د کاپیسا د مرکز محمودراقي اړوند د «ګلدان چوک» په سیمه کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پليلارو او ویالو جوړولو پروژه پیل شوې ده. ټاکل شوې دغه پروژه په درېیو میاشتو کې بشپړه شي. د محمودراقي ښاروالۍ مسوولان وايي، د پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې هم ښه شي او ۲۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. دا پروژه په داسې حال کې پیلېږي چې افغانستان د زیربنايي پروژو د پلي کولو لپاره له مالي کمښت سره مخ دی او ګڼې پراختیايي پروژې د نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ عملي کېږي.













