سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د بریالیو نجونو راز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in کتاب
0
د بریالیو نجونو راز
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ښځه نیمگړې نه ده، بلکې داسې بشپړ موجود دی چې د نسلونو پالنه، روزنه او بدلون په کې نغښتی دی.

نن سبا له هېښوونکې پېښې سره مخ یم، گومان کوم د نړۍ ځینو ښځو په خپل ژوند او دنده کې د بریا او خوښۍ راز موندلی دی. له نېکه مرغه د دغو ښځو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. داسې ښکاري لکه په دوی کې چې کوم پټ ځواک پروت وي. په اصل کې دوی یو جادویي راز موندلی دی. پوهېږی راز څه دی؟ دوی مثبت فکر کوي، د یو بل ملاتړ کوي او باور لري چې خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېدلی شي. په همدې توگه تاسو هم کولی شئ.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

له رښتیا به نه تېرېږو؛ دنده، مدیریت او د کاري ژوند سمون ستونزمن دي. ان ډېرې ښې او بریالۍ ښځې هم په لومړیو کې، په یوه دنده کې تر گومارنې وروسته نه دي بریالۍ شوې، که څه هم بریا ته د رسېدلو هره لاره یې تجربه کړې، زیارونه یې گاللي او سختۍ یې پر ځان منلې، خو هېڅ لازمه پایله یې نه ده تر لاسه کړې؛ مگر کله یې چې خپل لیدلوری او ذهنیت بدل کړی، هره ستونزه حل او د لارې خنډونه لرې شوي دي.

تاسو به هغه وخت بریالۍ شی کله چې پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ، منفي فکرونه مو له ذهنه پاک کړئ او ټولو هغو شيانو ته په لوړ غږ (نه!!) ووایئ چې موخو ته د رسېدو په لار کې درته خنډ جوړوي. ډاډه یم، که تاسو ځانونه د مثبتو، پیاوړو او هوډمنو ښځو په کتار کې و انگېرئ، نو بریا به مو په خپله ځان ته در بللې وي. کله چې ښځې په رښتینولۍ سره د یو بل ملاتړ کوي، بېځایه خبرې شاته پرېږدي او د یو بل تر څنگ درېږي، نو یوه بېسارې او ژوندۍ پدیده رامنځ ته کېږي.

که د ځان لوړ ښودلو او بې ځایه ستاینې تېرې شو، خپلې نیمگړتیاوې ومنو او د بشپړولو لپاره یې هڅې وکړو، بیا به مو هم یوه بله بېسارې پدیده رامنځ ته کړې وي. په همدې توگه کله چې موږ د خپلو لاسته راوړنو او ماتو په اړه په رښتینولۍ سره غږېږو، نو د پیاوړتیا پر لور یو گام وړاندې اېږدو.

دا چې ځینې ښځې د ژوند په چارو کې ځانونه کمزورې گڼي، لامل یې په ذهن کې د یوه منفي الگو ټاکل دي؛ دوی په ځان کې د پټ ځواک موندلو لپاره مینې، ملاتړ او لارښوونې ته اړتیا لري. د همدې لپاره هره ښځه باید د داسې نورو ښځو په لټه کې شي، چې خپلې هیلې یې څارلې وي، پر خپلو مټو یې ځانونو ته ښه ژوند جوړ کړی وي او په هماغو لوړو بوټانو یې د موخو پر لور کلک گامونه اېښي وي.

له بده مرغه، دا کار دومره هم اسانه نه دی.

دا چې ولې ښځې پر ځانغوښتنې او حسادت مشهورې دي، کوم راز نه دی، ما په خپله هم دا شان ډېرې ښځې لیدلې دي او که رښتیا راباندې وایئ، زه په خپله یو وخت له دې ډلې یوه وم. زه داسې نجلۍ وم چې ټوله ورځ به مې غیبت کاوه او غیبت به راپسې کېده. پوهېږئ؟ دواړه حالتونه ډېر دردوونکي دي.

ولې باید ښځې تل د یو بل د حسادت، بېځایه سیالۍ او منفي لیدلوري قرباني شي؟ ولې موږ ښځې دا لیدلوری نه منو چې که د تخریب پر ځای د یو بل ملاتړ وکړو، ژوند به لا زړه راښکونکی شي؟ د دې پوښتنو پر ځواب زه هم نه پوهېږم، خو یو څه ښه راته مالوم دي، هغه دا چې د سکې پر بلې خوا ژوند ډېر ښکلی دی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لوی کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

افغانستان د سولې او جګړې په وروستي پړاو کې؛ راتلونکې دوې اونۍ ولې مهمې دي؟

Next Post

سټيون کېنګ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
سټيون کېنګ

سټيون کېنګ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لای چينګ ده پارونکې خبرې به بدې پایلې ولري

لای چينګ ده پارونکې خبرې به بدې پایلې ولري

اکتوبر 12, 2025
نانسي پلوسي: ټرمپ دروغجن دی ځکه ورسره جدي ستونزه لرم

نانسي پلوسي: ټرمپ دروغجن دی ځکه ورسره جدي ستونزه لرم

مارچ 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved