چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان وضعیت پر کومه روان دی؟

لیکنه: احمد مدثر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان وضعیت پر کومه روان دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د امریکا له شل کلن حضور وروسته نن ورځ افغانستان په ستره ناامنۍ کې ښکېل دی. امریکایان ځانونه بریالي ګڼي، دوی وایي چې له القاعدې او تروریزم سره مبارزه وشوه او بریا مو تر لاسه کړه؛ خو واقعیت دا دی چې افغانستان پر القاعده سربېره نن نږدې کوم د شلو تروریستي شبکو کوربه دی. په لسګونه زره افغانان ووژل شول، له مخدره موادو سره مبارزه ونه شوه او متوازن انکشاف خو هېڅ تر سترګو نه شو. د بهرنیو په همکارۍ نه یوه سیاسي اجماع رامنځته شوه او نه هم بنسټیزې چارې تر سره شوې.

بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې وتل پیل کړل او اوس یې ژمنه کړې چې د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې دا بهیر بشپړوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا په داسې حال کې بشپړېږي چې افغانستان له سختو ننګونو سره مخ دی. بهرنۍ لاسوهنې نه کنټرولېږي او متحد ایالات پر خپل تعهد نه ودرېږي.

په تېره دا یوه میاشت کې طالبانو د جګړې له رسمي اعلان پرته ډېرې ولسوالۍ نیولې او د حکومت لخوا هم اکثریت له مقاومت پرته ورتسلیم شوې دي.

دا جګړه یوه تحمیلي او نیابتي جګړه ده چې تحمیل یې دا دی، چې د افغانستان برخلیک پرې نه دی تړلی؛ بلکې ګټه یې یو ځل بیا لوبغاړو ته ورځي.

نیابتي په دې ده چې طالبان د پاکستان د پوځ په استازیتوب افغان پوځ کمزوری او که یې وس ورسي منحل کوي یې.

اوس داسې ویل کېږي چې امریکا خپله ماته نه مني او د دې تحقق په موخه او همدارنګه دلته د دوی کوم حضور چې د سیمې د لوبغاړو په خاطر و، دا به وي چې دوی به نږدې ټول جنوب له ښارونو پرته طالبانو ته وروسپاري او طالبان به هڅه کوي چې په ټول افغانستان حاکم شي؛ خو دوی به په شمال کې مبارزه کوي، افغان حکومت او ملېشې به ورسره جګړه کوي او د وخت په تېرېدو به په شمال کې داعش پیاوړی شي او د طالبانو مبارزه به نوره هم وننګوي.

افغان حکومت به ډېر کمزوری شي، یوازې به کابل او د لویو ښارونو په مرکزونو لړزانده تسلط ولري. کمزوری حکومت به په شمال کې د امریکا نظامي ملاتړ ته اړتیا ومومي او روسیه به هم د داعش د مهارولو په موخه لېوالتیا وښیي او شاید روسیه سربخود او په شمال کې د داعش مرکزونه په نښه کړي.

حدس وهل کېږي چې کندوز به د داعشیانو لپاره یو مهم مرکز وي او ممکن جګړې ته د بلک واټر پښه هم داخله شي.

د بلک واټر مشر ډېر مخکې ټرمپ ته دا اندېښنه ښودلې وه چې که ووځی، نو ممکن د امریکا په سفارت په کابل کې د داعش یا امارت بیرغ راځوړند ووینی.

دا غمیزه به نږدې شپږ تر لس کاله وخت ونیسي. د دې هدف به دا وي چې لومړی نړۍ ته دا ثابته کړي چې دا جګړه امریکا ګټلې، افغانانو امریکا نه ده ماته کړې، که طالبانو ماته کړې وی؛ خو په ټول افغانستان به حاکم شوي وی، نو دا کله د منلو ده چې امریکا داسې یو څوک ماته کړي چې یو کمزوری دولت نشي نیولی او طالبان به له ملېشو وروسته ډېره اوږده جګړه له داعش سره ولري او ماتې به یې ناممکنه وي.

افغان حکومت ته پکار ده چې رښتیني متحدین ومومي، له کورنیو اړخونو سره د تفاهم ژبه وکاروي او له توطیو پرده پورته کړي.

Previous Post

پلان شوې جګړه او بې پلانه سوله‎‎

Next Post

له ګرمۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له ګرمۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

له ګرمۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین ویلي له افغانستان خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي

چین ویلي له افغانستان خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي

مې 18, 2021
میدان وردګو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

میدان وردګو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

سپتمبر 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved