چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بندول د کرونا له مخنیوي سره مرسته کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 30, 2021
in تبصرې
0
د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بندول د کرونا له مخنیوي سره مرسته کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا پېښې په چټکۍ سره ورځ تر بلې زیاتېږي او دا د جدې اندېښنې وړ ده. دې وزارت ویلي چې د کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې به ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اونیو لپاره تړلي وي. لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو هم د روغتیا وزارت یاده پرېکړه تایید کړې او زیاتوي چې تر دویم امر پورې به ټول دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونه تړلي وي.

د عامې روغتیا وزارت دا پرېکړه د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې، خو ډېری خلک د دې پرېکړې مخالفین دي. په یوه څو دېرش میلیوني هېواد کې د ورځې تر زرو کمې پېښې په هېڅ ډول هغسې جدیت نه ښيي، چې ورسره باید ټول پوهنتونونه او ښوونځي وتړل شي. له بله اړخه خلک په عملي ژوند کې په بېلابېلو پروګرامونو کې را ټولیږي، نه خلک دا پروګرامونه بندوي او نه هم دولت کولی شي چې د دې پروګرامونو مخه ونیسي. کله چې بازارونه پرانیستي وي، ډلې ډلې خلک پکې ګرځي، کله چې خلک عامه ټرانسپورټ کاروي، ماسک او نور تدابیر ونه لري او کله چې خلک په لویو لویو غونډو کې را ټولیږي، نو په داسې وخت کې د پوهنتونونو او ښوونځیو بندول به څه ډول د کرونا له مخنیوي سره مرسته وکړي. خپله د افغانستان خلک کرونا جدي نه ګڼي او رښتیا هم کرونا تر اوسه پورې افغانستان کې کوم ستر ناورین نه دی رامنځ ته کړی، نو ځکه سخته ده چې حکومت دې خلک اړ کړي چې لازم تدابیر ونیسي. په داسې وخت کې بیا د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو تړل نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې خلکو ته لوی زیان هم اوړي.

په وروستیو کې په تحصیلي بنسټونو کې خلک واکسین هم شول، خو بیا هم تحصیلي بنسټونه رخصت شول. دا چاره به د تعلیم او تحصیل په برخه کې ډېرې ستونزې پیدا کړي. افغانستان د نورو پیاوړو هېوادونو په شان هم نه دی چې په انلاین ډول تعلیمي او تحصیلي چارې مخ ته یوسي؛ ځکه دلته نه یوازې دا چې خلک سم او با کیفیته انټرنېټ نه لري، بلکې ډېر زده‌کوونکي او محصلین ان موبایل او کمپیوټر هم نه لري، چې د انلاین زده کړو لپاره ترې ګټه واخلي. له همدې امله تېر تعلیمي کال هم پوره ضایع شو او ډېر کم درس پکې وویل شو او که سږ کال هم داسې پرېکړې کېږي، نو بیا به هم تعلیمي او تحصیلي کال ضایع کېږي. تر اوسه پورې د تعلیمي او تحصیلي ادارو هڅه هم دا وه چې د کرونا پر مهال یوازې محصلین او زده کوونکي له یوه ټولګي بل پورته ټولګي ته ولاړ شي، نه درسونه وو او نه هم هغسې ازموینه چې پر اساس یې د زده‌کوونکو او محصلینو سمه ارزونه وشي. په دې ډول تعلیمي او تحصیلي سکټور یوه ضربه ولیدله او دا دي اوس بیا له همغې ستونزې سره مخ کېږي.

د کرونا د مخنیوي لپاره باید یا خو په ټولو برخو کې جدي ګامونه واخیستل شي او یا هم باید تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پرېښودل شي چې د تدابیرو په مراعاتولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکړي. د کرونا د مخنیوي اغېزناکه لاره دا ډول بندیزونه نه دي او نه یې هم په نړۍ کې مثبته پایله لرلې، بلکې نورې اغېزناکې لارې شته چې پکار ده  پرې تمرکز وشي.

Previous Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د شړشمو د تېلو کلني تولیدات یو زر او ۲۹۸ ټنو ته رسېدلي

Next Post

د شفتالو روغتیایي ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د شفتالو روغتیایي ګټې

د شفتالو روغتیایي ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په ۸ ولایتونو کې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې

په ۸ ولایتونو کې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې

نوومبر 4, 2023

د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا د ۸۰مې کلیزې د یادونې په مناسبت دوهم مانوره په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

اگست 17, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved