د ا.ا.ا چارواکي وایي چې ټول هېوادونه ځانګړې توګه امریکا دې د افغانستان پر هوایي حریم له تېري څخه په کلکه ډډه وکړي. چارواکو ټینګار کړی دی چې امریکا باید پر هغه ژمنو عمل وکړي چې په دوحه کې یې د ا.ا.ا سره کړې دي. باختر اژانس د چارواکو له قوله ویلي چې هېوادونه د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو دولتونو د اراضي او هوایي حاکمیت یواځیني مالکان وي نو ا.ا د یواځیني حقوقي شخصیت په توګه د افغانستان د ځمکني او هوایي حریم ساتونکی دی، خو امریکا په دې وروستیو کې د ټولو نړیوالو حقونو او قوانینو پر خلاف له خپلو کړو ژمنو سرغړونه کړې ده. هغوی زیاتوي چې د امریکا ډرون الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم تېری کړی دی او دا سرغړونې باید هر څه ژر اصلاح شي. امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.












