د امريکا د نړيوالې سوداګرۍ محکمې په يوه سند کې ويلي، چې د دغه هېواد د ډيموکرات ګوند په مشرۍ ۲۵ ايالتونو د اګست په ۳مې نېټې محکمې ته د ټرمپ د حکومت د تعرفو د هغه اقدام په اړه دعوا کړې، چې د مجبورۍ کار په پلمه يې د ۶۰ هېوادونو او سيمو پر محصولاتو تعرفې وضع کړې دي.
دوی ياد اقدام د ټرمپ له صلاحيت پورته او د امريکا د سوداګرۍ له اړوندو قوانينو سره په ټکر کې بللی او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
دوی له محکمې دا هم غوښتي، چې د ټرمپ دغه اقدام دې د قضا د قوانينو په رڼا کې وځنډوي.












