د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي پاکستان، قطر او سعودي عربستان ته سفر کړی او د دغو هېوادونو له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شيایونګ د سعودي عربستان، قطر او پاکستان په بلنه د اګست له ٣٠ نېټې څخه د سپټمبر تر اتمې پورې دغو هېوادونو ته سفر کړی او د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره يې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو او د سرپرست حکومت له استازو سره هم کتلي دي.












