د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډې ځینې برخې لوټل شوې دي. د بګرام ولسوال لالا شېرین روفي ویلي، چې له دغې اډې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د سیمې یو شمېر خلک یاد میدان ته دننه شوي او ځيني وسایل یې وړي دي، خو امنیتي ځواکونو د هغو مخه نیولې او د دې موضوع په تړاو یې دوه تنه نیولي دي. د بګرام ولسوال په دې اړه چې خلکو څومره وسایل او توکي وړي دي څه نه دي ویلي. د ولسوال په وینا، امریکايي ځواکونو افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته یاده پوځي اډه پرېیښې او وتلي دي. په عین حال کې په پروان کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان عبدالحمید ترین وايي، چې د ترخیص شوو ۱۵۰۰ کسانو د جلب او جذب پروسه له څه مودې راهیسې پیل شوې او ټاکل شوې په څو ورځو کې د دغه میدان مسوولیت یوه اووه کسیز کنډک ته وسپارل شي.












