چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بریا لپاره د فرانکلېن پنځه ساعته قانون

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بریا لپاره د فرانکلېن پنځه ساعته قانون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هرو مرو مو د بېل ګېټس او ایلن ماسک په څېر شتمنو کسانو نومونه اورېدلي دي. هغوی د نړۍ له تر ټولو هغو شتمنو او پېژندل شوو څېرو څخه دي، چې په ورځ کې هرو مرو یو ساعت مطالعې کولو ته ځانګړی کوي، څو له دې لارې نوي څه زده کړي.

له یوې ستړې کاري ورځې وروسته کور ته راځی، ستړي یاست او غواړی څو دقیقې ارام وکړی. په یخچال کې شته چمتو شوي خواړه را اخلی او تلوېزیون ته کېنی. خو ساعت وروسته پوهېږی چې ډېر وخت تېر شوی دی او ان د خپلې خوښې سریال څلور پنځه برخې مو کتلې دي. دغه کار هېڅ ستونزه نه لري او موږ ټول اختیار لرو څو له یوې ستړې کاري ورځې وروسته خپل ځان ته ارام او استراحت ورکړو او د خپلې خوښې کار تر سره کړو. خو د څو پرله‌پسې ساعتونو لپاره تلوېزیون کتل سم کار نه دی او یوازې ستاسو وخت ضایع کوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

غوره ده پوه شئ چې د نړۍ په کچه پېژندل شوي او بریالي کسان د خپلې ورځې ازاد وختونه پر زده کړه او مطالعې کولو تېروي.

توماس کارلي هغه څېړونکې ده چې د پنځو کلونو لپاره یې د هغو دوو سوو میلیونرانو د کړنو په هکله څېړنه کړې، چې په خپلو هڅو تر بریا او شتمنۍ رسېدلي دي. هغه دې پایلې ته رسېدلې ده چې دغه کسان له سره تلوېزیون نه ګوري. ۸۶ سلنه بریالي کسان د لا ډېرو او نوو مسایلو د زده کولو په موخه مطالعه کوي او ۶۳ سلنه یې بیا دندې یا ازاد کار ته د تګ پر مهال غږیز کتابونه اوري.

په بشپړه توګه روښانه ده چې بریالي کسان ډېره مطالعه کوي او ان داسې هم ویل شوي دي چې د نړۍ ډېری میلیونران هره میاشت په اوسط ډول له دوو تر دریو پورې کتابونه لولي.

هڅه وکړئ، د دې لپاره چې بریا ته ورسېږی، په خپلو ازادو وختونو کې خپلو د پام وړ انټرنېټي سایټونو او کتابونو ته مراجعه وکړئ، څو نوي او ګټور موضوعات زده کړی.

که چېرې د ورځې په اوږدو کې خپل ډېر وخت په ګرځېدو یا تګ را تګ تېروی، هڅه وکړئ چې غږیز کتابونه واورئ.

ښايي ووایاست چې له یوې ستړې کاري ورځې سره سره به څوک د مطالعې کولو حوصله لري. هغه شخص چې له یوې ستړې کاري ورځې وروسته کور ته راځي او خپل وخت د کورنۍ له غړو سره تېروي، د مطالعې لپاره کافي اندازه وخت نه لري او په دې صورت کې بیا مطالعې نه کولو ته پلمې جوړوي. د یادونې وړ ده چې بارک اوباما، د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې که څه هم ډېر ازاد وخت یې نه درلود، خو بیا یې هم د خپل وخت یوه برخه مطالعې ته ځانګړې کړې وه.

له دې څرګندېږي چې د وخت د کمښت پلمه د منلو وړ نه ده.

بېل ګېټس، وارن بافت، اوفرا وېنفري، ایلان ماسک، مارکوبان او جک ما هم د نړۍ هغه وتلې او مشهورې څېرې دي چې له مطالعې کولو سره ډېره مینه لري. بېل ګېټس له نیویارک ټایمز خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، کتاب لوستل هغه غوره لاره ده چې ان له ماشومتوبه مې د نوو موضوعاتو د زده کولو لپاره ګټه ترې اخیستې ده.

په دې برخه کې د بېل ګېټس، ایلان ماسک او جک ما د هغه پنځه ساعته قانون په هکله خبرې کوو، چې د نړۍ ډېری بریالي کسان د زده کړې او مطالعې لپاره ګټه ترې اخلي.

د پنځو ساعتونو قانون ډېر ساده دی، چې د لومړي ځل لپاره د اېمفکټ شرکت د مدیر، مایکل سیمونز لخوا وړاندې شو.

دغه قانون وایي، مهمه نه ده چې بریالي کسان څومره بوختیاوې لري، هغوی لږ تر لږه په ورځ کې یو ساعت یانې په اونۍ کې اووه ساعته مطالعه کوي او هره ورځ خپله علمي پانګه لا بډایه کوي.

سیمونز د پنځو ساعتونو د قانون لپاره د امریکا د بنسټګر، بنجامین فرانکلېن له ژوند څخه الهام اخیستی دی. هغه ان د خپل بوډاوالي پر مهال هم د ورځې یو ساعت مطالعه کوله. سیمونز د دغه قانون په هکله وایي، زه د فرانکلېن پنځه ساعته قانون په دې ډول تعریفوم: «په ورځ کې یو ساعت مطالعه کول، د اونۍ د ټولو ورځو لپاره».

فرانکلېن به هر سهار وختي له خوبه پاڅېده او پر لیکلو او لوستلو به بوخت شو. نوموړي به همغه د سهار په پیل کې خپلې ټولې شخصي موخې پر کاغذ ولیکلې او بیا بیا به یې لوستې. ان هغه وخت به یې ډېر کله د کتاب لوستلو هڅوونکي پروګرامونه جوړول، څو لېواله خلک وهڅوي چې له دې لارې خپل ځان او ټولنه پرمختګ ته ورسوي.

بریالیو مدیرانو او د کار مشرانو، د فرانکلېن پنځه ساعته قانون په دریو برخو وېشلی دی:

لومړۍ برخه: لوستل

په خپلو هڅو شتمن شوي کسان لکه مارکوبان او دنګیل برټ، هره ورځ له یوه تر پنځو ساعتونو پورې مطالعه کوي. ایلان ماسک په هره ورځ مطالعه کولو سره زده کړل چې څه ډول د هوا او فضا صنعت ته دننه شي، چې په دې ترتیب یې د Space X شرکت رامنځته کړ. د Ali baba شرکت بنسټګر جک ما وایي، له زده کړې سره یو ځای مطالعه د یوه نوي کار د پیل کولو لپاره غوره انګېزه ده.

هغه کسان چې مطالعه کوي، د نورو تکنیکونو، صنعتونو او ټکنالوژۍ په هکله ښه پوهېږي. که فکر کوی چې د مطالعې کولو لپاره کافي وخت نه لری، نو غوره ده چې په ورځ کې له شلو تر دېرشو دقیقو مطالعې څخه یې پیل کړی.

تل له ځان سره یو کوچنی کتاب ولرئ، کله چې د یوې جلسې پیل کېدو او یا په روغتون کې د ډاکټر راتلو په تمه یاست او یا دا چې په سفر کې یاست، کتاب ولولئ. په خپل موبایل کې کتابونه ډانلوډ کړئ او په ټولنیزو رسنیو کې له بې ګټې ښکته او پورته تلو څخه غوره ده چې څو کرښې مطالعه کړئ. ان د پلي تګ او ورزش کولو پر مهال هم کولای شی غږیز کتابونه واورئ.

دویمه برخه: د فکرونو او زده کړې منعکسول او تبادله

د پنځو ساعتونو قانون د زده کړل شوو درسونو او غوره فکرونو تبادله کول هم له ځان سره لري.

د ټوېټر کمپنۍ مدیر، جک دورسي او د لېنک ټين کمپنۍ مدیر، جېف بینر پر فکر کولو مشهور دي. د جامو د برخې مشهوره میلیونره، سارا بلاکلي هم د خپلې ورځې ډېره برخه د یادښتونو او فکرونو پر لیکلو تېروي.

پر تېر وخت باندې تمرکز کول، له تېروتنو څخه د زده کړې کولو او هغو کارونو په هکله د فکر کولو لپاره غوره فرصت دی چې په سمه توګه مو تر سره کړي دي.

په دې وروستیو کې د تګزاس ایالت پوهنتون یوې څېړنې وښوده چې ذهني استراحت او د فکرونو منعکسول او تبادله، د غوره زده کړې لامل کېږي او شخص د خپل ژوند موخو ته یو ګام نور هم نږدې کوي.

که چېرې د دغه کار د پیل کولو لپاره ستونزه لری، دغه چاره مو د ورځني پلان او مهالوېش یوه برخه وټاکئ. ډېر کله د دغه کار لپاره له سبا ناري څخه لس یا پنځلس دقیقې وروسته وخت، تر ټولو غوره موکه ده. نو هره ورځ د خپل وخت یوه لنډه برخه د فکر او ذهن د ارامولو او د فکرونو د تبادلې لپاره ځانګړې کړئ.

هر ځل پر دوو پوښتنو باندې تمرکز وکړئ او هڅه وکړئ چې ځواب مو یې په خپل ذهن کې څو ځله مرور کړئ. د بېلګې په توګه، که مو په یوه ناسته کې ګډون کړی وي، له پای ته رسېدو وروسته یې له ځان سره فکر وکړئ، په دغه ناسته کې کوم ټکي واضح شول او څه ډول کولای شم چې له دغو مهمو ټکو څخه په خپل کاروبار کې ګټه واخلم.

درېیمه برخه: ازمویل

 بنجامین فرانکلېن او توماس اډیسن هغه نوښتګرې څېرې دي چې د خپلو هڅو پر بنسټ تر لویو بریالیتوبونو رسېدلي دي؛ ځکه چې هغوی هر څه یو ځل ازمویل.

نن ورځ موږ او تاسو د Gmail له خدمتونو ګټه اخلو، دا ځکه چې ګوګل خپلو کاروونکو ته اجازه ورکړه څو خپل نظریات و ازمایي.

ازمایښت؛ هره فرضیه پر حقیقت بدلوي او تاسو ته وایي چې کومه حللاره ګټوره ده او له کومې باید ډډه وکړو. پر دې سربېره، تاسو ته فرصت درکوي څو له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه وکړئ او د نورو له نظریاتو ګټه واخلئ.

جک ما، نورو ته لارښوونه کوي څو له خپلې پوهې څخه په ورځني ژوند کې ګټه واخلي. هغه وایي، که مو د همکارۍ او ډله ییز کار په هکله کوم کتاب لوستی وي، غوره ده چې د یوه نوي کار د پیل کولو لپاره لاس پکار شئ او له خپلې نوې پوهې څخه پکې ګټه واخلئ.

کله چې مطالعه او زده کړه پر خپل ورځني عادت بدل کړی، په ډېرې چټکۍ سره به بریا او لاسته راوړنو ته ورسېږی. پر دې سربېره، پر مطالعې باندې له پانګونې سره کولای شی د خپل ځان او کاروبار پرمختګ تضمین کړی.

د پنځو ساعتونو قانون، تاسو هرو مرو په ورځ کې یو ساعت مطالعې کولو ته نه اړ باسي، بلکې دغه قانون ستاسو تر غوږه در تېروي چې د اونۍ په اوو ورځو کې لږ تر لږه پنځه ساعته مطالعه ولری.

اوس له تاسو څخه زما پوښتنه دا ده، که وغواړی چې له دغه قانون څخه په خپل ژوند کې ګټه واخلی، کوم موضوعات به تر نورو ډېر مطالعه کړی؟

پر ځواب مو فکر وکړئ او د پنځو ساعتونو د قانون په زده کړې او عملي کولو سره خپلو لویو هیلو او موخو ته ورسېږئ.

Previous Post

د کوويډ-۱۹ د ريښې او خپرېدو په اړه د امريکا شکونه

Next Post

هغه خواړه چې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو خطر کموي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هغه خواړه چې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو خطر کموي

هغه خواړه چې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو خطر کموي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو ننوتنه به د دې سيمې سوله او ثبات خراب کړي

مې 27, 2023
د امریکا استازو جرګې له اوکراین سره د مرستو بسته تصویب کړه

د امریکا استازو جرګې له اوکراین سره د مرستو بسته تصویب کړه

اپریل 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved