چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د حکومتولۍ کومه طريقه د خلکو د ښه ژوند ارمان پوره کولی شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د فډرالي حکومت د تړل کېدو د وضعيت د پای ته رسولو لپاره د بوديجې يوه لنډمهاله لايحه لاسليک کړه.

د چين حکومت همغه وخت د څوارلسم پنځه کلن پلان په بشپړولو بوخت و او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د پنځلسم پنځه کلن پلان د طرحې او تطبيق په هڅه کې و، څو د راتلونکو پنځو کلونو د پرمختګ لپاره عمومي ډيزاين او ستراتېژي جوړه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په امريکا کې د دوو سياسي ګوندونو تر نوبتي واک لاندې لنډمهالي پلانونه او اقدامات ترسره کيږي او په چين کې بیا د ستراتيژيکې طرحې په رڼا کې د دايمي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره پر له پسې هلې ځلې روانې دي.

ياد دوه وضعيتونه د عصري کېدو مختلفې لارې ښکاره کوي.

د امريکا د فډرالي حکومت د تړل کېدو پېښه د دې ښکارندويي کوي، چې په دغه هېواد کې د حکومت چلند د سياسي لوبو يوه برخه ده. هلته اوس هم د اندېښنې وړ مسئله دا ده، چې ښايي دوه مياشتې وروسته د فډرالي حکومت د تړل کېدو وضعيت بيا رامنځته شي، ځکه په لاسليک شوې لنډمهالې لايحې کې يوازې د کلنۍ بوديجې ۳ مادې شاملې دي او پاتې ۹ مادې يې لا نه دي تصويب شوي. د ادارې همدغه طريقه، چې له يو بحران څخه بل بحران ته ننوځي، د امريکا په سياسي سيسټم کې مزمنه ستونزه ده.

په چين کې د پنځه کلن پلان سیسټم د حکومتولۍ هغه ځيرکتيا ښيي، چې اوږدمهالې موخې پکې په پام کې نيول شوې دي. دغه پنځه کلن پلان د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ پر محور جوړ او عملي کېږي.

په چين کې د يادې موخې لپاره له لومړي پنځه کلن پلان څخه تر څوارلسم پنځه کلن پلان پورې يعنې د ۷ لسيزو د هلو ځلو په رڼا کې ډېر برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.

په ۱۹۵۳م کال کې د لومړي پنځه کلن پلان د تطبيق د پيل پرمهال په چين کې د هر تن په سر د کورنيو توليداتو منځنی ارزښت يوازې ۵۴ امريکايي ډالره و، چې دا د صحرا په جنوب کې د پرتو افريقايي هېوادونو د ورته شمېر له يو پر درېيمې برخې سره برابر و. ۲۰۲۴م کال د چين د څوارلسم پنځه کلن وروستی کال و او په همدې کال کې په دغه هېواد کې د هر تن په سر د کورنيو توليداتو منځنی ارزښت له ۱۲ زرو امريکايي ډالرو څخه پورته و.

د مداومې ستراتيژۍ او انعطاف منونکو تګلارو ترمنځ همغږي د طرحې د ثبات لامل دی.

د پنځه کلن پلان سیسټم د چين د حکومتولۍ څرګنده برتري ده او کليدي ټکی يې دا دی چې په دغه پلان کې د ګوند نظریې او دولتي او ولسي ارادې یو ځای شوې دي.

انټرنېټ کاروونکو د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان د جوړېدو په بهير کې شاوخوا يو ميليون وړانديزونه کړي دي. ” ایا د نڅا سټېج جوړونه د استوګنيزو سيمو د نوښتونو په شاخصونو کې شامله ده؟” ” ایا د مصنوعي ځيرکتيا د اخلاقي اصولو لپاره به یو ځانګړی قانون جوړ شي؟”

که کوم وړاندیز معقول وي، نو د دولت په اسنادو کې به شامل شي. دغه بهير په لوړې کچې ډيزاين کېږي او د خلکو وړانديزونو ته پکې ځای او پنځه کلنه پلان ته د “پرانيستې دولتي پروژې” بڼه ورکول کېږي او ۴/۱ ميليارډ خلک يې د دې پروژې په طرحې کې ګډون کوي. په عين وخت کې، په چين کې اغېزمن بازار او فعال حکومت د پرمختګ حياتي ځواک را پارولی دی.

پنځه کلن پلان د چين کوم ځانګړی نوښت نه دی، بلکې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ شاوخوا يو پر درېيمې پرمختيايي هېوادونو ورته ميکانيزمونه عملي کړي وو، خو زياترو يې په نيمه کې پرېښودلي دي. چين يوازينی هېواد دی، چې پر دغه ميکنانيزم ټينګار او ډېرې لاسته راوړنې ترې لري. د چين د برياليتوب اصلي لامل دا دی، چې د دغه هېواد طرحې انعطاف منونکې دي او د زمانې د پرمختګ او بدلون له مخې جوړېږي.

اوس په نړۍ کې د پېړۍ بې ساری سخت بدلون روان دی او د حکومتولۍ د سيسټم او توان عصري کېدل د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې ګډ کار او ننګونه ده.

په امريکا کې د ګوندونو نوبتي موده د فډرالي حکومت د تړل کېدو وضعيت تکراروي او د پرمختګ ګامونه ځنډوي.

چين د پنځه کلن پلان د عملي کولو پر مټ د چيني ملت د بيا سمسورتيا په لوري ګامونه پورته کوي.

د حکومتولۍ هغه طريقه، چې سياسي ثبات، د تګلارو مداوم چلند او دواملرونکی پرمختګ پکې ډاډمن وي، د ښه ژوند په اړه د خلکو ارمان ته ځواب ورکولی او د انساني ټولنې د سیسټمي تمدن لپاره نوی امکان برابرولی شي.

Previous Post

امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

Next Post

د افغانستان او جاپان ترمنځ پر کلتوري همکاریو خبرې شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د افغانستان او جاپان ترمنځ پر کلتوري همکاریو خبرې شوې دي

د افغانستان او جاپان ترمنځ پر کلتوري همکاریو خبرې شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فراه کې سیلابونو؛ دوه کسان وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي

فراه کې سیلابونو؛ دوه کسان وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي

مارچ 24, 2020

How To Play Blackjack Switch

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ