چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان کوچني جلغوزي او د چين لوی بازار

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان کوچني جلغوزي او د چين لوی بازار

د چين مېډيا ګروپ خبريالانې غوټۍ او  وانګ بينګ بينګ او د سوداګريزو خبرتياوو مشهور کوربه لي جيا چي د نومبر د ۶ مې نېټې په شپه د ۲۰۲۱ م کال د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چينايانو ته د افغان جلغوزو د ورپېژندلو په حال کې دي.

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين مېډيا ګروپ خبريالانو غوټۍ او وانګ بينګ بينګ او  د چين د انلاين سوداګريزو اعلانونو مشهور وياند لي جيا چي د نړۍ په درېيم لوی پولي مرکز او د چين په ختيځ  ښار  شانګهای کې د بېجينګ پر وخت د نومبر د شپږمې نېټې په شپه  په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې  خلکو ته د افغانستان، جاپان، تايلنډ او څو نورو اسيايي او افريقايي هېوادونو ۲۳ ډوله غوره توليدات او محصولات وروپېژندل.

 په دغه فيسټيوال کې د پلور لپاره   ۲۶ټنه افغان جلغوزي وړاندې شوي وو، چې يوازې په دوو ساعتونو کې ټول وپلورل شول او  په يادو ۲۳ډولو توليداتو او محصولاتو کې تر ټولو ښه د هرکلي وړ  وګرځېدل.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه وه او د چين مېډيا ګروپ  او د اسيايي او افريقايي هېوادونو د يو شمېر ارګانونو لخوا په ګډه جوړ شوی  و.

د ياد نندارتون  او وياندويانو شهرت او له غوره توليداتو سره د چينايانو  شوق د دې سبب شو، چې په دغه درې ساعتني انلاين فيسټيوال کې ټول چمتو شوي توليدات او محصولات وپلور شي. د دې انلاين فيسټيوال  دکتوونکو شمېر ۴۲ ميليونه  او په دې فيسټيوال کې د پلورل شوو توکو عمومي ارزښت ۶۰ ميليونه يوانه (کابو ۹ ميليونه او ۳۷۸ زره ډالره) ښودل شوی دی.

No description available.

وياندويان خلکو ته د افغان جلغوزو د ورپېژندلو په حال کې دي

په دغه فيسټيوال کې وړاندې شوي اسيايي او افريقايي توليدات او محصولات  ډېر ښه وپلورل شول او د چين په لوی بازار کې يې نومونه په چټکۍ خواره شول.

چينايان افغان جلغوزي ډېر خوښوي، ځکه ښه خوند لري.

 د افغانستان جلغوزي به پخوا لومړی پاکستان ته ليږدول کېدل او  بيا به چين ته رسيدل او د چين په مارکيټ کې به د پاکستان د لويديځې برخې د جلغوزو په نوم خرڅېدل، چې په چيني ژبه کې په لنډه توګه (با سي ) تلفظ کيږي چې (با) د پاکستان او (سي) د لويديځ معنا لري.  دا چې برازيل هم په چيني ژبه کې ( باسي ) تلفظ کيږي، نو ځکه ډېری چينايان په تېروتنې سره افغان جلغوزي د برازيل جلغوزي بولي.

No description available.

په دې فيسټيوال کې يوه وېډيو خپره شوه او چينايانو ته پکې د افغان جلغوزو ښه حاصلات ننداره شول

د چين او افغانستان د اړوندو ادارو تر ګډو هڅو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي مالونو د ليږدراليږد هوايي دهليز په ۲۰۱۸م کال کې پرانيستل شو او هغه مهال په لومړي ځل ۲۰ ټنه افغان جلغوزي د ځانګړې الوتکې له لارې چين ته وليږدل شول.

د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ او د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراخېدو سره اوس د افغانستان زعفرانو او څو نورو غوره محصولاتو هم د چين لوی مارکيټ ته لار موندلې ده. د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې وياندویانو خلکو ته پدې اړه معلومات ورکړل او يوه وېډيو يې هم خپره کړه، چې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې په پکتيا ولايت کې اخيستل شوې او د جلغوزو ښه حاصلات په کې ليدل کيږي.

 دغې ويډيو ډېری چيني کتوونکي حيران کړل ، چې (با سي) جلغوزي د برازيل نه، بلکې د ګاونډي افغانستان دي.

د چين ميډيا ګروپ  وياندې غوټۍ  د انلاين فيسټيوال کتوونکو ته وويل، چې سږکال په افغانستان کې د جلغوزو ښه حاصلات شوي، خو د کرونا وبا او په دغه هيواد کې د سياسي بدلون او ځينو نورو لاملونو له امله يې پلور له ستونزو سره مخ شوی او له دې کبله ښايي ډېری افغان بزګران او بڼوالان پيسې ونه لري او و به نه توانيږي ، چې د روان سوړ ژمي د تېرولو لپاره د سوند مواد او خوراکي توکي واخلي.

No description available.

په دې انلاين فيسټيوال کې يوه وېډيو خپره شوه، چې د افغان جلغوزو ښه حاصلات پکې ليدل کيږي

جلغوزي د افغانستان له غوره صادراتي محصولاتو څخه دي او د دې هيواد د ځينو سيمو ډېری خلک د جلغوزو د راټولولو او پروسېس په چارو لګيا دي.

له دغه انلاين فيسټيوال څخه  پنځه ورځې وړاندې، يعنې د نومبر په لومړۍ نېټه له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چین ته ورسېدل.  دا د اګست له ۱۵ مې نېټې راپدېخوا، چې په افغانستان کې لوی تحول راغلی، لومړی ځل دی چې د هوايي دهليز له لارې له دغه هيواد څخه بهر ته صادرات کيږي.

په داسې حال کې چې امريکا د افغانستان شتمني کنګل کړې، له دغه هيواد سره ډېرې بهرنۍ مرستندويې پروژې ځنډېدلي، د افغانستان اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له ډېرو ستزنزو سره مخ شوی او بشري ناورين پکې ورځ تر بلې سختيږي، نو چين ته د يادو افغان جلغوزو صادرات د افغانستان لپاره ډېر اهميت لري.

No description available.

په کابل کې د چين د سفير وانګ يو ټويټرپاڼې

په کابل کې د چين لوی سفير وانګ يو پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې کوچني جغلوزي افغانانو ته نيکمرغي رسوي او چينايانو ته ښه خوند ورکوي او د جلغوزو هوايي دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پُل دی.

اوس دغه جلغوزي چې د هوايي دهليز له لارې له افغانستان څخه تازه چين ته رسېدلي، نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو نوی پرمختګ يې انعکاس کړی، بلکې له نورو غوره اسيايي او افريقايي توليداتو او محصولاتو سره يې په ياد فيسټيوال کې د چين د لوی او پرانيستي بازار جذابيت هم احساس کړی او څرګنده کړې يې ده، چې چين نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ورکوي .

No description available.

ښاغلی يحيی خان ځندراڼ د چين مېډيا  ګروپ له سي سي ټي وي تلويزيون سره د مرکې په حال کې

د افغانستان د جلغوزو اتحاديې رئيس يحيی خان  ځدراڼ د چين مېډيا ګروپ ته مننليک  ليږلی او پکې يې ويلي دي، چې  نن ورځ افغانستان د بل هر وخت په پرتلې د تاريخ په حساس پړاو کې قرار لري، نو په دې پړاو کې د ګاونډيو او سیمو هېوادونو ملاتړ د افغانانو لپاره تر هرڅه  ډېر فوق العاده اهميت لري، دا هغه ټکی دی، چې د ملتونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل کيږي.

No description available.

د چين مېډيا ګروپ ته د افغانستان د جلغوزو اتحاديې مننليک

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې لومړی نندارتون دی، چې وارداتو ته پکې بازار موندنه کيږي. دغه نندارتون په لومړي ځل ۲۰۱۸م کال کې جوړ او اوس هر کال يو ځل ترسره کيږي او د بهرنيو سوداګرو لپاره د چين لوی بازار ته د تګ دروازه بلل کيږي.

No description available.
افغان سوداګر له سي سي ټي وي سره د مرکې پر مهال هيله څرګنده کړه، چې د جلغوزو د پلورلو لپاره زيات فرصتونه پيدا شي

د  تېرکال په نړيوال وارداتي نندارتون کې بېلابېلو ګډون کوونکو تصديو د ۷۲ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګريز قراردادونه لاسليک کړل، چې د وړم کال د نندارتون په پرتله ٪۲.۱ زياتوالی ښيي.

له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د ترسره شوو درېيو نندارتونو پر مهال د لاسليک شوو قراردادونو عمومي ارزښت کابو۲۰۱ میليارډه او ۶۰۰ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.

 په سږني نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو ګډون کړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سږني نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې چين د ورخلاصون تګلارو په رڼا کې ډېر پرمختګونه کړي  او هيله يې وښوده، چې نور هېوادونه هم د چين د ورخلاصون له تګلارې څخه ګټې واخلي.  نوموړي  ژمنه وکړه، چې چين به د ورخلاصون هڅو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ زيات فرصتونه شريک کړي.

چين يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري ،چې پکې ۴۰۰ ميليونه تنه د منځني عايد لرونکي دي. که چين په مداومه توګه له نورو سره خپل بازار شريک کړي، نو دغه لوی بازار به له شک پرته د نورو هېوادونو د عامو خلکو لپاره ډېر ګټور وي!

Previous Post

له افغانانو سره همکاري نه کول، د نړیوالو لپاره شرم دی

Next Post

ایران: امریکا دې تړون ته تر راګرځېدو مخکې بندیزونه ختم کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ایران: امریکا دې تړون ته تر راګرځېدو مخکې بندیزونه ختم کړي

ایران: امریکا دې تړون ته تر راګرځېدو مخکې بندیزونه ختم کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان الف کرکټ لوبډله نن له انګلستان سره یوه تمریناتي لوبه پيلوي

افغان الف کرکټ لوبډله نن له انګلستان سره یوه تمریناتي لوبه پيلوي

دسمبر 3, 2023
د شل کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله سبا له ترکمنستان سره لوبه کوي

د شل کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله سبا له ترکمنستان سره لوبه کوي

مې 11, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved