چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ترانزيت د وصل او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 25, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د ترانزيت د وصل او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د سي اېم جي او په افغانستان کې د چين سفارت په کوربتوب “پسرلني چين: د ترانزيت وصل او فرصتونو شريکول، د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان او د افغانستان د پرمختيايي فرصت انلاین غونډه د مارچ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او د چين د ياد پلان د پيل په کال کې د سيمه ييزو همکاريو پر نویو فرصتونو تمرکز کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په انلاېن غونډه کې ګډونوال

 ګډونوال د تګلارو د نښلولو، د ترانزيتي لارو د ابادۍ، د صنايعو د ښه والي او د خلکو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت په باب بحثونه وکړل. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو مرستيال وزير او د چين د مېډيا ګروپ(سي اېم جي) مشر شن های شيونګ او په افغانستان کې د چين لوی سفير جاو شينګ پکې ويډيويي ويناوې وکړې  او د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د وياند حکمت الله اصفي په شمول ځينو مېلمنو پکې ګډون کړی و.

د چين د ميډيا ګروپ مشر: شن های شيونګ

د سي اېم جي مشر شن های شيونګ په خپلې وينا کې داسې ويلي چې د چين دوو ملي غونډو، په نوې زمانه کې د چين د پېژندنې د یوې مهمې کړکۍ په توګه د نړۍ پام راجلب کړی دی. د چين په سږنيو غونډو کې د رایې اچونې له لارې د پنځلسم پنځه کلن پلان د لنډيز په شمول څو مهم سندونه تصويب شوي دي. په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين شل لوی ګرافونه او په شپږو برخو کې ۱۰۹ سترې پروژې روښانه شوې دي. چين په ۲۰۲۶م کال کې له ۴،۵ څخه تر ۵ سلنې پورې د ناخالص کورني توليد پرمختيايي موخه ټاکلې ده. د چين د باکيفيته پرمختګ  نقشې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي دي. لکه څنګه چې د سي جي ټي اېن په نړیوالې سروې کې راڅرګند شوي، د سروې له اتيا سلنې زياتو ګډونوالو د دې ستاينه کړې چې ”د چين د باکيفیته اقتصادي پرمختګ مفکورې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي تمايل لارښوونه کړې “ او اوسنۍ متزلزلې نړۍ ته يې لا زيات ثبات او مثبت ځواک برابر کړی دی. که نړۍ ښه وي، چين به هم ښه وي. که چين ښه وي، نړۍ به لا نوره ښه وي. د چین دولت رئيس شي جين پینګ په سږنيو دوو ملي غونډو کې پر دې ټينګار کړی، موږ باید د لوړې کچې ورخلاصون تګلاره پراخه کړو، نړيوال بازار بايد لوی کړو او له نړيوال دوران سره باید وصل شو. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين نړيوالو ته د لا لويې دروازې د پرانیستلو ټينګه اراده لري.

په افغانستان کې د چين لوی سفير جاو شينګ

په افغانستان کې د چین لوی سفير جاو شينګ په خپلې وينا کې ويلي چې روان کال د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان د پيل کال دی. په سږنيو دوو ملي غونډو کې د چين د اقتصاد او ټولنيز پرمختګ پنځلسم پنځه کلن پلان د کړنلارې پرېکړه ليک تصويب شوی دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره نقشه جوړه او موخې او مهمې دندې هم روښانه شوې دي. دغه پلان د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي، پر باکيفيته پرمختګ، د اصلاحاتو پر هر اړخيزې ژورتيا، د فعال بازار او اغېزمن حکومت پر پيوستون او د پرمختګ او امنيت پر ساتلو ټينګار لري. دغه نظريې د افغانستان د بيارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د سيمې د اتصال له واقعي اړتياوو سره سمون لري او دوه اړخيزو همکاريو ته ډېر امکانات برابروي. چين د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتيا، د افغانانو انتخاب، مذهبي عقيدې او قومي دودونو ته درناوی لري، هېڅکله یې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او نه یم هم هلته د خپلو ګټو او پوځي چوکاټ لټه کړې ده. چين د دې ملاتړ کوي چې افغانستان خپلو مشخصاتو ته په کتو ځانګړې پرمختیايي لار ولټوي. موږ غواړو، چې د دواړو هېوادونو د تګلارو په رڼا کې د کمربند او لارې د ګډې او باکيفيته ابادۍ تر چوکاټ لاندې د سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، کلتوري تبادلې او انساني تګ راتګ په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ پرمخ بوځو. څو پلانيزې نقشې پر واقعي پرمختیایي لاسته راوړنو بدلې شي او خلکو ته نېکمرغه ژوند برابر شي. دغه راز چين او افغانستان ګډ پرمختګ ومومي او د سيمې سوله او ثبات رامنځته شي.

د افغانستان د ترانزیت او هوايي چلند وزارت ویاند حمت الله اصفي

د افغانستان د ترانزيت او هوايي چلند وزارت وياند حکمت الله اصفي ويلي چې د چین د لاسته راوړنو په اړه موږ د واټ ټرانسپورټ او هوایي چلند په برخه کې چین څو ځله د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ وزارت مشرانو ته بلنه ورکړې ده، څو په چین هېواد کې له دوی سره بېلابېلې ناستې ولري. د دې تر څنګ په افغانستان کابل کې هم د چین هېواد له سفیر سره د وزیر او معینانو په کچه بېلابېلې ناستې ترسره شوې دي. په دغه ناستو کې د نظرونو تبادله شوې، داسې چې څه ډول کېدای شي د یادو هېوادونو تر منځ یو غوره ټرانسپورټي سیستم او د اموالو د لېږد په موخه داسې سیستم رامنځته کړو، چې هغه په ټکنالوژۍ باندې سمبال وي، په دغه اړه ناستې لا هم روانې دي او له مخې یې په طرحو کار روان دی. یوه موضوع بله هم د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د کابل او اورمچي تر منځ په اونۍ کې یو پرواز لرو، چې د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري ترسره کېږي. د دغه پروازونو له لارې د مسافرو د تګ راتګ تر څنګ چین هېواد ته د وچې مېوې صادرات هم کېږي.  زموږ کوښښ دا دی، چې د توکو د لېږد په موخه د هوایي مسیرونو په رامنځته کولو کې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دې تمه یو چې د چین هېواد بیجینګ ښار په ګډون نورو ښارونو ته هم الوتنې پیل شي او په دغه برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې ولرو.

Previous Post

ازبکستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل کېږي

Next Post

د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو د لومړۍ دورې ډيلفي لوبې پرانيستل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو د لومړۍ دورې ډيلفي لوبې پرانيستل شوې

د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو د لومړۍ دورې ډيلفي لوبې پرانيستل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بیجینګ: جاپان باید خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي

بیجینګ: جاپان باید خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي

اپریل 18, 2026
د چين او امريکا د ستراتيژيک ثبات څلور موخې ټاکل شوې

د چين او امريکا د ستراتيژيک ثبات څلور موخې ټاکل شوې

مې 17, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ