چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تعرفو جګړې معکوسه پایله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تعرفو جګړې معکوسه پایله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تعرفو جګړه، چې د امريکا له خوا راپارول شوې، اخر به هم د همدغه هېواد په زيان تمامېږي او دغه بهير يې پيل شوی دی.

د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې د اپرېل په ۲۳مې نېټې د اقتصادي وضعيت د ارزونې ژېړ کتاب خپور کړی، چې له مخې يې د ناڅرګندو زیاتو اقتصادي عواملو له امله د دغه هېواد د ډېرو سيمو راتلونکي ته ژيړ رنګ ورکړل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دغه کتاب ۵۶ پاڼې لري او بېلا بېلو محتوياتو ته پکې اشارې شوې او ۱۰۷ ځلې پکې د  ” تعرفه “ کليمه راغلې ده، چې دا شمېر يې د همدې کمېټې د تېر راپور په پرتله دوه چنده زياتوالی ښيي او هم ددې ښکارندويي کوي، چې پر امريکا د تعرفو ناڅرګندې اغېزې په ډېرېدو دي.

د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د ياد کتاب له خپرېدو يوه ورځ مخکې، د پيسو نړيوال صندوق د نړيوال اقتصاد د لرليد په راپور کې د امريکا د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي پرمختګ اټکل ډېر ټيټ کړی او د جنورۍ د اټکل په پرتله يې په سلو کې صفر اعشاريه نهه ښکته کړی دی، چې دا په پرمختللو اقتصادونو کې د ټيټوالي تر ټولو زياته اندازه ده.

د امريکا د اقتصاد د پرځېدو خطر خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

د برېتانيې فينانشل ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې ويلي، چې د امريکا د اقتصادي ناسم سياست له امله یوازې نور هېوادونه نه، بلکې خپله ډېره زيانمنه شوې ده.

د امريکا د پيترسون نړيوال اقتصادي انسټېټيوټ د فکري مرکز مشر ادم بوسون په دې نظر دی، چې د واشنګټن د تعرفو د سياست تر اغېزو لاندې د دغه هېواد د اقتصادي پرځېدو احتمال٪ ۶۵ ته لوړ شوی دی.

د امريکا په زياتو سيمو کې د لوړو تعرفو په شمول د ډونالډ ټرمپ د ځينو تګلارو ضد لاريونونه څپه په څپه په پورته کېدو دي.

د امريکا پر کليفورنيا ايالت سربېره، نورو ۱۲ ايالتونو د لوړو تعرفو د بندولو لپاره پر فدرالي حکومت دعوې کړي او د لوړو تعرفو تګلارې یې د دغه هېواد د اقتصادي ګډوډۍ سبب بللې دي.

حقيقت دا دی، د لوړو تعرفو تګلاره، د ټرمپ هغه هيله چې پر همدې لارې به خپلې پانګونې له نورو هېوادونو څخه بېرته راجلب کړي، نه شي پوره کولی، بلکې دغې تګلارې يې په کوردننه د سټېګفلاشن (Stagflation) او اقتصادي پرځېدا اندېښنې راپورته کړې دي.

د امريکا عام خلک د دغه اټکل له امله زيانمن شوي دي. د امريکا د ماليې پخواني وزير هينري ساميرس خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن د لوړو تعرفو تګلاره ښايي د ۲ ميليونو امريکايانو د بې روزګارۍ او د هرې امريکايي کورنۍ د ۵ زرو ډالرو عايداتو د کموالي سبب وګرځي. په حقيقت کې، امريکايي مشتريان نه يوازې د سوداګريزو توکو لوړو بيو ځپلي، بلکې له يوه ناڅرګند راتلونکي سره هم مخ شوي دي. د امريکا د ميچيګان پوهنتون راپور ښيي، چې په روان اپريل کې د امريکايي مشتريانو د باور شاخص د ۲۰۲۲م کال له جون راهيسې ټيټې کچې ته رسيدلی دی.

امريکايي تصدۍ د لګښتونو د لوړېدو او د ګټو د ټيټېدو په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ډېرو خبري رسنيو په دې وروستيو کې ويلي، چې د واشنګټن د لوړو تعرفو له امله به د امريکا د سيميکنډکټور ماشينونو د ۳ لويو توليدي تصديو کلنۍ ګټې ۳۵۰ ميليونه امريکايي ډالره کمې او د دغه سکټور عمومي زيانونه به له يو ميليارډ امريکايي ډالرو څخه پورته شي. د امريکا د زياتو کوچنيو تصديو خاوندان لوړو تعرفو اندېښمن کړي او له دندو څخه د ځينو کارکوونکو ايستلو ته اړ شوي دي.

که د امريکا د تعرفو جګړو په مقابل کې د نورو هېوادونو اړين ځوابي اقدامات په پام کې ونيول شي، نو د دغه هېواد پر اقتصاد به منفي اغېزې نورې هم زياتې شي.  چين له تېرو زياتو کلونو کې د امريکا د لوبيا لومړی لوی اخيستونکی و. خو امريکايي بزګرانو د واشنګټن د لوړو تعرفو له امله د چين بازار له لاسه ورکړ او اوس يې خپل غږونه پروته کړي او د برازيل او اسټراليا په شمول ځينو هېوادونو چين ته د لوبيا صادرات زيات کړي دي. د امريکا د لوبيا ټولنې مشر کيلايب راګلان وايي، اوسنی وضعيت د بزګرانو لپاره ډېر د اندېښنې وړ دی او ژوند يې له خطر سره مخ شوی دی.

 سي اېن اېن پر خپلې ويبپاڼې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې په امريکا کې ډېر پانګوال د سوداګريزې جګړې له امله اندېښمن دي او د پانګو د ایستلو په هڅه کې دي.

 دغه وضعيت د دې ښکارندويي کوي، چې د امريکا اقتصادي اعتبار زيانمن شوی او هلته پانګوال له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.

اوسمهال په امريکا کې د اسهامو بيې ډېرې ټيټې شوي او ډېری پانګوالو د امريکا ملي پورونه  پلورلي دي. 

امريکا په دې وروستيو کې بيا بيا  ويلي،  (( د چين او امريکا د تعرفو تاوده جګړه به ژر سړه شي )) او (( د چين او امريکا ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه خواوې ښايي يوې هوکړې ته ورسېږي.))

 بېجينګ په څرګندو ټکو ويلي، چې اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ هيڅ اقتصادي او سوداګريز مذاکرات نشته او که واشنګټن غواړي مسئلې حل کړي، نو بايد په کوردننه او هم د نړيوالې ټولنې غږونه واوري.

امريکا بايد د خلکو له اوازونو او خبرونو درس واخلي او له سوداګريزو ملګرو سره دې د برابرو خبرو اترو له لارې د سوداګرۍ اندېښنې لرې کړي. که دغه هېواد د ګواښ او غوسې پر طريقو ټينګار ولري، نو نور زيانونه به هم وويني او د سترې امريکا د بيا رامنځته کېدو له موخې به نور هم لرې شي.

Previous Post

د چین میډیا ګروپ د آس ځغاستې له نړیوال فدراسیون سره د همکارۍ یادښت لاسلیک کړ

Next Post

اکسپو نندارتون؛ ګڼ شمېر افغان سوداګر او پانګوال هم پکې ګډون کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اکسپو نندارتون؛ ګڼ شمېر افغان سوداګر او پانګوال هم پکې ګډون کوي

اکسپو نندارتون؛ ګڼ شمېر افغان سوداګر او پانګوال هم پکې ګډون کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري

افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري

مې 6, 2023
مولوي عبدالکبیر: د هېواد د بیارغونې او ابادۍ لپاره ګڼ پلانونه لرو

مولوي عبدالکبیر: د هېواد د بیارغونې او ابادۍ لپاره ګڼ پلانونه لرو

جنوري 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ