د پنجشېر ځايي ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې روان کال د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زیات شوي دي. د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضلالله دیوبند ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې ۶۷۰ مټریک ټنه بادام راټول شوي، چې تېر کال دغه کچه ۶۲۰ مټریک ټنه وه. د نوموړي په وینا، اوس مهال په پنجشېر کې پر ۲۳۵ هکټاره ځمکه د بادامو نیالګي کرل شوي دي. ځايي چارواکي د حاصلاتو د زیاتوالي لامل له بڼوالو ملاتړ او د افتونو د مخنیوي پروګرامونه بولي. د پنجشېر بادام د لوړ کیفیت او ښه خوند له امله په کور دننه او بهر بازارونو کې هم پېرودونکي لري.













