د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په شیخعلي کلي کې د ۱۶۰ کیلوولټامپیر ټرانسفارمر په نصب او فعالولو سره شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا زمینه برابره شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت ۱.۸ میلیونه افغانۍ دی او د هېواد لرې پرتو سیمو ته د برېښنا شبکې د غځولو په موخه پلې شوې ده.














