چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان سره د چين د  مرستو لړۍ روانه ده

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان سره د چين د  مرستو لړۍ روانه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نومبر پر ۲۰ نېټه یو ځانګړی بار وړونکی اورګاډی چې په کښې زرټنه مرستندويه توکي بار وه، د چين دشینجیانگ د اروموچي ښار له وو شي سټېشن څخه د افغانستان په لور وخوځيد او د اټکل له مخې به تر ۱۲ ورځو وروسته د افغانستان مزار شريف ته ورسیږي. دغه اورګاډي پنځوس کانتينرونه لري او د ژمي لپاره د پنبه يي جامي، بوټانو او کمپليو په شمول اړین توکي بار شوي دي. په دغه سړه ژمی کې دغه توکي نه یوازې افغان خلکو ته ګرمي ورکوي بلکې ورڅخه د چين مسؤلانه بڼه هم ښکاري.

چين تل خپلې کړې ژمنې پوره کوي او له افغانستان سره د کومک ژمنه تل ياديږي. د روان کال په اګست کې امريکايي پوځ په پوره توګه له افغانستان څخه وتلي او طالبان واک ته رسيدلی چې له امله يې د افغانستان وضعيت په نړۍ کې د  انديښنې وړ دی. تر هغه وروسته په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې، د  امريکايي ډالرو په مقابل کې د افغاني تبادلوي ارزښت کم شوی، د پيسو پاړسوب او له بانکونو څخه د نغدي پيسو د ايستلو ستونزې رامنځته شوې دي. د يادو مشکلاتو د موجودیت له امله په افغانستان کې بې وزلي حالت سخت شوی دی. د اقتصادي او بشري بحران پر وړاندې طالبانو څو ځلې له نړيوالې ټولنې څخه له دغه هېواد سره د مرستو غوښتنه وکړه تر څو افغانستان له ستونزو څخه ځان وژغوري. د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه چین تل د څه باندې دېرشو مليونو افغانانو ژوند او اړتياوو ته ډېره پاملرنه کړې او د سپتمبر پر ۸ نېته يې ژمنه کړې چې د افغانانو  له اړتياوو سره سم افغانستان ته د دوو سوو مليونو يوانو په ارزښت بېړني بشري توکي ولیږي او تر خپلې وسې پورې د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې له دې هېواد سره مرسته وکړي.  چين نه يوازې یاده ژمنه کړې بلکې دغه ژمنه يې هم پوره کړې ده.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د خپلې ژمنې د ور کولو په شلمه ورځ کې د چين د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه د کابل هوايي ډګر ته ليږدول شوې ده. تر هغه وروسته له افغانانو سره د مرستې لپاره چين د مرستندويه توکو د ليږدولو لپاره دوهم اورګاډی ترتيب کړ. دا درېیم اورګاډی دی چې له افغانستان سره د مرستندويه توکو د ليږدولو لپاره له شينجيانګ څخه د دغه هېواد پر لور روان دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د دوو سوو ملیونو يوانو په ارزښت په مرستندويه توکو کې د ژمي اړين توکي په پوره توګه افغانستان ته لیږدول شوي دي او پنځه زره ټنه غلې دانې به هم ژر افغانستان ته وليږدول شي.

افغانستان ته د ژوند د اړتيا وړ توکو د برابرولو ترڅنګ چين هم د جلغوزیو د هوايي ډهليز له لارې له دغه هېواد سره سوداګريز تګ راتګ اعاده کړی تر څو د دوی اوسنی اقتصادي بحران لېری کړي.د نومبر پر لومړۍ نېټه ۴۵ ټنه جلغوزي له کابل څخه د چين شانګهای ته لیږدول شوي چې ۲۶ مه ټنه يې په دې ښار کې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې په دوو ساعتو کې پلورل شوي دي.ډېرو چینايانو ويلي چې افغانان له ستونزو سره مخ دي، نو مونږ بايد له هغوی سره مرسته وکړو. د چين حکومت او چينايانو د خپلو رښتينو عملونو له لارې له افغانستان سره د مرستو ژمنې پوره کړې چې ور څخه د يو لوی هېواد په توګه د چين مسولاڼه رويه ښکاري.

د دې ترڅنګ مونږ هم د امریکا کړنې ته پاملرنه کوو. له افغانستان څخه د امریکايي پوځ تر وتلو وروسته د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به ۶۴ مليونه امریکايي ډالره بشري مرستې وکړي. خو ډېرو افغان ملګرو زمونږ په فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې امريکا تر اوسه پورې هېڅ مرستې نه دې کړي. تر هغه وروسته د دې هېواد د بهرنيو  چارو وزير بلينکن بيا اعلان کړی چې له افغانستان سره به ۱۴۴ مليونه امریکايی ډالره بشري مرستې وکړي. خو تر اوسه پورې يې دغه ژمنې نه دې پوره کړې. د دې ترڅنګ دوی لاهم د افغانستان سرمایه کنګل کړې ده. ولی افغانستان کې اوسنی بحران رامنځته شوی؟ لامل یې له امریکا سره نژدې تړاو لري او امریکا بايد د اوسني بحران پړه پر غاړه واخلي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي تر څو د افغانانو ستونزې لېرې او حل شي.

Previous Post

د امريکا بنديزونو افغانان سخت زيانمن کړي

Next Post

د سپوږمۍ څار خپرونه | د ا.ا.ا سل ورځنی مزل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سپوږمۍ څار خپرونه | د ا.ا.ا سل ورځنی مزل

د سپوږمۍ څار خپرونه | د ا.ا.ا سل ورځنی مزل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

اپریل 20, 2026
محرم اسناد: ښایي د برېتانوي ځواکونو حضور دوام وکړي

محرم اسناد: ښایي د برېتانوي ځواکونو حضور دوام وکړي

جون 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved