د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. په راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې پنځم ښودل شوی چې ازبکستان ورسره تر ټولو ډېره سوداګري کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزي وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له محدودېدو وروسته افغان سوداګرو له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړې دي.













