چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

د بریالي ژوند لپاره دغه عادتونه خپل کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2020
in روغتیا او ژوند
0
د بریالي ژوند لپاره دغه عادتونه خپل کړئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ټولو انسانانو یوه غوښتنه د بریالي او ښه ژوند تجربه کول او ورته رسېدل دي، خو دا هر څه خپلې کړنلارې لري چې باید عملي یې کړئ، څو موخې ته ورسېږی. له ځان سره فکر وکړئ چې د کوم کار کول مو په ژوند کې بنیادي بدلون را ولي، هر یو یې چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.

له دې کاره وروسته درته یوه د یاداښت کتابچه جوړه کړئ او د هغو کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړئ، چې باید تر سره یې کړی. د دریو میاشتو کارونه مو داسې تنظیم کړئ چې د اړینوالي له مخې یې په کټه‌ګوريو ووېشئ.

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

د بېلګې په توګه، لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ، له هغې وروسته اونۍ او هغه کارونه چې ډېر اړین دي، همدا نن ورځ یې تر سره کړئ. هره شپه باید د سبا لپاره ورځنی مهالوېش ولری.

هره شپه باید له خپل ځان سره قول او وعده وکړئ، چې سهار له خوبه پورته شوې له اوداسه او لمانځه وروسته لومړی باید مهم او اړین کارونه تر سره کړی. له ځانه مو دغه عادتونه لرې کړئ چې سهار له خوبه پورته شی او له ځان سره ووایی:  «نن ولا چندان جوړ نه یم، دا کارونه به سبا ته پرېږدم.» یا دا چې لومړی باید مسیجونه او ایمیلونه چک کړم او بیا د مهالوېش له مخې په هغو کارونو پسې ورسېږم چې ډېر درته مهم دي. ځان ته ووایئ: «یو قانون شته، هغه هم دا چې هره ورځ بې له کومې استثنا څخه لومړی باید مهم کارونه تر سره کړم.»

د بېلګې په توګه، سبا له یوه مهم کس سره د لیدلو وعده لری. په ذهن کې مو داسې تصویر جوړ کړئ چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه به مو ډېر ښه پر مخ ځي او له خپلو ټولو کړنو به ډېر راضي یاستی. یا دا چې سبا غواړی څو مختلفو ځایونو ته لاړ شی، ځان مو داسې عیار کړئ چې هر یوه ته په خپل وخت رسیدګۍ وکړای شی او د دې کارونو د تر سره کولو لپاره مو ځان تر خپله وسه تشویق کړئ. په دې سره به مو خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو تر سره کولو ته تیاری ولری. داسې چې ان د خوب پر وخت به مو هم خپل لومړني کارونه تر سره کړي وي او داسې به ښکاری چې په خوب کې به هم فعالیت کوی.

فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره ډېر وخت په نظر کې ونیسی او یا یې په اړه ډېر فکر وکړی، دا کړنه به دې د دې لامل شي، چې ورو ورو د خپلو موخو له تعقیب پاتې شی. د یوه کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي، چې ډول ډول بهانې جوړې کړی او د دې کار د کولو لپاره خپل وخت ضایع کړی او بالاخره خپله یې د نه کولو یو دلیل جوړ کړی او له کار کولو پاتې شی.

که غواړی چې یو نوی کار تر سره کړی، خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لری، که هر څومره هڅه هم وکړی بیا به هم له دې کار د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری. د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «هېڅ» نه لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولری. داسې فکر وکړئ چې د ډېرو لویو کارونو لپاره مو مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس پکار شوی نه یاستی.

زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې زیاته اندېښنه کوي، دوی داسې فکر کوي چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دیوال پروت دی، خو که په دې بریالي شول چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شول، نو پاتې کار به یې ډېر په لېوالتیا سره تر سره کړي، نو تاسې هم بې له کوم ځنډ څخه حاضر شئ او کار پیل کړئ، څو نیمایي ته ورسېږی او د پاتې کار لپاره په خپل ذهن کې شور او شوق پیدا کړئ.

د هر کار له تر سره کولو وروسته، خپل ځان نور هم تشویق کړئ او کوم کار مو چې تر سره کړی، پر ځان وویاړئ. حتی کله کله د ځان لپاره ډالۍ واخلئ او له ځانه مننه وکړئ. هر مقطعي کار چې تر سره کوی، داسې فکر وکړئ چې دې ته ورته نور مقطعي کارونه او ان تر دې هم لوی په مخ کې لری. دغه د ځان تشویقول او هڅول په تاسو کې داخلي انرژي نوره هم پیاوړې کوي او د نورو کارونو لپاره درته موقع برابروي.

Previous Post

امریکا کې یو وسله وال کس دوه تنه وژلي او اته نور ټپیان دي

Next Post

مسوولیت او کچه یې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
مسوولیت او کچه یې

مسوولیت او کچه یې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستانی حکومت: افغان سرتېرو مو عسکر را وژلي دي

پاکستانی حکومت: افغان سرتېرو مو عسکر را وژلي دي

اگست 6, 2020
عبدالله: تاوتریخوالی د منلو نه دی طالبان باید مذاکراتو ته راوګرځي

عبدالله: تاوتریخوالی د منلو نه دی طالبان باید مذاکراتو ته راوګرځي

فبروري 27, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved