چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان ارزښت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 9, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان ارزښت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټاکل شوې چې “د نومبر په لسمه” د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرتابه شورا ۲۰مه غونډه تر سره شي او د چين رسمي سرچينو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د دولت رييس به په ياده غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړي.

شانګهای همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د سيمه ييز امنيت د ساتلو په موخه جوړ شو، اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی نړيوال سازمان دی چې د اړوندو هېوادونو د وګړو عمومي شمېر درې اعشاريه يو میلياردو ته رسېږي او عمومي مساحت يې له ارام سمندر تر اتلانتيک پورې پراخوالی لري.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغانستان ته د شانګهای همکارۍ سازمان اهميت د کومې اړتيا له مخې؟

که په دې بحث وکړو چې ولې افغانستان ته د شانګهای همکارۍ سازمان اهميت لري؟ ښايي ځواب يې ډېر تفصيل ته اړتيا ولري، خو دلته يې په لنډ ډول څو لاملونو ته اشاره کوو:

په عمومي توګه ويلای شوو چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د سيمې د مهمو هېوادونو غړيتوب او په افغانستان کې د امريکا دوه مخې لوبه؛ دوه هغه لوی او مهم دلايل دي چې افغان دولت د شانګهای همکارۍ سازمان ته پر اهميت قايل دی.

الف؛ چين، روسيه، قزاقستان، قرغېزستان، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او هند د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي چې يا له افغانستان سره ګډې پولې لري او يا هم افغانستان ته ډېر نږدې پراته دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې په هره غونډه کې د افغانستان مسئلې ته پاملرنه شوې، داسې چې په ډېری خپرو شويو اعلاميو او سندونو کې د افغانستان مسئله ځانګړی ځای لري.

افغان حکومت هم د سيمې پر موضوعاتو د شانګهای د همکارۍ سازمان اغېزه درک کوي، نو ځکه دغه سازمان ته پر ارزښت قايل دی او له ۲۰۰۴ کال راهيسې يې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې په بېلابېلو غونډو کې د ګډون لپاره استازي يا پلاوي لېږلي دي.

د ۲۰۰۵ کال په نومبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان ارتباطي ګروپ جوړ شو، بيا په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان د ياد نړيوال سازمان ناظر هېواد ګرځېدلی او په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان رسماً په دغه سازمان کې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړ.

ب؛ په افغانستان کې د امريکا له متضادو سياستونو او کړنو داسې ښکاري چې دغه هېواد يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دی او همدا وجه ده چې سياستونه يې ژر ژر بدلوي.

په دې مانا چې دوی له کلونو راهيسې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور ساتلو په موخه زياتې پيسې مصرف کړې او د تش په نامه نړيوال پوليس رول په لوبولو سره يې له افغان حکومت سره پوځي مرستې کړې او له بلې خوا  بيا په ناڅاپي توګه له افغانستان څخه د پوځيانو وتلو پرېکړه کوي.

که څه هم حقيقت دا دی چې امريکا په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې نامه ښکاري او اوس امريکايي سياستوال حيران دي چې کومه لار انتخاب کړي؛ که له افغانستان څخه پوځيان وباسي او ميدان پرېږدي، نو په ميلياردونو د مصرف شوو ډالرو برخليک به څه کېږي؟ او که پاتې کېږي، نو نورو لګښتونو ته اړتيا لري.

د امريکا حکومت د روان کال په اپرېل کې له طالبانو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ او اعلان يې وکړ چې د ۲۰۲۱ کال له مې مياشت مخکې به له افغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.

بېلابېلو افغان لوريو هماغه وخت د دې هوکړه ليک په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د دوی په باور له افغانستان څخه په بیړه د بهرنيو پوځيانو وتل ممکن په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

که څه هم په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې، خو هېڅوک نه پوهېږي چې آيا امريکا به د افغانستان په اړه خپله راتلونکې تګلاره څنګه وټاکي؟

د افغانستان په اړه د امريکايي سياستوالو متضاد سياستونه هغه ټکي دي چې شانګهای همکارۍ سازمان ته د افغان حکومت تمه زياتوي.

 امريکا له افغانستان سره څه باندې لس زره کيلومتره واټن لري، خو د شانګهای همکارۍ سازمان په همدې سيمه کې دی او د سيمې پر حالاتو زيات اغېز لري.

ډېری بانفوذه افغان شخصيتونه د دغه هېواد په امنيت کې د سيمې هېوادونو رول مهم ګڼي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې دمخه په يوه اړونده غونډه کې وويل، چې د سيمې هېوادونه د افغانستان د سولې بهير او بيارغونه کې رغنده رول لري، برعکس د افغانستان سوله او ثبات د سيمې پر سمسورتيا او پرمختګ هم ډېره اغېزه کوي، نو ځکه افغانستان بايد ژر د شانګهای همکارۍ سازمان رسمي غړيتوب تر لاسه کړي. د افغانستان مختلفو خواوو هم دا هيله ښودلې چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې د دغه هېواد د سولې بهير په پرمخبيولو، ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد مبارزه کې مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان امنيت او ثبات د سيمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی او د دغه هېواد نا امنۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلابېلو غړو هېوادونو پر پرمختګ مستقيمه اغېزه کولای شي.

پر دې سربېره، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د اړوندو هېوادونو تر منځ د متقابل پيوستون د تر سره کېدو لپاره يوه مهمه څلور لار ده.

نو ځکه له تېرو څو کلونو راهيسې د شانګهای همکارۍ سازمان افغانستان ته ډ‌ېره پاملرنه کوي.

د ۲۰۱۷ کال په جون کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په وړانديز د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د ارطباتي ګروپ د بيا فعالېدو په اړه توافق ته ورسېدل. د همدې کال په اکټوبر او د ۲۰۱۸ کال په مې کې ياد ارطباتي ګروپ په مسکو او بېجينګ کې د مرستيالو بهرنیو چارو وزيرانو دوې غونډې جوړې کړې دي. د ۲۰۱۸ کال په جون کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو شورا په چينګداو غونډه کې په خاصه توګه د افغانستان مسئلې ته متوجه شوي دي. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ دې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې دې د افغانستان ارطباتي ګروپ خپل رول ولوبوي او د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې بهير دې پرمخ بوځي.

 د چينګداو په اعلاميه کې راغلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به په دوامداره توګه د سياسي بهير د پرمخ بيولو، د ملي امنيت د ساتلو، اقتصادي پرمختګ د موندلو او ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد مبارزې په ګډون ځینو نورو برخو کې له افغان حکومت او خلکو څخه ملاتړ وکړي.

له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا افغان حکومت تل په شانګهای همکارۍ سازمان کې د رسمي ګډون په هڅه کې دی، څو افغان سياستوالو هم په مختلفو نړيوالو ډګرونو کې دا هيله څرګنده کړې. روسانو په شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان له غړيتوب څخه ملاتړ څرګند کړی، خو ويلي يې دي چې په ياد نړيوال سازمان کې د شاملېدو لپاره د افغانستان پر وړاندې اوږده لار پرته ده. شک نشته چې دغه سازمان د افغانستان مسئله خپله مسئله ګڼي او د افغانستان په اړه د نړيوالې همکارۍ  یو ډیر مهم ډګر به هم وګرځي.

 لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Previous Post

د اذربایجان لومړی وزیر: د ارمانیا له اوسنیو چارواکو سره سوله امکان نه لري

Next Post

م،م او ایران؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
م،م او ایران؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې

م،م او ایران؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسټین: له امریکا د دفاع په موخه مو افغانستان ته ځواکونه لیږلي وو

اسټین: له امریکا د دفاع په موخه مو افغانستان ته ځواکونه لیږلي وو

اگست 31, 2022

د شي جين پينګ د لیکنوغورچاڼ (لومړی او دوهم ټوک) په څلورو ژبو چاپ او خپور شو

جون 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved