چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د اسیا زړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 16, 2020
in کتاب
0
د اسیا زړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سیا زړه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د معرفي په اړه لیکل شوی کتاب دی. کتاب، لیکوال او د پوهنتون استاد حشمت الله نوري لیکلی دی. نوموړي په سپوږمۍ راډیو کې د (راشه ورشه) په نامه معلوماتي خپرونه لرله، چې په هغه کې یې د یوه ولایت بشپړه معرفي کوله. په دې مانا چې په هره خپرونه کې یو ولایت، د هغه ولسوالۍ، فرهنګ، فولکلور، ځانګړي دودونه، موسیقي، مشهور اشخاص، تاریخي سیمې، سیندونه، کانونه او په لنډه توګه هر هغه څه معرفي شوي چې له لوستونکي سره د یوه ولایت په ښه پېژندګلوۍ کې مرسته کوي.

تر دې وړاندې هم داسې کتابونه چاپ شوي دي، خو د اسیا زړه هم د همدې کتابونو په لړ کې یوه هڅه ده. د علمي او معلوماتي کتابونو ډېروالی هېڅ زیان نه لري، بلکې د علمي سرچینو د ډېرېدو سبب ګرځي. کتاب په ښه او روانه ژبه لیکل شوی دی او کسیه ییزه بڼه یې لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتي. دا کتاب د هر چا لپاره په درد خوري، په تېره د هغو کسانو لپاره چې غواړي د افغانستان د ولایتونو په اړه معلومات ولري او یا ولایتونو ته په سفرونو بوخت وي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د کتاب لیکوال هڅه کړې چې د کتاب معلومات دقیق وي. سره له دې چې د ولایتونو په اړه ځينې معلومات بدلېدونکي دي، لکه نفوس، بودیجه، لګښتونه یا دې ته ورته نور موارد، خو په دغه کتاب کې یې د لیکلو تر مودې پورې وروستي معلومات او ارقام ځای پر ځای شوي دي.

په ټوله کې دا کتاب لوستونکو ته د افغانستان د جغرافیې، ولایتونو، ولسوالیو، تاریخي ځایونو، مشاهیرو، طبیعي زېرمو، دودونو او فرهنګ په اړه وروستي معلومات ورکوي. د کتاب لیکوال د یاد کتاب په سریزه کې وايي: «هېڅوک له سفر څخه وروسته هغه  شخص نه راستنېږي، کوم چې په لومړي سر کې و. له نوو کلتورونو او خلکو سره اشنا کېدل به ستاسو په ژوند کې ډېر بدلون راولي او بېرته خپل کور ته له ستنېدلو وروسته به یو ښه لیدلوری ولری. د بېلابېلو ټولنیزو، کلتوري، صنعتي او مذهبي دودونو پېژندنه او له پالونکو سره یې له نږدې کتل به ستاسې ذهني لرلید ډېر پراخ کړي.

وايي، که غواړی چې په پوره مانا یو ځیرک او هوښیار کس جوړ شی، د زده کړو ترڅنګ سفر وکړئ.  تاسې به د سفر پر مهال ډېر هغه څه زده کړی او له ډېر هغو نالیدلو سره به مخ شی چې تاسې له دې مخکې هېڅ نه دي لیدلي. دا سفر او د هغه ځای په اړه پوره معلومات به نه یوازې دا چې ستاسې تجربې به پخې کړي؛ بلکې ستاسې په ژوند کې به یو ژور بدلون هم راولي، هغه بدلون چې اغېز به یې ستاسې لپاره حیاتي ارزښت ولري.

موږ په همدې موخه چې هم مو په پوره مانا خپل هېواد پېژندلی وي او هم په هغه کې له شته تاریخي، کلتوري، دودیزو، مذهبي او عنعنوي کتلورونو سره ښه اشنا شوي وو، دا کتاب لیکلی دی، څو هر ولایت او تاریخي سیمې ته له تلو مخکې مو د هغه  په اړه یو څه معلومات تر لاسه کړي وي».

په ټوله کې د دغه کتاب لوستل د ټولو لپاره ګټور او اړین دي، تر څو وکولی شي چې د خپل هېواد له جغرافیې، نفوس، فرهنګ، د خلکو له دودونو او ژوند څخه خبر شي. یاد کتاب اکسوس کتاب پلورنځي په ۱۸۲ مخونو کې په ښه کیفیت چاپ کړی، مینه وال یې په کابل کې له اکسوس او نورو کتابپلورنځیو ترلاسه کولی شي.

Previous Post

امریکا او افغان حکومت اوسنی تاوتریخوالی بوږنوونکی بولي او د کمېدو غوښتنه یې کوي

Next Post

کرنې وزارت: روان کال په پکتیا کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
کرنې وزارت: روان کال په پکتیا کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي

کرنې وزارت: روان کال په پکتیا کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبان:هیله لرو ټرمپ له کرونا بشپړ روغ او ټاکنې وګټي

طالبان:هیله لرو ټرمپ له کرونا بشپړ روغ او ټاکنې وګټي

اکتوبر 11, 2020
ستره محکمه: تېر کال له ۱۸۵ زرو زیاتې دوسیې حل شوي دي

ستره محکمه: تېر کال له ۱۸۵ زرو زیاتې دوسیې حل شوي دي

سپتمبر 18, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved