چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بشريت د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي او د وبا پر وړاندې ګډه مبارزه

لیکنه: په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 21, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بشريت د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي او د وبا پر وړاندې ګډه مبارزه
771
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ټوله نړۍ کې کوويډ -۱۹ وبا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده، ددې بې ساري حالت پر وړاندې هېڅ هېواد په يوازې سر خپل ځان نه شي ساتلی او د ټولې نړۍ پر وړاندې د عامې روغتيا له دغه بحران څخه دا حقیقت څرګندېږي چې بشريت ګډ برخليک لري او له ګډو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. څرنګه چې بشريت له ډېر درد او غم سره مخامخ دی، نو بېلابېل هېوادونه په يوه بيړۍ کې د تاريخي سيند د سترو څپو د تېرولو او د ژوند او مړينې له ازموينو څخه د وتلو لپاره په ګډ کوښښونه کوي. خو اوسني نړيوال نظام ته د يو اړخيزم او پروټکشنيزم زيانونه ورځ په ورځ سختېږي چې دا د دغې وبا د ژر خپرېدو سبب ګرځي. نو موږ بايد د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس هغه پوښتنه تر پام او غور لاندې ونيسو، کوم چې موږ يوه ګډ دوښمن ته د ماتې ورکولو لپاره يووالی ساتلی او همکارۍ کولای شو او که نه ؟

  څو ورځې دمخه د نړۍ ډیرو مشرانو د ویډیو له لارې د روغتیا نړیوال سازمان په ۷۳مه غونډه کې ګډون وکړ او د وبا د مخنیوي په اړه یې خبرې اترې وکړې. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې وویل چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه باید په ګډه همکاري وکړي او باید په ګډه د بشر د روغتیا ګډه ټولنه اباده کړي او ددغې غونډې برخه والو ددې غوښتنې پراخ هرکلی وکړ.

رئيس شي جين پينګ د بشريت د پرمختګ د راتلونکې او برخليک له لحاظه د ټولنيز پرمختګ د اصولو پر اساس د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکوره وړاندې کړې ده چې دا د نړۍ د ادارې په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو پروړاندې د ګډو مسئلو د حلولو لپاره ښه لايحه ده او هم د بشري ټولنې د ښې راتلونکې د جوړونې لپاره ښه لارښوونه ده. چينايان د يادې مفکورې تر مشرۍ لاندې ددغې وبا پر وړاندې په نړيواله مبارزه کې د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره ګډې هڅې کوي او يو له بل سره مرسته کوي. د چينايانو کوښښونه له دې وبا سره د مقابلې په برخه کې غښتلی ځواک ګرځېدلی، بېلابېلو خواوو ته د منلو وړ دي او د دوی ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د وبا په شمول د بشریت د ګډو ننګونو د ليرې کولو لپاره ډېرې مناسبې لارې چارې دي، ځکه چې دغه مفکوره له تاريخي جريان سره سم د همکاريو او ګډو ګټو د پياوړتيا د روحي ارزښت پر اساس رامنځته شوېده. په اوسنۍ نړۍ کې د بشري ټولنې بېلا بېلې خواوې د پخوا په پرتله ډېرې نیږدې اړيکې لري او بېلا بېل هېوادونه د ګډ ژوند په حال کې پرمختګ کوي. دغه راز، په تېرو څو کلونو کې نړيوالې ټولنې د ترهګرۍ، کډوالو، طبيعي مصيبتونو پر وړاندې له مبارزو څخه دا نتيجه اخيستې ده چې يوازې همکارۍ د ورته مسئلو د حلولو سمه لار ده. د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د متقابل درناوي، مساواتو، عدالت، همکارۍ او ګډو ګټو په مرکزيت د دايمي سولې، عامه امنيت، ګډې سمسورتيا، پراختيا او جامعيت، پاکې او ښکلې نړۍ د ابادولو لارښوونه کوي. ددې مفکورې د وړاندې کېدو اووه کلونه کېږي، دا مفکوره په نړيواله اداره کې د چين د ګډون اصل و، د م .م په څو پريکړه ليکونو کې ليکل شوې او د لا عادلانه او معقول نړيوال سيستم او نظم د جوړونې يوه مهمه برخه يې ګرځېدلې ده. اوسمهال د افغانانو په  ګډون زيات نړيوال د وبا له ستونزو سره مخامخ دي، نو په همدې حال کې موږ يوازې د روغتيا د ګډ برخليک ټولنې له لحاظه د بشريت د روغتيا او ژوند د اساسي حقونو د ساتلو لپاره د يادې مفکورې مهم ارزښت او مانا ښه درک کولای شو.

رښتيا ده چې د افغانانو لپاره دغه مفکوره نااشنا نه ده او ګټه یې ور څخه اخیستې ده. خدای پاک په خپل کتاب قران کریم کې ويلي چې ( اې خلکو! موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسې قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو تاسې يو او بل ښه سره وپېژنئ) په قران کریم کې څو ځله (الأُمَّةُ) کلمه راغلې چې مانا يې ګډه ځانګړتيالرونکي او ګډ برخليک لرونکي پيداښت دي. له دې څخه هغه نړيوال نظر، ټولنيز نظر او اخلاقي نظر څرګندېږي چې بشريت ګډه سرچينه لري، مساوي ژوند دې وکړي او يو له بل سره دې ښه سلوک وکړي.  دا هم د يادې مفکورې مثبت ارزښت دی. په تېرو څو لسیزو کې زرګونه افغانانو د ترهګرۍ پرضد د نړيوالو مبارزو په سنګر کې قربانۍ ورکړې دي او د دې سيمې او ان ټولې نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. همدارنګه، د چين په شمول زياتو هېوادونو هم له افغانستان سره مرسته کړې او د سولې د بيارغونې بهير په بېلا بېلو ساحو کې يې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او د افغانستان د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي. دا د دايمي سولې، عامه امنيت او ګډې سمسورتيا د ابادۍ په برخه کې د دغې مفکورې عمل دی.

چين او افغانستان د څو زره کلنو تګ راتګ او متقابلو مرستو په بهير کې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړې ده او په تېرو څو کلونو کې په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او همکارۍ ګام په ګام نیږدې شوې دي، په تېره بيا د اوسنۍ وبا پر وړاندې په ګډه مبارزه کې يادې اړيکې لا نیږدې شوې دي.

لومړی، دواړو هېوادونو د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په موخه ګډه نظريه تر لاسه کړې ده. د تېر کال په جون کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بېشکېک په سرمشريزه کې ولسمشر محمد اشرف غني او رئيس شي جين پينګ بريالۍ کتنه وکړه. ولسمشر محمد اشرف غني په دغه کتنه کې وويل، چې چين د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکوره وړاندې کړې او د اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير څخه ملاتړ کوي، دا په ۲۱مه پيړۍ کې د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ابادۍ په برخه کې نمونه ده.  تېره مياشت، ما له مرستيال ولسمشر محمد سرور دانش سره يو ځای له افغانستان سره د چيني حکومت لخوا د مرستندويه موادو د لومړۍ جوپې د وړاندې کولو په مراسمو کې ګډون وکړ. ښاغلي دانش په دغو مراسمو کې د چين د مرستو لوړه ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه چې ويروس سرحد او تابعيت نه لري، نو نړيوال بايد خامخا د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره يووالی وساتي. د دواړو هېوادونو مشران د يادې مفکورې پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو د نیږدې والي لپاره قوي خوځنده ځواک برابروي.

دوهم، دواړه هېوادونه د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډه موخه لري. ګډه موخه د توپيرونو په ليرې کولو سره د ګډ برخليک لرونکو خواوو ترمنځ د يووالي، همکارۍ او ګډو عملياتو د پياوړتيا لپاره ستر ځواک دی. کوويډ-۱۹ ويروس د نړيوالې عامې روغتيا بحران دی، چې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو د ژوند او روغتيا امنيت ته زيان رسوي، بلکې د اقتصاد، ټولنې، سياست او امنيت په برخو کې پر دواړو هېوادونو باندې ژورې اغيزې هم لري. دواړه هېوادونه د دغې وبا له رامنځته کېدو راپدېخوا په ګډ سنګر کې ولاړ دي. د افغانستان مشرانو، سياستوالو، ملکي ادارو او عامو خلکو تر خپلې وسې پورې له چين سره مرسته کړې ده. بلخوا، چين د خپل هېواد په دننه کې د وبا د خپرېدو حالت له ښه والي وروسته د افغانانو د اړتياوو له مخې د دغې وبا پرضد د مبارزې لپاره له افغانستان څخه پوره ملاتړ کړی دی. د دغې وبا ضد مبارزه د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده او د بشريت د روغتيايي حقونو ساتنه د يادې مفکورې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ګډه غوښتنه ده.

درېيم، دواړه هېوادونه د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره پر همکاريو ټينګار کوي. چين او افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ ياددښت لاسليک کړی دی. وروسته تردې، د کابل او اورموچي ترمنځ مستقيمه الوتنه بيا اعاده شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ باروړونکي اورګاډي تګ راتګ کوي او افغان جلغوزي وار په وار چين ته صادرېږي. دواړه هېوادونه د متقابل تګ راتګ او پيوستون په رڼا کې د اقتصاد د ګډ پرمختګ او سمسورتيا راتلونکې طرحه کوي. د دغې وبا ضد ګډه مبارزه د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو رښتينې عمل دی. په افغانستان کې د دغې وبا له رامنځته کېدو راهيسې، د چين لخوا د مرستندويه موادو درې جوپې افغانستان ته رسېدلې دي چې وزن يې څه دپاسه لس ټنه دي. د چين او افغانستان د طبي کارپوهانو ترمنځ دوه ويډيويي ناستې تر سره شوې چې پکې د چين تجربې له افغان کارپوهانو سره شریکې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ بهير د پلي کېدو په حال کې دی او دا به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټور وي.

چين د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکورې لارښوونکی او عملي کوونکی دی او د دغې وبا ضد د نړيوالو مبارزو لپاره يې خپل خدمتونه کړي دي او کوي يې. رئيس شي جين پينګ د دغې وبا د وقايې په هکله د شلو سترو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د (وبا ضد ګډه مبارزه او د ستونزو د ليرې کولو ګډې هڅې ) تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا وکړه. نوموړي په دغه وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد په ټينګ هوډ، همکارۍ او يووالي سره هراړخيزې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي، څو ددغې وبا ضد مبارزې لپاره غښتلي قوتونه راغونډ کړي او برياليتوب تر لاسه کړي. چين غواړي د بشريت د ګډ برخليک ټولنې مفکورې پر اساس له نورو هېوادونو سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي او د نړيوال اقتصاد د ثابتوالي لپاره خدمت وکړي. چين ددغې وبا ضد مبارزه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او تل د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يووالی او همکارۍ ساتي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند په نړۍ کې د يو لوی ګوند په توګه، چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه او چينايان د سولې د مينوالو په توګه د يادې مفکورې د عملي کولو په برخه کې مسؤليت پر غاړه لري.

دا نه لومړی ځل دی او نه هم وروستی، چې بشريت د کوويډ-۱۹ ويروس په شان له وبا سره مخامخ دی. ددغې وبا پر ضد له مبارزې څخه مو نتيجه واخيسته چې د نړۍ لپاره يوازې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې ابادي سمه لار ده. له دغې وبا سره د چين او افغانستان ګډې مقابلې هم ثابته کړه چې بشريت به يوازې د يووالي او همکاريو له لارې ښه ګډه راتلونکې ولري. د چين خلک غواړي د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ، د دغې وبا د له منځه وړلو او د راتلونکې د روښانه کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

Previous Post

ولسي جرګې له حکومت ؛ غوښتي چې ژر نوي امنیتي نوماند وزیران ور معرفي کړي

Next Post

د پنټاګون راپور: پاکستان لا هم د تاوتریخوالي او طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د پنټاګون راپور: پاکستان لا هم د تاوتریخوالي او طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده

د پنټاګون راپور: پاکستان لا هم د تاوتریخوالي او طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Illegal Gambling Law Canada

سپتمبر 8, 2025
پمپیو:ارمانیا او ازربایجان دې نور جګړه پای ته ورسوي

پمپیو:ارمانیا او ازربایجان دې نور جګړه پای ته ورسوي

اکتوبر 24, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved