چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تعرفو جګړه او حللاره يې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تعرفو جګړه او حللاره يې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امریکا پدې وروستيو کې له خپلو سوداګریزو همکارانو سره د تش په نوم بالمثل تعرفو مذاکرات پیل کړي او تر ټولو مخکې يې له جاپان سره خبرې کړي او ترې غوښتي يې دي، چې د پيسو تبادلوي ارزښت او دفاعي بودجې په مسئلو کې د واشنګټن غوښتنې ومني.

امریکا له نورو هېوادونو څخه هم غوښتي چې له چين سره سوداګري محدوده کړي، که نه، محصولات به یې له ټاکلو تعرفو څخه معاف نه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ميم زر ما ټول زما

داسې ښکاري، چې واشنګټن له ځانه ترښځ جوړه کړې او هره ګټه خپلې لمنې ته اچوي.

که څه هم امريکا دا پیغام ورکړی، چې له نورو هېوادونو سره به د تعرفو په اړه مذاکرات وکړي، خو ډېرو کمو هېوادونو د امريکا ياد پيغام ته ځواب ورکړی دی.

امريکا د تعرفو له تګلارې ناوړه استفاده کوي او اوسنۍ کړنې يې د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد غواړي په ټولې نړۍ کې سوداګريزه جګړه راوپاروي. ډېری هېوادونه پدې پوهېږي، که د تعرفو په جګړه کې ګذشت وکړي، په بدل کې یې سوله او درناوی نه شي ترلاسه کولی.

 د امريکا پولي بازار پدې وروستیو کې ډېر متزلزل شوی او د دغه هېواد د اقتصاد د ښکته کېدو په تړاو د امریکايانو اندېښنې زياتې شوې دي.

 ډېرو هېوادونو د امريکا له سوداګريز تسلط سره د ټينګې مبارزې رويه څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې د امريکا د کړنو پر وړاندې ځوابي اقدامات غوره کړي دي. کاناډا ويلي، چې له امريکا سره يې د نږدې اړيکو زمانه پای ته رسېدلې او استراليا بیا ويلي، چې د امريکا پر وړاندې به ګذشت ونه کړي.

ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته په یو شمېر مهمو امنيتي او اقتصادي موضوعاتو کې څو څو ځلې د خپلو متحدينو ګټې زيانمنې کړي او خپل باور يې له لاسه ورکړی دی. امريکا وايي، يوه داسې اتحاديه به جوړه کړي، چې د چين پر محصولاتو د تعرفو تګلارو په پرېکړه کې همغږي ولري، خو تراوسه د لوېديځ کوم لوی اقتصاد د امريکا دغې غوښتنې ته غاړه نه ده اېښې.  برعکس، د برېتانيې ماليې وزيرې ريچيل ريفس له رسنيو سره په خبرو کې، له چين سره د اقتصادي اړيکو پرېکون نامناسب او له عقل څخه لرې بللی او ويلي يې دي، له چين سره همکارۍ د برېتانيې له ملي ګټو سره مطابقت لري.

ډېر اقتصادونه هڅه کوي چې اکمالاتي ځنځير او صنعتي جوړښت تنظيم کړي او له دې لارې له خطرونو او ننګونو سره د مقابلې وړتياوې غښتلې کړي. د سوداګرۍ نړیوال سازمان اقتصادپوه رالف اوسا وايي، امريکا که څه هم ډېر مهم هېواد دی، خو د نړيوالو صادراتو په عمومي ارزښت کې يوازې ٪ ۱۳ نيسي او نوره ٪ ۸۷ برخه د نورو هېوادونو لخوا بشپړه شوې او ډېری هېوادونه غواړي خپل توليدات امريکا ته صادر کړي، خو هغوی باید لومړی يو موټی او بیا خپلمنځي همکارۍ پيل کړي.

د جاپان اقتصاد نيوز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې ليکلي، چې امریکا ازادې سوداګرۍ ته شا اړولې او ډېرو هېوادونو بیا خپل تمرکز د ازادې سوداګرۍ د مشارکت ټينګولو ته اړولی دی.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ تېره اوونۍ د جنوب ختيځې اسيا درېيو هېوادونو ته سفر وکړ او د دغو هېوادونو له مشرانو سره يې هوکړې کړي، چې خپلمنځي همکارۍ به پیاوړې او د ننګونو پر وړاندې به ګډې مقابلې وکړي او څواړخيز سوداګريز سیسټم به وساتي.

د چين او اروپا د اقتصادي او سوداګريزو چارواکو په خبرو اترو کې اروپايي لوري څرګنده کړې، چې هېوادونه يې له چين سره اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د نظريو تبادلې زياتې او د بازارونو، پانګونې او صنايعو په برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي او نړیوال سوداګريز فعاليتونه عادي وساتي.

د هسپانيې لومړي وزير پيدرو سانچز څه موده مخکې چين ته د سفر پر مهال ويلي، چې هېواد يې پر ازادې سوداګرۍ ټينګار لري، څواړخيزم ساتنې ته ژمن دی او د نورو هېوادونو له هغو تعرفو سره چې په يواړخيزه توګه پر هسپانيې وضع شوې، مخالفت کوي.

چين د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو مهم سوداګريز همکار دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د مالونو د صادراتو او ورداتو ارزښت ۱۰.۳ ټريليونه يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱.۳ زيات شوی دی.

چین د نړۍ لومړی هېواد دی، چې د امریکا د سوداګريز تسلط پر وړاندې يې ځوابي اقدامات غوره کړي او په دې سره یې نه يوازې خپلې ملي ګټې او حیثیت، بلکې نړيوال اقتصادي او سوداګریز سیسټم او عدالت هم ساتلي دي.

چين د ورخلاصون د پراخولو او د بهرنيو پانګونو د راجلبولو لپاره ډېرې ګټورې تګلارې غوره کړي  او  بېنز(Benz)، بي اېم ډبليو(BMW)، اېپل (Apple) او يو شمېر نورو نړيوالو تصديو هيله ښودلې، چې په هېواد کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي او نوې وده ومومي. د نويډيا (Nvidia ) شرکت اجرائيه رئيس هوانګ ژنشون پدې وروستيو کې چین ته د سفر پر مهال چيني بازار ډېر مهم بللی او په وينا يې، مونږ به په ټينګار سره د چین د بازار لپاره خداماتو ته دوام ورکړو .

په چين کې يو متل دی، عدالت ساتونکي به د خلکو ملاتړ او مرستې ترلاسه کړي او سرغړوونکي به منزوي کېږي.

د نړۍ هېوادونه بايد د امريکا تسلط ته ګذشت او يا پرانيستي همکارۍ انتخاب کړي؟ د دې پوښتنې ځواب اسان دی.

Previous Post

چین پر هغو امریکايي چارواکو بندیزونه لګوي چې د هانکانګ په مسئله کې یې ناوړه مداخله کړې

Next Post

سوداګرۍ وزارت؛ له قزاقستان سره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سوداګرۍ وزارت؛ له قزاقستان سره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

سوداګرۍ وزارت؛ له قزاقستان سره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بښنې نړیوال سازمان: سعودي او ایران کې د اعدامونو لړۍ بیا چټکه شوې

د بښنې نړیوال سازمان: سعودي او ایران کې د اعدامونو لړۍ بیا چټکه شوې

مې 25, 2022

سروې: چين د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې رول لري؟

دسمبر 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved