د ترکیې غونډه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی. دده په خبره ستونزې ددغه کنفرانس د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه کنفرانس ترسره شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی که رد کړی، خو ټینګار یې کړی چې کنفرانس به تر روژې وروسته د ښکېلو اړخونو له ګډون جوړېږي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ترکیې کنفرانس د اپرېل په لسمه ترسره شي، خو وروسته بیا دا نېټه ان د همدې میاشتې څلورویشتمې ته وځنډول شوه اوس ټاکل شوې چې د ترکیې ناسته تر روژې وروسته ترسره شي.











