د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه تاتارستاني شرکت سره د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو او د زمرد سای بلاک د انعطافمنونکي تولیدي مرکز د جوړولو په موخه دوه هوکړې لاسلیک کړې دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د امو دریا نفتي حوزې اړوند د څارنې او مشورتي خدمتونو قرارداد د یوه کال لپاره دی او ارزښت یې شاوخوا ۲.۸ میلیونه ډالره ښودل شوی دی. د دغه تړون موخه د نفتو د استخراج د کچې لوړول او د اړوندو فعالیتونو لا پیاوړتیا بلل شوې ده. د وزارت په وینا، د زمرد سای بلاک د تولیدي مرکز د جوړولو پروژه به په اتو میاشتو کې بشپړه شي او له فعالېدو وروسته به هره ورځ د شاوخوا ۲ زره ټنه نفتو د پروسس وړتیا ولري.












