د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په هېواد کې د جنایي جرمونو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده. نوموړي په هرات کې یوې غونډې ته ویلي، د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو د کښت کچه ۹۵ سلنه کمه شوې او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې هم جدي اقدامات روان دي. قانع وایي، له ۹۵ سلنې ډېر امنیتي ځواکونه په یونیفورم سمبال شوي او د امنیتي ځواکونو د تجهیز، تنظیم او مسلکي کېدو بهیر لا هم دوام لري.













