چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د زیاتو کتابونو لوستل او ګټې یې!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د زیاتو کتابونو لوستل او ګټې یې!
668
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ځمکې پر سر د هرې موضوع په اړه کتاب لیکل شوی، چې د ضرورت په وخت کې کولای شی ترې ګټه واخلئ او مطالعه یې کړی؛ ځکه د کتاب لوستل ستاسو سره د موضوع په روښانه کولو کې مرسته کوي. په کتابونو کې داسې معلومات نغښتل شوي وي، چې ډېری وختونه په صنف کې د استاد له خولې نه راوځي او یا هم پرې بحث نه کېږي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د انسان د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه چې غواړی له کتاب څخه یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې د انسان تر ټولو ښه ملګرى کتاب دى.

په یاد به مو وي، چې پخوا به مو څه ډول د یوه لغت اصلي مانا زده کوله او یادوله به مو؟ همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په ډېرې اسانۍ سره کولای شی په ډېر کم وخت د یوه لغت په مانا پوه شئ. په ځانګړي ډول، کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوی، له ګڼ شمېر نویو لغتونو سره اشنا کېږی، چې په زده کولو سره مو یې لغوي پانګه زیاتېږي. مطالعه تاسو ته دا چانس درکوي، چې د نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو او جغرافیو سره اشنا شی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د رخصتۍ د تېرولو لپاره مو د خوښې وړ ځای کوم دی؟ تاسو یې باید په اړه مخکې له مخکې مطالعه وکړئ، تر څو هغه ځای ته په ورتلو سره پوره خوند واخلی. څومره چې مطالعه کوئ، په هماغه اندازه مو ذهن هم پراختیا مومي.

مطالعه تاسو ته دا وړتیا درکوي چې له نورو فرهنګونو سره په اجمالي توګه معرفي شی، تاسو به په دې توګه له نورو سیمو سره بلد شی، د خپلې تفریح لپاره د ځای په ټاکلو کې به کومه ستونزه نه لری. ستاسو د لید زاویه د هغو فرهنګونو او سیمو په اړه د مطالعې پر مټ بدلېدلی شي، چې د لیدو هیله یې لری.

لکه مخکې مو چې اشاره وکړه، مطالعه له ذهني قوې ګټه اخلي، دا به د دې سبب شي، څو د هغه څه په اړه چې مطالعه کوی یې، ستاسو تمرکز لوړ کړي. مجلې، مقالې یا ستاسو انټرنیټي ایمېل کولی شي په خپل ځان کې مهم معلومات ولري، خو کتابونه کولی شي سترې کیسې او پېښې را واخلي، خو هر څه چې وي، تاسو اړ یاست چې تمرکز مو لوړ وي، نو مطالعه د تمرکز د لوړولو لپاره د سپورت په څېر ده.

که چېرې ډېر کتابونه مطالعه کړی، د هغه څه په اړه چې مطالعه کوی یې، ستاسو تجربه او پوهه به لوړ وي، دا به د دې سبب شي چې پر ځان مو باور لوړ شي، نو دا چې تاسو ښه مطالعه کوی، خلک به د دې هڅه وکړي چې د خپلو پوښتنو ځواب له تاسو واخلي، تاسو به هغوی د ځان پر لور راجذب کړئ، دا خبره د دې سبب کېږي چې تاسو ښه احساس ولرئ او خپل شخصیت دروند او د کار وړ درته ښکاره شي.

څېړنو ښودلې ده، که تاسو له خپلې حافظې کار واخلی، نو هغه به پیاوړې شي او که خپله حافظه ونه کاروئ، نو خپلې وړتیاوې به له لاسه ورکړئ. د ځينو لوبو په تېره بیا د جدولونو لوبول د الزایمر ناروغۍ د کچې د ټېټېدو سبب ګرځي، خو هغه لوبې چې په هغه کې تر ډېره کلیمې او جملې کارول کېږي، ستاسو د حافظې قوت لوړولی شي، نو مطالعه هم هغه لوبو ته ورته ده چې په هغه کې کلیمې او جملې کارول کېږي او تر ډېره تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د کرکټرونو نومونه، پېښې او ډير څه نور په یاد ولرئ.

ټول د مطالعې په ارزښت پوه یو او پوهېږو، چې باید پخپل ورځني ژوند کې باید د مطالعې لپاره وخت ولرو، خو څوک دا کار کولی شي یا یې کوي؟ خبره همدلته ده، که موږ مطالعې ته په خپل ورځني ژوند کې وخت ورکړو د دې سبب به شي چې فردي انظباط او نظم مو لوړ شي.

کتابونه د لېږد وړ دي،  دا چې کولی شئ هر ځای له ځان سره کتابونه یوسئ نو دا وړتیا هم لرئ چې په هر ځای کې یو څه زده کړئ.

دا چې کله له ډيرو کتابونو سره مخ شئ او د ډيرو معلوماتو پر وړاندې ودرېږئ نو د دې سبب به شي چې، خلاقیت مو لوړ شي او نوي شیان مو ذهن ته درشي، ستاسو ذهن کولی شي د بېلو کتابونو معلومات سره یو ځای کړي او د یوې مسلې په حل لاره کې له هغه کار واخلي.

ایا تر اوسه داسې پېښ شوي، چې د کورنۍ د غړو، مېرمنې او یا هم د دوستانو په منځ کې د ویلو لپاره څه ونه لرئ؟ دا ډېره دردونکې ده. دغه څه ډېر کله کولای شي، چې یو لړ کورنۍ ستونزې هم پیدا کړي، ځکه که تاسو په کور کې پټه خوله کېنئ، کېدای شي د کورنۍ له غړو، مېرمنې او یا هم د شا او خوا خلکو ته یو لړ پوښتنې پیدا شي. که تاسو ډېر کتابونه لوستي وي تل به د ویلو لپاره په ذهن کې یو څه لرئ او دا دې سبب ګرځي، چې تاسو په خبرو راولي.

داسې کسان شته، چې د فلمونو او د هغې د وسایلو لپاره زیاتې پیسې خرچ کوي، خو کولای شئ، له دې نه په کمو پیسو باندې څو کتابونه واخلئ، چې ان تر دوو میاشتو پورې پرې مصروف وئ. هڅه وکړئ، د ځان لپاره داسې کتابونه واخلئ، چې علاقه مو ور سره وي.

د مطالعې او رسمي زده کړو ترمنځ توپیر دا دی، چې په رسمي زده کړو کې ته مجبور او مکلف یې، چې هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په درسي صنف کې کښېنې، خو مطالعه تاسو ته دا چانس او یا واک درکوي، چې څه وخت مو زړه وغواړي کولای شئ د خپلې خوښې وړ شی مطالعه کړئ.

څومره چې تاسو کتابونه مطالعه کوئ، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې له تاسو سره پوره مرسته کوي، چې په ډېر دقت سره ور سره خپل معلومات شریک کړئ. ډېر کله داسې کېږي، چې تاسو د یوه څه په اړه پلټنه کوئ، خو مخې ته مو ډېر نور څه هم درشي چې یو څه ور څخه زده کړئ.

Previous Post

د کندهار پېژندنه

Next Post

څنګه د بدن د اړتیا وړ ویټامینونه پوره کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
څنګه د بدن د اړتیا وړ ویټامینونه پوره کړو؟

څنګه د بدن د اړتیا وړ ویټامینونه پوره کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په تېرو دریو ورځو کې هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

په تېرو دریو ورځو کې هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

مې 6, 2024
لغمان کې د کورنیو تولیداتو۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

لغمان کې د کورنیو تولیداتو۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

دسمبر 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved