د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د بشري وضعیت د عادي کېدو لپاره خپلې سترې ونډې ته دوام ورکوي. موږ په منظم ډول پراخه بشري مرسته برابروو. تازه مرستې – شاوخوا ۱۷۰ ټنه د غنمو اوړه دي، چې د روسیې د بیړنيو حوادثو د وزارت له لارې رالیږل شوي. دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام په بسپنه کې زموږ ونډه ده – زموږ اضافي چنده ده.












