان وو چې په مختلفو لارو او وسایلو سره یې وکولای شول خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره یو له بل سره ورته رسالت په پوره بریالیتوب سره سرته ورسوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د وروستیو ۱۵۰ کلونو په اوږدو کې د بریالیتوب د لارې فیلسوفانو او پوهانو دا ثابته کړه چې د ټولو لویو او کوچنیو بریاوو اساسي او بنسټیزه کلۍ له «استقامت او مبارزې» پرته بل څه نه دي. همدا استقامت او مبارزه وه چې «جورج ګوتالز» ته یې د دې توان ورکړ، څو د «پانامې کانال» له ځلونو ناکامۍ وروسته له سره جوړ کړي او پر خپلو پښو یې ودروي. همدغه استقامت او مبارزه وه چې اډیسن ته یې د دې توان ورکړ، چې برېښایي ګروپ اختراع کړي. همدغه استقامت او مبارزه وه چې «ابراهام لېنکلن» ته یې انګېزه ورکړه چې له بیا بیا ماتو، کاري ناکامیو او په ټاکنو کې له اته ځله ماتې سره سره، وکولای شي چې د امریکا ولسمشر شي.

ناپېلیون هېل لیکي: «د هغه لاملونو له ډلې څخه چې ډېری بریالي کسان تر څلوېښت کلنۍ مخکې بریالیتوب ته نه رسېږي، یو دا دی چې دوی باید په ژوند کې له ګڼو ماتو او ځورېدنو سره مخ شي، ګڼ خنډونه له منځه یوسي او د اړینې پوهې او تجربې له لاسته راوړلو وروسته بریالیتوب او شتمني ترلاسه کړي».

پر دې اساس، یوازې هغه کسان کولای شي په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي چې استقامت او مبارزه ولري او له ماتو څخه د وېرېدو پر ځای ترې درس او زده کړه ترلاسه کړي.

کله مې چې د استقامت او مبارزې کتاب لوست، د هغه ماشوم په فکر کې شوم چې پنځوس  کاله مخکې مې پېژانده. نوم یې «سکاټ شاور» وو. هغه زما د ماشومتوب د لوبو ملګری و او کېدای شي چې د نړۍ د کرکجنو ماشومانو له ډلې څخه و. یوه ورځ زموږ تېرې او زیاتې خبرې زموږ تر منځ د دعوې او شخړې لامل شوې. په شاوخوا کې زموږ د خلاصون لپاره هېڅوک نه وو، نو تر هغه مو چې په وس او توان کې وو، شخړه مو وکړه. زه له هغه څخه یو څه لوی او پیاوړی وم او تر هغه مې چې کولای شوای، وهل مې ورکړل! خو هر ځل به چې سکاټ پر ځمکه ولوېد، بیا به را پورته کېده او پر ما به یې حمله کوله.

شونډې یې وینې شوې وې، پر مخ یې اوښکې روانې وې او جامې یې هم شکېدلې وې، خو له دې هر څه سربېره یې بیا هم د غبرګون ښودلو هڅه کوله. د هغه غوسه تر بل هر ځل زیاتېده او له ځمکې څخه به راپورته کېده. کله چې د وروستي ځل لپاره له ځمکې را پورته شو، لاس مې ورکړ او ورته ومې ویل: «سکاټه، تا وګټله!» هغه ماته وکتل، تندی یې وغوړېد او لاس یې راکړ. موږ تر څو تېرو  کلونو پورې یو د بل نږدې ملګري وو.

د استقامت او مبارزې کتاب د سکاټ په څېر کسانو له ګڼو  کیسو ډک دی. د هغو نارینه او ښځو له کیسو ډک دی چې ماتو ته نه دي تسلیم شوي. دغه کتاب ډېر جذاب دی او د ناپېلیون هېل بنسټ د نورو کتابونو پر سبک ولاړ لیکل شوی دی. دا کتاب د ګڼو  نورو په څېر له ځانه سره ساده توب، جذابیت او مثبت فکر لېږدوي او د هغه کسانو د داستانونو په درلودلو سره چې په غوره بڼه یې زموږ نړۍ ته بدلون ورکړی، زموږ لپاره د ژور او ګټور فکر کولو انګېزه او اجازه راکوي. دغه کسان هغه رهبران دي چې د بریالیتوب پر لور یې ځانګړې او لارښود لاره پرانیستې ده چې موږ هم کولای شو همدغه مسیر وڅارو او بریا ته ورسېږو. کېدای شي زموږ موخې د هغوی له موخو سره توپیر ولري او یا زموږ ماتې د هغوی له ماتو او ناکامیو سره هېڅ ورته والی ونه لري، خو د هغوی د ژوند طرز او تګلاره زموږ لپاره بېلګه او الهام بښونکې ده. د هغوی د تګلارو په څارلو او عملي کولو سره کولای شو چې د خپلې بریا او لاسته راوړنو پر لور ګام واخلو.

دغه کتاب د بریالیتوب په اړه ثابت شوي اصول او قوانین بیانوي. هغه اصول او لارښوونې چې پوهانو او مشهورو کسانو تجربه کړي او د خپل ژوند له لوړو ژورو څخه یې د قیمتي ډبرو په څېر یو یو را ټول کړی دی. د دغو خلکو د ژوند داستان موږ ته را زده کوي چې که خپلو ټاکلو موخو ته د استقامت او مبارزې له لارې د عمل جامه ور واغوندو، له شک پرته چې لویه او نه ماتېدونکې بریا زموږ په برخه ده. دغه لارښوونې او داستانونه موږ ته را زده کوي چې ماتې او ناکامۍ باید بریالیتوب ته د رسېدو لپاره د نوو فرصتونو او لارو په مانا تعبیر کړو.

دغه کتاب د یو بریالي ژوند درلودلو لپاره هغه ځلېدونکې کلۍ ده چې اړینه ده د کتابونو له منځه یې را واخلو، ویې لولو او بیا یې هم ولولو. دا کتاب همغه پیاوړې معجزه ده چې له موخو څخه لاس اخیستل او لاس په سر کېدل مو بریا ته د رسېدلو پر هیله او ارزو بدلوي. که غواړی پوه شی چې ولې ناپېلیون هېل وایي چې: «ډېری لویو او بریالیو کسانو خپله بریا له ماتې او ناکامۍ څخه یوه مرحله وروسته لاسته راوړې ده.» نو دغه کتاب ولولئ.

خلاصه دا چې که غواړی رښتینې بریا لاسته راوړی، د لوی انسان کېدو لپاره اړینې لارښوونې خپلې کړی، پر خپلو موخو تمرکز وکړی او بریا ته د رسېدو لپاره له ځان سره پیاوړې ژمنه وکړی، اړینه ده چې یو بالښت تر سر لاندې کېږدی، پښې مو پر دېوال تکیه کړئ، دغه کتاب را واخلئ او یو ځل بیا یې په پوره غور سره ولولئ. بریا ستاسو په تمه ده.

Previous Post

منګولیا

Next Post

ماشومان مو کتابتون ته در سره بوځئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ماشومان مو کتابتون ته در سره بوځئ

ماشومان مو کتابتون ته در سره بوځئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين به له پاکستان سره يو ځای د اقتصادي دهليز پروژه په لوړ کيفيت اباده کړي

چين به له پاکستان سره يو ځای د اقتصادي دهليز پروژه په لوړ کيفيت اباده کړي

اگست 18, 2022
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

اپریل 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved