د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. اقتصادي معاونیت ویلي، په دې کتنه کې د سیمې پر وضعیت، ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخو کې د افغانستان پر پرمختګونو او بهرنیو شرکتونو ته د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي. خلیلزاد ویلي، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخو کې، پانګونې ته لېوالتیا لري. برادر د بهرنیو شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ا.ا پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د هغوی د همکارۍ او ملاتړ لپاره چمتو دی.












