چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بریکس هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوي پړاو ته ننوتلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 7, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړۍ ۹ هېوادونه (اندونيزيا، ماليزيا، تايلنډ، بېلاروس، بوليويا، کيوبا، قزاقستان، ازبکستان او يوګانډا) د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بريکس د همکارو هېوادونو په توګه ټاکل شوي، چې دا د بریکس ميکانيزم د پرمختيایي جريان يو بل مهم پرمختګ دی او هم په ۲۰۱۷ کال کې د شا من ښار د بریکس په سرمشريزې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د وړاندې شوي بریکس ميکانيزم بل بريالی ستراتيژيک عمل دی.

د بريکس په لویې کورنۍ کې د نورو هېوادونو برخه اخيستنه ددې ښکارندويي کوي، چې د دغه سازمان همکارۍ نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په بريکس کې د نهو همکارو هېوادونو ګډون، چې بېلا بېل جغرافيايي مقامونه، کلتورونه او تاريخونه لري، د دغه سازمان د استازيتوب د لاپياوړتيا لپاره ګټور ګام بلل کېږي. د بريکس د همکاريو ميکانيزم، چې د لوېديځو هېوادونو له ايډيولوژيکي مقاومت او د ډلو له طبقه بندۍ سره ستر توپیر لري، له څو اړخیز همکاريز موډل څخه ملاتړ کوي او ځانګړنه يې پرانيستې او انعطاف منونکې ده او همدا لامل دی، چې ډېری هېوادونه غواړي د دغې لويې کورنۍ برخه شي او د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو لپاره ګډې هڅې وکړي.

په وروستيو کلونو کې د نړۍ د  سراسري جنوب قوت ډېر پياوړي شوي او اقتصادي پرمختګ ته په کتو، په نړيوال اقتصاد کې د دغو هېوادونو برخه په سلو کې له څلوېښتو څخه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ د غونډې سرمنشي ګرينسپان اټکل کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ د کورني توليد عمومي ارزښت ۵۵ ټريليونو امريکايي ډالرو ته ورسېږي، چې په دې جملې کې به اويا سلنه سراسري جنوب پسې تړاو ولري. د نړۍ د سراسري جنوب د لومړۍ ډلې په توګه، د بريکس هېوادونو عمومي اقتصادي اندازه، د جي ۷ یا د اوو سترو هېوادونو له ورته اندازې اوښتې او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې خدمتي انډول له ۵۰ سلنې څخه ډېر شوی دی. نو همدغو ټکو ته په کتو، د نړۍ سراسري جنوب هېوادونه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.

د بريکس هېوادونه نه يوازې په نړۍ کې له حياتي ځواک څخه ډک نوی سمسور اقتصادونه، تر ټولو پراخ بازارونه او د سوداګرۍ تر ټولو غوره شرايط لري، بلکې تر ټولو غني سرچینې هم لري او د نويو سمسورو بازارونو د سرچینو او پرمختګ د غوره والي استازيتوب کوي. د بريکس د همکارو هېوادونو پراخوالي د نړۍ د څو قطبيز کېدو لپاره ګټوره زمينه برابره کړې او په تېره بيا دغو هېوادونو د لوېديځ د بنديزونو او فشارونو پر وړاندې د سوداګرۍ، انرژۍ او پولي چارو په برخو کې غږونه پورته کړي او د نړۍ پاملرنه یې راجلب کړې ده.

په بريکس کې د نويو همکارو هېوادونو له شاملېدو سره هممهاله، په جيوپوليټيکي او اقتصادي چارو کې د دغه سازمان استازيتوب لوړ شوی او دغې چارې د څو قطبيزې نړۍ ابادي په خوځښت راوستلې ده. بريکس همکارۍ یوازې په خبرو کې نه، بلکې هر څه په عمل کې ثابتوي. د بېلګې په توګه د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک د ۲۰۲۳م کال تر پايه پورې په غړو هېوادونو کې ۱۰۵ پروژې منظورې کړي، چې عمومي پانګه يې ۳۵ ميليارډه امريکايي ډالره ښودل شوې ده. ياد بانک د موجود پولي سيسټم لپاره ګټور بلل شوی او هم د نړيوال پولي سيسټم ژور اصلاحات پرمخبیولی شي.

چين د بريکس هېوادونو د بنسټګر او د نړۍ د سراسري جنوب د يوه مهم غړي په توګه د پرمختيايي هېوادونو باوري او اوږدمهاله همکار دی او د نړيوالو پرمختيايي چارو د ترسره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي. چين به د بريکس هېوادونو له غړو او همکاريزو هېوادونو سره يو ځای د ورخلاصون، ټولشموليت او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د ترلاسه کولو د روحيې په رڼا کې په بېلا بېلو برخو کې واقعي همکارۍ وکړي، د بريکس هېوادونو د همکارۍ ميکانيزم د باکيفيته پرمختګ د موندلو او د انسانانو د ګډ برخلیک د ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

Previous Post

د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو

Next Post

شي جين پينګ د شي ځانګ زلزله ځپلو سيمو سره د مرستې او د خلکو د ژغورنې لپاره مهم فرمان صادر کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د شي ځانګ زلزله ځپلو سيمو سره د مرستې او د خلکو د ژغورنې لپاره مهم فرمان صادر کړ

شي جين پينګ د شي ځانګ زلزله ځپلو سيمو سره د مرستې او د خلکو د ژغورنې لپاره مهم فرمان صادر کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

جولای 20, 2024

Blackjack Pick Up 5 Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ