چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د امریکايي ځواکونو چټک وتل او د یوې خونړۍ څپې وېره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 15, 2020
in تبصرې
0
د امریکايي ځواکونو چټک وتل او د یوې خونړۍ څپې وېره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستان څخه به بېړنۍ توګه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بحثونه لا هم ګرم دي او داسې ښکاري چې ټرمپ په دې تړاو خپله ژمنه عملي کوي. د امریکا د دفاع وزارت ټوله هغه رهبري بدله شوه چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د وتلو مخالفت کاوه او پر ځای یې داسې رهبري راغله چې غواړي په چټکۍ سره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم امریکا ته غوښتل شوی چې د ځواکونو د چټک وتلو پر لارو چارو مشورې او پرېکړې وکړي. ټرمپ غواړي چې د جنورۍ تر ۲۰مې د خپلو پوځیانو شمېر تر دوو زورو پورې را کم کړي.

پخوا په دې اړه شکونه وو چې امریکا به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو اوس دا یقیني ښکاري چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او امریکايي چارواکي غواړي د افغانستان جګړه د خپل ځان لپاره ختمه کړي. د امریکايي ځواکونو وتل که له یوه اړه یو مثبت او ښه ګام دی، خو له بله اړخه دا د جدې اندېښنې وړ ده چې د امریکايي ځواکونو له حضور وروسته افغانستان به له څه ډول برخلیک سره مخ وي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په داسې وخت کې چټک کېږي چې د افغانستان د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده او هېڅ پرمختګ پکې نشته. له بده مرغه نه یوازې دا چې د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده، بلکې جګړې او وژنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. داسې ښکارېږي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د یوې بلې جګړې په لټه کې دي. له همدې امله مرموزې وژنې، مېلشه جوړونې او د سولې ضد کارونه په چټکۍ سره روان دي.

که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د ښکېلو اړخونو ترمنځ په سوله او جوړجاړي کې مهم پرمختګ ونه شي، نو جګړې به لا زیاتې شي او موږ به له سخت ناوړه حالت سره مخ شو. له بده مرغه په کابل کې د واک او څوکۍ لېوني مینان او هاخوا ته ضدي طالبان د هغه څه په اړه اندېښنه نه کوي چې ولس ورسره مخ کېدونکی دی. په حکومت کې واکمن فکر کوي چې د خپلو سیمه‌ییز او ځینو نورو متحدینو په مرسته لا هم جګړه کولی شي او ځینې سیمې له طالبانو ساتلی شي. په دې ډول دوی فکر کوي چې واکمني یې غځېږي. له بله اړخه طالبان فکر کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دوی لا زیاتې سیمې لاندې کولی شي او آن اوسنی حکومت سقوط کولی شي. دا چې دواړه لوري دا کارونه کولی شي او که نه، جلا بحث دی، خو له بده مرغه له دواړو سره دا اندېښنه نشته چې د دوی دغه ارمانونه به د زرګونو افغانانو ویني تویې کړي، افغانستان به په پوره مانا یوې کورنۍ جګړې ته ولاړ شي، ډېر انسانان به ووژل شي، ډېر به بې کوره شي او افغانان به له بې سارو بدو حالتونو سره مخ شي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې د خپلو ارمانونو پر ځای د ولس د خوندیتوب، ارمانونو او عزت په اړه فکر وکړي. دوی باید له دې موقع استفاده وکړي، د سولې خبرې باید پیل شي. له دې پرته د وینو او وژنو یوه لویه څپه را روانه ده او دواړه اړخونه به بیا له دې کبله د الله تعالی او خلکو پر وړاندې مسوول وي.

Previous Post

د پاکستاني او هندي ځواکونو نښته کې ۱۳ کسان وژل شوي

Next Post

په واشنګټن کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو پر سر ناندرۍ روانې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په واشنګټن کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو پر سر ناندرۍ روانې دي

په واشنګټن کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو پر سر ناندرۍ روانې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين په نوي ډول صنعتي کېدو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

چين په نوي ډول صنعتي کېدو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

سپتمبر 10, 2025
جنوبي سوډان؛ د یوې الوتکې نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

جنوبي سوډان؛ د یوې الوتکې نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

جنوري 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved