د چين د ګمرکاتو عمومې ادارې د اګېست په اوومه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړې چې له مخې يې په تېر جولای کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۹۱۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اووه زياتوالی ښيي او د جون په پرتله يې د زیاتېدو اندازه يو اعشاريه پنځه سلنه ده.د خبر له مخې دغه شمېر په روان کال کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
په ورته وخت کې په تېرو اوو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۵ ټریلیونه ۷۰۰ميليارډه يوانه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه پنځه زياتوالی ښيي او د زیاتېدو اندازه يې د تېر کال د لومړۍ نيمايي په پرتله صفر اعشاريه شپږ زيات دی.
د يادې ادارې د شننې څانګې مشر لو دا ليانګ ويلي چې له روان کال راهيسې د چين اقتصادي وضعيت په ثابت ډول پرمختګ موندلی او د پېچلي حالت پر وړاندې بهرنې سوداګرۍ یې د لا ښه کېدو په حال کې دی.











