چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د اولمپیک لوبو نوی شعار د سولې د ساتلو په برخه کې د ټولې نړۍ ګډ نيت ښيي

ليکواله : د چين ميډيا ګروپ خبرياله غوټۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 25, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د اولمپیک لوبو نوی شعار د سولې د ساتلو په برخه کې د ټولې نړۍ ګډ نيت ښيي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اولمپيک ۳۲مې دورې دوبنۍ نړيوالې لوبې د جولای پر ۲۳مه نېټه د جاپان په توکيو ښار کې پېل شوې. دغه لوبې د اولمپيک په تاريخ کې ځانګړې دوره ده، چې د کورنا وبا له امله يې د تر سره کېدو وخت يو کال ځنډېدلی و. د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس ټوماس باچ څو ورځې مخکې د دغو لوبو د ارزښت د يادونې پر مهال وويل، چې د اولمپيک لوبې همېشه د نړۍ د يووالي سبب ګرځي. د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو د اولمپيک کمېټو د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د پناه وړونکو له پلاوي سره يو ځای د يو هېواد د يو ښار د لوبغاړيو په يو کلي کې راغونډېږي. بر سېره پردې، د کرونا وبا پر وړاندې د مختلفو هېوادونو د لوبغاړیو راغونډول او د دغو لوبو تر سره کول تاريخي ارزښت هم لري، چې ټولو لوبغاړو، چارواکو او اړوند کارکوونکو د دې لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

No description available.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د توکيو د اولمپيک لوبو د پرانيستلو په وخت کې مو دلته په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د کلتور او تاريخي اثارو د شورا غړي او د اولمپيک کلتور له خپروونکي هوه کون سره مرکه وکړه. هغه له ۲۰۱۲م کال څخه يا په تېرو نهو کلونو کې د ۲۶ هېوادونو له ۴۷ ښارونو څخه ليدنې کړي او ياد ښارونه د اولمپيک د ژمنيو، دوبنيو او ځوانانو نړيوالو لوبو کوربه ښارونه پاتې شوي دي. بر سېره پردې، نوموړي د اولمپيک د څو دورو مشالونه ليږدولي او د اولمپيک لوبو د يادګارۍ توکي يې راغونډ کړي دي. بل د یادونې وړ ټکی دا دی، چې د ده مېرمنې په اولمپيک لوبو کې دوه ځله د تکواندو په مسابقو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. د اولمپيک کلتور او روحيې د يادونې په وخت کې يې وويل، چې د ښاغلي کوپيرټين له قوله د اولمپيک مرکزي مفکوره سوله ده. ځکه چې يوازې د سولې د مفکورې په رڼا کې نورې غوښتنې پوره کېدلای شي؛ نو د اولمپيک د نړيوالې کمېټې آخري نيت او دنده د سولې په چاپيريال کې يوه ښايسته نړۍ جوړول دي، چې په دغه نړۍ کې به هر کس شرافت ولري.

مخکې تر دې، چې د توکيو د اولمپيک نړيولې لوبې پېل شي، د اولمپيک نړيوالې کمېټې په خپلې ۱۳۸مې عمومي غونډې کې پريکړه وکړه، چې د اولمپيک شعار نوی کړي او پر لا چټکتيا، لا لوړتيا او لاغښتليتوب کليمو سره یې د يووالي کلېمه هم ور زياته کړه. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کورنا وبا له ننګونو سره مخامخ ده، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا سرعت ورو دی او په ځينو سيمو کې شخړې او کشالې روانې دي، په دغه شعار کې د يووالي کليمې زياتوالی نه يوازې د اولمپيک روحيې پراخې کړې، بلکې په اوسنۍ زمانه کې د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د نړيوالو ګډ باور او ټينګ هوډ څرګندېږي.

پيري دې کوبيرټين(Pierre De Coubertin) چې د عصري اولمپيک پلار يادیږي، په ۱۸۹۴م کال کې یعنې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د جوړېدو په وخت کې د لا چټکتيا، لا لوړتيا او لا غښتليتوب په نوم د اولمپيک شعار وټاکه. له هغه وخت څخه تر سلو کلونو زيات وخت تېر شوی، اوس په دغه شعار کې د يووالي کليمه ځای شوه، چې دا د پياوړتيا، دوستۍ، درناوي او يووالي په نوم د اولمپيک روحيې پراخوي او خپروي. ښاغلي هوه کون د اولمپيک د نوي شعار د يادونې په وخت کې وويل، چې رښتیا دا ده، کله چې ښاغلي کوپيرټين په ۱۹۱۴م کال کې ټولې نړۍ ته د اولمپيک پنځه دايرې وښودلې، ارزښت يې څرګندېد، چې ټوله نړۍ دې يووالی وساتي او پنځه لويې وچې دې ونښلول شي. د بېلو رنګونو، بېلو جنسونو، بېلو عمرونو او بېلو قومونو کسان بايد په ګډه د اولمپيک چارو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. نو دا يو ميراث، يو پل او يوه نوې مانا ده.

کابو دوه سوه ورځې وروسته به د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک لوبې په رسمي توګه پرانيستل شي. په هم هغه وخت کې به د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو غوره لوبغاړي بېجينګ ته راشي. بېجينګ د افغانستان د اولمپيک په تاريخ کې هم د یادونې وړ ښار دی، چې په ۲۰۰۸م کال کې د افغانستان لوبغاړي روح الله نيکپای د تکواندو د نارينه وو د ۵۸ کيلوګرامو په درجه مسابقو کې مسي مډال تر لاسه کړ او دا د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لومړی مډال هم و؛ نو ويل کېږي چې بېجينګ د افغانستان د لوبغاړو لپاره نيکمرغه ځای دی. ښاغلي هوه کون د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د خپرونکي پلاوي د غړي په توګه د افغانستان دوستانو ته بلنه ورکړه. هغه وويل، چې زه په دې تمه يم، چې افغان لوبغاړي د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو کې برخه واخلي او له خوشحالي فضا څخه خوند واخلي. زه په دې پوهېږم، چې د افغانستان خلک د سوله ييز او ازاد تګ راتګ په تمه دي. تاريخ دا ثابتوي، چې افغانستان يو ټينګ قوم دی. روحيې يې د اولمپيک مفکورې ته ورته والی لري. په عين وخت کې زه هيله لرم چې په افغانستان کې سوله او ملي روغه جوړه ژر تر ژره راشي او خلک په لا سوله ييز او پراخ چاپيريال کې ژوند وکړي. د افغانستان ځوانان به په ازاده توګه له سپورټ څخه خوند واخلي.

د الوت پر مهال کوترې، د اولمپيک لوبو مشال او يو له بل سره نښلول شوې د اولمپيک پنځه دايرې ټول د سولې نښې بلل کېږي. کله چې د مختلفو هېوادونو او سيمو لوبغاړي توکيو ته رسېدل، د دوی له کړنو څخه د اولمپيک هغه روحيې څرګندېده، چې نړیوال دې د ستونزو او ننګونو د ليرې کولو لپاره يووالی وساتي!

Previous Post

امریکا: د سولې یوازینۍ لار سیاسي توافق ته رسېدل دي

Next Post

د امریکا ددفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د چټکتیا مخنیوی وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د امریکا ددفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د چټکتیا مخنیوی وکړي

د امریکا ددفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د چټکتیا مخنیوی وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بېکارۍ کمونې په موخه کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

د بېکارۍ کمونې په موخه کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

مې 5, 2024
وېسټ: د اړیکو عادي کېدو لپاره دې کابل بنسټیز ګامونه پورته کړي

وېسټ: د اړیکو عادي کېدو لپاره دې کابل بنسټیز ګامونه پورته کړي

مارچ 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved